دروغجن څنګه وپیژنو





لیکنه: حنان حبیبزی


ایا پوهیږی چې دروغو د ویلو په وخت کې د انسان بدن په اشاره سره وايي چې دا خبره دروغ ده. ددې لپاره دا لیکنه ترپایه ولولی او خپلو ملګرو سره شریکه کړی چې له دروغجنو څخه بچ شی. د دروغو په اړه یو ژوره کره کتنه اړینه ده چې پوه شو خلک ولې او څنګه دروغ وایي.
ډیری خلک چې ورسره مخ کېږو، معمولي دروغ وایي، کوم چې د ستونزې وړ نه دي. خو ځینې کسان په لویو او مهمو مسالو کې دروغ وایي، کوم چې د اړیکو د خرابېدو، د کار د له لاسه ورکولو، یا ان زندان ته د تللو لامل کېدای شي. یا داچې سیاستوال د هیواد د برخلیک په اړه دروغ وايي چې بیايي په زیان پایته رسیږي.

د لوړ ارزښت دروغ پیژندل ډیری وختونه د مسلکي پوهنیزو او امنیتي ادارو په غاړه وي چې دوی د خلکو په مخونو، بدني خوزښتونو او په لفظي څرګندونو کې د دروغ ښکاروندویي نښې ګوري. مارک بوتون، چې د FBI یو څارنوال و او د "د FBI په څیر دروغ څنګه مالوم کړو" په نوم کتاب لیکوال دی وايي ددغو په زبات شویو لارښوونو په کارولو سره خپلې پیسې ، زړه او هوښیارتیا خوندي کړئ.

بوتون وایي، ان که تاسو د جرمونو پلټنه نکوئ، د مخ څرګندونې او د دروغو پیژندل ستاسې په ورځني ژوند کې مرسته کولی شي. د هغه په وینا، ځینې نښې د نارامۍ له امله څرګندیږي، او ځینې یې کیمیاوي یا فزیکي غبرګونونه دي. د مثال په توګه، یو کس په یوه دقه کې ۵ یا ۶ ځلې سترګې رپوي، خو که هغه په تشویش کې وي، یا دروغ وایي نو دغه رپول په یوه دقه کې څو ځله زیاتیږي.

بوتون د سترګو خوزښت هم د دروغو ښکاروندوی ګڼي. که تاسو له یو کس څخه په دې په اړه پوښتنه کوئ چې څه يې اوریدلي دي، نو په نورمال حالت کې به يې سترګې کیڼ لور ته وخوځېږي، خو که هغه دروغ ووایي، نو ښي لور ته به یې سترګې وخوځېږي. دغه راز، که د بوي یا لمس په اړه خبرې کیږي، سترګې به یې کیڼ لوري ته ښکته ښکاره شي، او که دروغ وایي، نو ښي لوري ته به ښکته کړي.

د دې ترڅنګ، په رښتیني مسکا کې د سترګو شاخوا پوستکی ټینګ او ګونجي کیږي، خو که یو څوک په دروغو مسکا کوي، دا نښې نه ښکاري. ځینې وختونه دروغجن کسان له ویرې خولې کېږي او هڅه کوي چې له مخ یا غاړې يې لرې کړي.

بوتون وایي، کله چې یو څوک په رښتیا خبرې کوي، هغه به خپل سر په موافقه وخوځوي، خو که په دروغو خبرې کوي، نو د خپل خبرو سره به په ناپوهۍ سره به خپل سر د رد په څير وښوروي، یانې هغه څه چې دی وايي دده سر يې ردوي، ځکه چې دروغ وايي.

Comments

Popular posts from this blog

کوانټم فزیکي ډیوسونه به نړۍ بدله کړي

د انسان د پنځون او ژوند په اړه کره علمي څيړنه

د ټرمپ - مودي شېبې: یو ډیپلوماتیک سپکاوی که سنجول شوې لوبه؟