Posts

Showing posts from September, 2024

دروغجن څنګه وپیژنو

Image
لیکنه: حنان حبیبزی ایا پوهیږی چې دروغو د ویلو په وخت کې د انسان بدن په اشاره سره وايي چې دا خبره دروغ ده. ددې لپاره دا لیکنه ترپایه ولولی او خپلو ملګرو سره شریکه کړی چې له دروغجنو څخه بچ شی. د دروغو په اړه یو ژوره کره کتنه اړینه ده چې پوه شو خلک ولې او څنګه دروغ وایي. ډیری خلک چې ورسره مخ کېږو، معمولي دروغ وایي، کوم چې د ستونزې وړ نه دي. خو ځینې کسان په لویو او مهمو مسالو کې دروغ وایي، کوم چې د اړیکو د خرابېدو، د کار د له لاسه ورکولو، یا ان زندان ته د تللو لامل کېدای شي. یا داچې سیاستوال د هیواد د برخلیک په اړه دروغ وايي چې بیايي په زیان پایته رسیږي. د لوړ ارزښت دروغ پیژندل ډیری وختونه د مسلکي پوهنیزو او امنیتي ادارو په غاړه وي چې دوی د خلکو په مخونو، بدني خوزښتونو او په لفظي څرګندونو کې د دروغ ښکاروندویي نښې ګوري. مارک بوتون، چې د FBI یو څارنوال و او د "د FBI په څیر دروغ څنګه مالوم کړو" په نوم کتاب لیکوال دی وايي ددغو په زبات شویو لارښوونو په کارولو سره خپلې پیسې ، زړه او هوښیارتیا خوندي کړئ. بوتون وایي، ان که تاسو د جرمونو پلټنه نکوئ، د مخ څرګندونې او د دروغو پیژندل ستاسې ...

سویلي افریقا، زموږ میلیمانه یاست: افغان کرکټ او د مېلمه پالنې کیسه

Image
  Photo credited to ACB  سویلي افریقا،  زموږ میلیمانه یاست: افغان کرکټ او د مېلمه پالنې کیسه لیکنه: حنان حبیبزی کله چې د شارجه په شګو کې ماښام ورو ورو خپرېده، د میلمه پالنې یوې ځانګړې کیسې په دودیزه بڼه لیکل پیل کړل.  دا کیسه د کرکټ او افغان مېلمه پالنې تر منځ نغښتل شوې وه، یوه مېلمه پالنه چې له خپلې خاورې لرې، خو د خپل دود او کولتور له پلوه ډيره نزدې ده.  د جنوبي افریقا د کرکټ لوبډله له لرې سمندرونو را واوښته، تر څو په شارجه کې د افغان ملي لوبډلې په کوربتوب د کرکټ تاریخي لوبغالي ته ورشي. دا لوبغالی د افسانوي سیالیو له کیسو ډک دی. دلته د سویلي افریقا لوبغاړي یوازې سیالان نه دي، بلکې د افغانانو له اند او دود سره سم درانه مېلمانه دي ځکه چې موږ يې کوربه یو،  نو د مېلمه پالنې په برخه کې افغانان له لرغونې پېر راهیسې ځانګړی نوم لري. افغان لوبډله، په اسماني شنو جامو کې ښکلې ښکاره کېده، د کرکټ په ډګر کې يې د معیار،  وړتیا او د کرکټ د لوبیز هنر نندارې ته وړاندې کړ. دوی په خورا ځيرتیا او زړورتیا سره يې لومړۍ او دومه یو ورځنۍ سیالۍ وګټلې، او له دې بریا سره یې د ی...

په دروغو ولاړه نړۍ کې د رښتینولۍ زده کړه یوه ننګونه

Image
لیکنه: حنان حبیبزی کله چې نړۍ په دروغو ولاړه وي، موږ څنګه کولی شو خپلو ماشومانو ته رښتیا توجیه کړو؟ دا پوښتنه زما په فکر کې وګرځیده او ژوره اغېزه يې راباندې وکړه او په اندېښنه کې شوم چې نړۍ کومې خوا روانه ده. دا پوښتنه په ټولنه کې د تیروستونکو او ناسمو مالوماتو د پراخ ویش او په راتلونکي نسل باندې یې د اغېزو په اړه ژوره اندېښنه څرګندوي. دا داسې یوې نړۍ ته اشاره کوي چېرته چې چل، دوکه، دروغ او لاسوهنه دومره پراخه شوې وي چې په عام ژوند، رسنیو او ټولنیزو نورمونو واک لري. په داسې شرایطو کې، ماشوم ته د رښتیاو او حقایقو د ارزښت او درک په اړه پوهنه ورکول په یوه ننګونه بدلېږي ځکه چې شاوخوا چاپېریال ښایي په دوامداره توګه د رښتینولۍ، صداقت او بشپړتیا له ارونو یا اصولو سره مخالفت وکړي، او کمزوري یې کړي. دا پوښتنه یوه اخلاقي مساله راپورته کوي، پلرونه یا د کورنۍ مشران څنګه کولی شي په هغه نړۍ کې چې دروغ پکې واکمن دي، خپلو ماشومانو ته د رښتینولۍ ارزښت وښيي، ساتنه یې وکړي او نورو نسلونو ته یې ولیږدوي؟ دا د ماشوم د روزنې په وړاندې ستونزې ته اشاره کوي چې څنګه باید ماشوم ریښتینی او هوښیار پاتې شي کله چې د...

ټاپي پروژه: د سیمې اقتصادي راتلونکي لپاره یو تاریخي ګام

Image
  ټاپي پروژه: د سیمې اقتصادي راتلونکي لپاره یو تاریخي ګام لیکنه: حنان حبیبزی د الله په نوم چې ډېر مهربانه او ډېر رحم والا دی نن د ترکمنستان-افغانستان-پاکستان-هندوستان (TAPI) د ګازو نللیکې پروژه په رسمي توګه پرانیستل شوه چې د سیمه ییزې همکارۍ او اقتصادي پرمختګ لپاره یو مهم او تاریخي ګام ګڼل کېږي. ددې پروژې د پرانیستې مراسمو کې د افغانستان د اسلامي امارت لومړي وزیر ملا حسن اخوند د سیمې د ټولو اړوندو هېوادونو لوړپوړو چارواکو ګډون کړی و. TAPI به د ترکمنستان  د ګالکینیش په نوم د ګازو له زېرمو څخه افغانستان، پاکستان او هندوستان ته هر کال ۳۳ میلیارده  مکعب متره ګاز ورسوي چې دا به د جنوبي آسیا د انرژي اړتیاوې په زیاته کچه پوره کړي. افغانستان چې د څو لسیزو جګړو له امله اقتصادي ستونزو او کاري اسانتیاوو له کمښت سره مخ دی، ددې پروژې په پرانیستل کېدو سره د اقتصادي بیارغونې نوې هیلې راټوکیدلې دي. د TAPI پروژې پرانیسته به په افغانستان کې زرګونه کاري فرصتونه رامنځته کړي، او هر کال به افغانستان ددې پروژې له ترانزیت څخه شاوخوا ۴۰۰ میلیونه ډالر ترلاسه کوي. دا به د افغانستان لپاره یوه لویه ا...

بحث علمي دقيق حول خلق الإنسان والحياة

Image
بحث علمي دقيق حول خلق الإنسان والحياة المؤلف: حنان حبيبزی المقدمة: عقيدة التوحيد هي الركيزة الأساسية للإيمان الإسلامي. الله جل جلاله هو الوحيد المستحق للعبادة، لأنه الإله الأحد. الله ليس له شريك، وكل المخلوقات هي من خلقه. عباداتنا وأعمالنا يجب أن تكون لوجه الله وحده، ويجب أن تتم هذه العبادات وفقاً لسنة محمد رسول الله صلى الله عليه وسلم، لأنه خاتم الأنبياء والمرسلين من الله. كل ما نراه وما لا نراه، مثل الملائكة والجن والكائنات الخفية التي هي أصغر من الذرة، جميعها مخلوقات الله جل جلاله. الله تعالى هو الخالق والمبدع لكل شيء. إنه كيان قوي للغاية، قدير، وعالم يدبر شؤون الكون بأسره بحكمته وقوته. يذكرنا هذا بأن الله هو الإله الوحيد، ولا يوجد أي شيء آخر يستحق العبادة. الله تعالى يعلم كل شيء، سواء كان ظاهراً أو خفياً، وقد خلق كل شيء بعلمه وحكمته وقوته. علينا أن نتعرف على الله من خلال كلماته (القرآن) ومن خلال سنة النبي صلى الله عليه وسلم. القرآن الكريم يقدم لنا دلائل عن قوة الله وحكمته وطرق التعرف على مخلوقاته. من بين هذه الدلائل المهمة التي أوردها القرآن الكريم هي خلق الإنسان، مثل خلق آدم عليه ...