د ډیجیټلي څارنې او نفوذ تیوري (TDSI)

انځور د لیکوال دی څیړنیزه لیکنه: څیړنه او لیکنه: حنان حبیبزی د ډیجیټلي څارنې او نفوذ تیوري (TDSI) دا نظریه یا تیوري د حنان حبیبزي له خوا وړاندې شوې او پراخه شوې ده چې د چامسکي او هارمن د "رضایت د تولید" پر ماډل ولاړه ده، خو حبیبزي دا نظریه د عصري ټیکنالوژۍ او ډیجیټلي وسایلو په چوکاټ کې نوره هم پراخه کړې ده. د څیړونکی په توګه يې حبیبزی د TDSI په وسیله په دې بحث کوي چې څه ډول د ټولنیزو رسنیو الګوریتمونه، خپللاسي یا مصنوعي ځیرکتیا، او د ژور جعل ټیکنالوژي د خلکو د لیدلوریو، اندونو، او چلندونو د بدلولو لپاره کارول کېږي. دا نظریه د عصري ټیکنالوژۍ او ډیجیټلي وسایلو په مرسته د خلکو پر افکارو او نظریاتو باندې د اغېزې څرنګوالی تشریح کوي. په ټولنیزو رسنیو کې، نوماندې څېرې او اغیزلرونکي اشخاص یا انفلوینسران د خلکو پر ذهنونو او باورونو باندې د اغیز (نفوذ) لپاره خورا کارنده وسیلې ګرځېدلي دي. دې اشخاصو په لوی شمیر کې د مینه والو یا تعقیب کونکو ترمنځ د باور، درناوي، او متابعت فضا جوړه کړې ده، او د دوی اندونه یا ملاتړ په پراخه کچه منل کېږي. حکومتونه، شرکتونه، او سازمانونه له دې اړیکو ...