Skip to main content

ټاپي پروژه: د سیمې اقتصادي راتلونکي لپاره یو تاریخي ګام

 


ټاپي پروژه: د سیمې اقتصادي راتلونکي لپاره یو تاریخي ګام


لیکنه: حنان حبیبزی


د الله په نوم چې ډېر مهربانه او ډېر رحم والا دی


نن د ترکمنستان-افغانستان-پاکستان-هندوستان (TAPI) د ګازو نللیکې پروژه په رسمي توګه پرانیستل شوه چې د سیمه ییزې همکارۍ او اقتصادي پرمختګ لپاره یو مهم او تاریخي ګام ګڼل کېږي. ددې پروژې د پرانیستې مراسمو کې د افغانستان د اسلامي امارت لومړي وزیر ملا حسن اخوند د سیمې د ټولو اړوندو هېوادونو لوړپوړو چارواکو ګډون کړی و.


TAPI به د ترکمنستان  د ګالکینیش په نوم د ګازو له زېرمو څخه افغانستان، پاکستان او هندوستان ته هر کال ۳۳ میلیارده  مکعب متره ګاز ورسوي چې دا به د جنوبي آسیا د انرژي اړتیاوې په زیاته کچه پوره کړي.


افغانستان چې د څو لسیزو جګړو له امله اقتصادي ستونزو او کاري اسانتیاوو له کمښت سره مخ دی، ددې پروژې په پرانیستل کېدو سره د اقتصادي بیارغونې نوې هیلې راټوکیدلې دي. د TAPI پروژې پرانیسته به په افغانستان کې زرګونه کاري فرصتونه رامنځته کړي، او هر کال به افغانستان ددې پروژې له ترانزیت څخه شاوخوا ۴۰۰ میلیونه ډالر ترلاسه کوي. دا به د افغانستان لپاره یوه لویه اقتصادي لاسته راوړنه وي چې د سیمې په ټیکاو او پرمختګ کې به هم مرسته وکړي.


پاکستان او هندوستان، چې دواړه د انرژۍ له کموالي سره مخ دي، ددې پروژې له پرانیستې وروسته به دغه دوه هیوادونه د انرژي د اړتیاوو په پوره کولو کې لویه مرسته ترلاسه کړي. ددې پروژې پرانیسته د افغانستان له ټيکاو سره ډيره زیاته مرسته کوي، ددې لپاره چې د سیمې هیوادونو ته ددې اقتصادي سرچینې ساتل یو مهم کار وي. دغه دواړه هېوادونه په اقتصادي برخه کې د TAPI له لارې کولی شي د انرژي په برخه کې له اوږدمهاله ستونزو څخه وژغورل شي، او په دې توګه به د سیمې په کچه یو لوی اقتصادي بهیر رامنځته شي.


په ټوله سیمه کې د TAPI پرانیسته د یو نوي خو ستر اقتصادي څپرکي پیل ګڼل کېږي. دا پروژه نه یوازې د انرژۍ لېږد لپاره یو لوی ګام دی بلکې د سیمه ییزې همکارۍ او سولې لپاره هم یو مهم سمبول دی. TAPI به د سیمې هېوادونه اقتصادي پیاوړتیا ته ورسوي او د نړیوالو اړیکو په ښه کولو کې به هم یو مهم رول ولوبوي. تر ګردو مهم به په افغانستان، پاکستان او هند کې ښه کاري شرایط برابر کړي.


Comments

Popular posts from this blog

انس شریف: د غزې وروستی خبر

  لیکنه: حنان حبیبزی  ۱۱ اګست ۲۰۲۵  د ماښام وروستۍ رڼا ورو ورو د غزې له کوڅو ووتله، لکه ښار چې د یوې ستړې او ژړا ډکې مور په ټکري کې پټېږي. د باروتو بوی د سوځېدلو ودانیو له لوګي سره ګډ ده، او هره ساه د ژوند او مرګ تر منځ د نرۍ کرښې په اوږدو کې اخیستل کېږي. انس شریف د یوې نیمه ورانې ودانۍ مخې ته ودرېد. د خاورو له منځه یو سپین، نازک کوچنی لاس ورو ورو راښکاره شو، له خاورو او وینو ډک دی، د ژوند وروستۍ هڅې په کې ښکاري. د مایک له لارې یې غږ خپور شو: "دلته، د ودانۍ لاندې، یوه کورنۍ له منځه تللې ده… خو ددې تنکي ماشوم لاسونه ښورېږي، زه یې وینم، لا ژوندی دی." د کمرې له شا یې په شونډو کې هغه نرمه خو زړوره مسکا وځلېده – ددې لپاره نه چې زړه یې خوشاله دی، بلکې  ددې لپاره چې پوهېده، هره زړورتیا او هره مهرباني باید ددې جګړې د تیارو په وړاندې ودرېږي. د هغه ملګرو ورته ویل: – انسه، ته خو په دې لمبو کې هم خندا کولی شې! انس ورو ځواب ورکړ: – که موږ خندل بند کړو، دروغ به د رښتیا ځای ونیسي. له همدې سره یې په ژوندۍ خپرونه کې یې ددې ماشوم د ژغورنې هڅه پیل کړه. مخکې ولاړ، په یوې نرۍ کوڅه کې درې...

کرکتنه: هواجس، د طه درویش ادبي خاطرې

لیکنه حنان حبیبزی  ادب هغه هنداره ده چې د انسان د زړه پټې خبرې او د ذهن ناڅاپي اغیز په کې انځورېږي. کله چې لیکوال د خپلې ددننۍ نړۍ خبرې د کلیمو په لالهانده روان کې واچوي، لوستونکی د یوه بل انسان د زړه له کیسو او فکر د سیند د څپو شاهد ګرځي. د طه درویش کتاب  هواجس  همداسې یو اثر دی: ډاکتر درویش د اردون د عمان دې او هلته د ژورنالیزم په پوهنځي کې  د استادۍ ترڅنګ ښه ادیب هم دی. نوموړی  په دې وروستیو کې راغلی وو، د خپل کتاب یوه کاپي يې هم راکړه چې کله مې ولوسته نو ډيره مې په زړه پورې ومونده. نوموړی پخپل کتاب کې د ژوند هسکو او ټیټو، د فکر د غلي فریاد او د ناڅاپي علمي سفرونو یو ادبي انځور رادمخه کوي چې په هغې کې نورو انسانانو ته د زده کړو یوه لار پرانیزي. د کتاب نوم هواجس دی او په عربي ژبه دی، د کتاب نوم د اثر د منځپانګې دروازې پرانیزي. هواجس د زړه هغه ناڅاپي خيالات، وسوسې او اندېښنې دي چې انسان یې کله هم په ښکاره ژبه نه وایي خو د فکر په ژورو کې یې احساسوي. په ادبي بڼه، دا نوم د یو دننني ډیالوګ نښه ده چې لیکوال  پکې له خپل رب، له خپل ضمیر، او له خپل ځان سره خ...

د نښپوهنې د نظريو تاريخي بهير

لیکنه: حنان حبیبزی د نښپوهنې تاريخ ښيي چې د مانا، نښې او تعبیر د پوهېدو مفاهيم د وخت په تېرېدو سره پراخ شوي او ژور شوي دي. فرديناند دي ساسور (1857–1913) د دې علم بنسټ د «نښه» پر جوړښت کېښود. د ده په وینا نښه د «اشاري بڼه» او «اشاره شوي مفهوم» تر تړاو جوړه ده، او "دا تړاو د ژبې د ټولنیزو اصولو له مخې ثابت کېږي. په دې اساس مانا د ژبني نظام د ګډو توافقاتو له لارې رامنځته کېږي او نسبتاً ثابته پاتې کېږي" (Saussure, 1916). چارلس پېرس (1839–1914) بيا د مانا مفهوم نور هم خوځنده او فکري کړ. د هغه د درې‌ګونې نښې ماډل (Object, Sign, Interpretant) له مخې مانا په یوه روان ذهني بهیر کې رامنځته کېږي. دلته نښه یواځې لغوي ارزښت نه لري، بلکې ذهن یې د تفسیر، پرتله، اشارې او استدلال له لارې تل تعبیر ته بیايي. نو "مانا د فکري حرکت او سیاقي بدلون پایله ده، نه د یوه ثابت جوړښت پایله" (Peirce, 1955). رولان بارت (1915–1980) بیا نښپوهنه د ژبې له پولو څخه کلتور ته وغځوله. هغه وښوده چې نښې یوازې لغوي توکي نه دي، بلکې د ټولنیزو ارزښتونو، باورونو، قدرتي ایدیالوژیو او فرهنګي احساساتو د تولید وسیل...