Skip to main content

سویلي افریقا، زموږ میلیمانه یاست: افغان کرکټ او د مېلمه پالنې کیسه

 

Photo credited to ACB 

سویلي افریقا،  زموږ میلیمانه یاست: افغان کرکټ او د مېلمه پالنې کیسه

لیکنه: حنان حبیبزی

کله چې د شارجه په شګو کې ماښام ورو ورو خپرېده، د میلمه پالنې یوې ځانګړې کیسې په دودیزه بڼه لیکل پیل کړل.  دا کیسه د کرکټ او افغان مېلمه پالنې تر منځ نغښتل شوې وه، یوه مېلمه پالنه چې له خپلې خاورې لرې، خو د خپل دود او کولتور له پلوه ډيره نزدې ده. 

د جنوبي افریقا د کرکټ لوبډله له لرې سمندرونو را واوښته، تر څو په شارجه کې د افغان ملي لوبډلې په کوربتوب د کرکټ تاریخي لوبغالي ته ورشي. دا لوبغالی د افسانوي سیالیو له کیسو ډک دی. دلته د سویلي افریقا لوبغاړي یوازې سیالان نه دي، بلکې د افغانانو له اند او دود سره سم درانه مېلمانه دي ځکه چې موږ يې کوربه یو،  نو د مېلمه پالنې په برخه کې افغانان له لرغونې پېر راهیسې ځانګړی نوم لري.

افغان لوبډله، په اسماني شنو جامو کې ښکلې ښکاره کېده، د کرکټ په ډګر کې يې د معیار،  وړتیا او د کرکټ د لوبیز هنر نندارې ته وړاندې کړ. دوی په خورا ځيرتیا او زړورتیا سره يې لومړۍ او دومه یو ورځنۍ سیالۍ وګټلې، او له دې بریا سره یې د یو نوي ځواک په توګه  د افغان کرکټ د وده نښې نښانې څرګندې کړې. په دې سره افغان کرکټ ملي لوبډلې وکولای شول چې د سویلي افریقا په وړاندې د درې یو ورځنیو سیالیو دا لوبلړۍ وګټي. 

Photo Credited to ACB

د دې بریا وروسته، د افغانانو دودیزه مېلمستیا جوړه شوه. د شارجه د دښتې هوا د کابلي پلو او افغان خوراکونو په خوشبویۍ ډکه وه، که هم میلمستیا د هوټل دمیلمنو په تالار کې وه، خو د شارجه په ښار کې دا د خپل ډول لومړنۍ هغه وه، او میلمانه په خوښۍ سره ناست وو او د افغاني وچو میوو له خوړلو څخه يې خوند اخیسته،  د مېلمستیا له فضا ښکلې وه. مېلمانه په افغان کولتور کې ډوب شوي وو، د فاروقي ټوکې ټکالې او میلمه لوبډلې ته د افغان لوبډلشر، کوچ او نورو لوبغاړو تود هرکلی او فضا د افغان  دود او کولتور په کیسو او د شنو چایو پیالې یې سره شریکولې. د مېلمستیا پر مهال، افغانانو خپلو افریقایي مېلمنو ته ځانګړې ډالۍ ورکړې. په دې ډالیو کې د افغان کولتور نښې، ښکلي افغاني غالۍ او وچه میوه شامله وه، چې دا ټول د افغانانو د شتمن دود څرګندونه کوي.

Photo credited to ACB

                                                      Photo credited to ACB


دا مېلمستیا یوازې د کرکټ په سیالۍ کې د بریا جشن نه و، بلکې د افغان مېلمه پالنې دود ښکلې او طبیعي ننداره وه. د افغان کرکټ لوبغاړي، چې یو وخت به خلکو د وړې لوبډلې د غړو په توګه پېژندل، اوس  ویاړلي کوربانه دي چې د نړۍ د غښتلو لوبډلو کوربتوب کوي، او دا هغه شیبه ده چې د افغان ملت دغه اتلان یو نوې کیسه لیکي چې د زغم، یووالي، دریدلو  او مېلمه پالنې ښکارندوی ده.

څومره چې ماښام اوږدیده، دشارجه د دښتې د څراغونو ځلا ډیریدله او ددې میلمستیا او پرمختګ په تایید یې رڼاګانې خپرولې. هر ځل چې دې د برښنا یو څراغ ته کتل روڼ او ځلیدلی ښکاریده ، داسې چې لکه دوی هم د خوشالي کوي، او افغان کرکټ او افغان مېلمه پالنې لپاره خوښ دي.


ددې لیکنې انګریزي بڼه دلته ولولی


Comments

Popular posts from this blog

انس شریف: د غزې وروستی خبر

  لیکنه: حنان حبیبزی  ۱۱ اګست ۲۰۲۵  د ماښام وروستۍ رڼا ورو ورو د غزې له کوڅو ووتله، لکه ښار چې د یوې ستړې او ژړا ډکې مور په ټکري کې پټېږي. د باروتو بوی د سوځېدلو ودانیو له لوګي سره ګډ ده، او هره ساه د ژوند او مرګ تر منځ د نرۍ کرښې په اوږدو کې اخیستل کېږي. انس شریف د یوې نیمه ورانې ودانۍ مخې ته ودرېد. د خاورو له منځه یو سپین، نازک کوچنی لاس ورو ورو راښکاره شو، له خاورو او وینو ډک دی، د ژوند وروستۍ هڅې په کې ښکاري. د مایک له لارې یې غږ خپور شو: "دلته، د ودانۍ لاندې، یوه کورنۍ له منځه تللې ده… خو ددې تنکي ماشوم لاسونه ښورېږي، زه یې وینم، لا ژوندی دی." د کمرې له شا یې په شونډو کې هغه نرمه خو زړوره مسکا وځلېده – ددې لپاره نه چې زړه یې خوشاله دی، بلکې  ددې لپاره چې پوهېده، هره زړورتیا او هره مهرباني باید ددې جګړې د تیارو په وړاندې ودرېږي. د هغه ملګرو ورته ویل: – انسه، ته خو په دې لمبو کې هم خندا کولی شې! انس ورو ځواب ورکړ: – که موږ خندل بند کړو، دروغ به د رښتیا ځای ونیسي. له همدې سره یې په ژوندۍ خپرونه کې یې ددې ماشوم د ژغورنې هڅه پیل کړه. مخکې ولاړ، په یوې نرۍ کوڅه کې درې...

کرکتنه: هواجس، د طه درویش ادبي خاطرې

لیکنه حنان حبیبزی  ادب هغه هنداره ده چې د انسان د زړه پټې خبرې او د ذهن ناڅاپي اغیز په کې انځورېږي. کله چې لیکوال د خپلې ددننۍ نړۍ خبرې د کلیمو په لالهانده روان کې واچوي، لوستونکی د یوه بل انسان د زړه له کیسو او فکر د سیند د څپو شاهد ګرځي. د طه درویش کتاب  هواجس  همداسې یو اثر دی: ډاکتر درویش د اردون د عمان دې او هلته د ژورنالیزم په پوهنځي کې  د استادۍ ترڅنګ ښه ادیب هم دی. نوموړی  په دې وروستیو کې راغلی وو، د خپل کتاب یوه کاپي يې هم راکړه چې کله مې ولوسته نو ډيره مې په زړه پورې ومونده. نوموړی پخپل کتاب کې د ژوند هسکو او ټیټو، د فکر د غلي فریاد او د ناڅاپي علمي سفرونو یو ادبي انځور رادمخه کوي چې په هغې کې نورو انسانانو ته د زده کړو یوه لار پرانیزي. د کتاب نوم هواجس دی او په عربي ژبه دی، د کتاب نوم د اثر د منځپانګې دروازې پرانیزي. هواجس د زړه هغه ناڅاپي خيالات، وسوسې او اندېښنې دي چې انسان یې کله هم په ښکاره ژبه نه وایي خو د فکر په ژورو کې یې احساسوي. په ادبي بڼه، دا نوم د یو دننني ډیالوګ نښه ده چې لیکوال  پکې له خپل رب، له خپل ضمیر، او له خپل ځان سره خ...

د نښپوهنې د نظريو تاريخي بهير

لیکنه: حنان حبیبزی د نښپوهنې تاريخ ښيي چې د مانا، نښې او تعبیر د پوهېدو مفاهيم د وخت په تېرېدو سره پراخ شوي او ژور شوي دي. فرديناند دي ساسور (1857–1913) د دې علم بنسټ د «نښه» پر جوړښت کېښود. د ده په وینا نښه د «اشاري بڼه» او «اشاره شوي مفهوم» تر تړاو جوړه ده، او "دا تړاو د ژبې د ټولنیزو اصولو له مخې ثابت کېږي. په دې اساس مانا د ژبني نظام د ګډو توافقاتو له لارې رامنځته کېږي او نسبتاً ثابته پاتې کېږي" (Saussure, 1916). چارلس پېرس (1839–1914) بيا د مانا مفهوم نور هم خوځنده او فکري کړ. د هغه د درې‌ګونې نښې ماډل (Object, Sign, Interpretant) له مخې مانا په یوه روان ذهني بهیر کې رامنځته کېږي. دلته نښه یواځې لغوي ارزښت نه لري، بلکې ذهن یې د تفسیر، پرتله، اشارې او استدلال له لارې تل تعبیر ته بیايي. نو "مانا د فکري حرکت او سیاقي بدلون پایله ده، نه د یوه ثابت جوړښت پایله" (Peirce, 1955). رولان بارت (1915–1980) بیا نښپوهنه د ژبې له پولو څخه کلتور ته وغځوله. هغه وښوده چې نښې یوازې لغوي توکي نه دي، بلکې د ټولنیزو ارزښتونو، باورونو، قدرتي ایدیالوژیو او فرهنګي احساساتو د تولید وسیل...