پوهنه لومړیتوب کړی: داد اقتصاد او پرمختګ بنسټ دی
ښوونه روزنه باید د هیواد لومړیتوب وي او ترګردو لویه کلنۍ بودیجه ولري چې په پرمختیا او معیاري کولو کې یې هر کال پانګونه وشي. نن ورخ کانونه، پټرول او غاز د نړۍ لوی اقتصادونه نه جوړوي بلکې د اقتصاد بنسټ پنځماتیک (ټیکنالوجي) ده، که هغه فزیکي پنځون (ټیکنالوجي) ده، او که هغه نرم پنځون (ډیجټل ټیکنالوجي) ده، د سترو اقتصادونو سرچینې دي. لکه تیسلا، لکه فیسبوک، لکه ګوګل، لکه امازون او نور. داد پوهنې کمال دی چې انسان ته دا اسباب برابروي چې هغه پرې خپله پرې اقتصادي ګټې ترلاسه کړي او نورو خلکو ته پوهنیزې او کاري اسانتیاوې رامنځته کړي چې له دې سره په ټولنه کې بیوزلي له منځه ځي.
د بیوزلۍ لومړنی لامل په ټولنه کې د ډيرو وګړو بې تعلیمي ده. ملګري ملتونه وايي چې د نړیوال غربت یوازینی حل د پوهنې په پرمختیا کې دی په ځانګړي ډول په هغو ټولنو کې چې بیوزلي پراخه ده. هلته باید داسې پوهنه عامه شي چې بیوزلي خلک وکولای شي مسلکي مهارتونه زده کړي، او په اقتصادي توګه يې پخپلو پښو باندې ودروي.
پوهنه هغه بهیردی چې یوکس يې له بل څخه ترلاسه کوي یا بل ته پوهه لیږدوي. په دې ډول یوسړی د ورځني ژوند لپاره اړین مهارتونه ترلاسه کوي یايي رامینځته کوي. ګټوره ټولنیزه ناسته پاسته زده کوي، د پرمختګ لپاره استدلال ته وده ورکوي، او نورو وګړو ته د کار شرایط برابروي، او زده کوي چې څه ډول د سمو او ناسمو مالوماتو توپیر وکړي. د زده کړې موخه دا ده چې له یو کس سره مرسته وکړي چې ژوند په ښه توګه پرمخ بوځي او داسې څوک ترې جوړ شي چې تولیدي یا صنعتي وړتیاوې ولري، او د ټولنې له غوړیدا سره مرسته وکړي.
هغه خلک چې ښوونځي ته تللي او بیا د زده کړې لوړې کچې ته رسیدلي ډیر د کار وړ ګڼل کیږي، او ښايي ډیرعاید ترلاسه کړي. د مخ په ودې او ټیټ عاید لرونکو هیوادونو کې، د بیلګې په توګه، د زده کړې د هر کال په بدل کې د یو کس په عاید کې لس سلنه زیاتوالی اټکل شوی دی. همدا یو له سترو دلایلو څخه دی چې پلرونه هڅه کوي چې خپل ماشومان تر کېدوني بریده ښوونځي ته واستوي. پوهنه د یو کس سره مرسته کوي چې د لوستلو، لیکلو، خبرې کولو او اوریدلو په زده کولو سره د ښو او کارنده اړیکو مهارتونو ته وده ورکړي. پوهنه له یو فرد سره مرسته کوي چې د دندې لومړنۍ وړتیاوې پوره کړي او دوی ته د غوره دندې د خوندي کولو شونتیا وربښي.
پوهنه منطقي فکر ته وده ورکوي، دا د یوکس په روزنه کې خورا ارزښتناکه مساله ده چې د خبرو او اړیکو پرمهال وخت او ځای ته په کتو اړین استدلال وکړي چې بریالۍ اړیکي ټينګې کړي.
پوهنه انسان ته د نوښتونو او د وخت د ښې کارونې وړتیا ورکوي. دا دوه مهم توکي دي چې په هره سیالۍ کې تاسې د نوملړ په سر کې راولي. همدا خبره ده چې هیوادونه د ماشومانو او لویانو لپاره زده کړې ته د اسانه لاسرسی او د هغوی د پوهنیزې ودې لپاره کار کوي. پوهنه په ژوند کې له شخصي او ټولنیزو موخو او د خلکو له راتلونکې هوساینې سره نږدې تړاو لري.
په ځانګړي ډول په ټولنه کې چې ښځې پوهنه ولري نو د میرمنو د پوړ ترمنځ کاري اسانتیاوې پیدا کېږي، په دې توګه پنځوس سلنه د هیواد اقتصاد پرمختګ کوي. ځکه د سړیو ترڅنګ ښځې هم په کار بوختیږي او ددې لپاره چې ښځې د یوې ټولنې پنځوس سلنه جوړوي نو د هیواد د اقتصادي پرمختیا او غوړیدا سره پوره مرسته کوي.
د نړیوال بانک یو راپور موندلې چې په بیوزلو هیوادونو کې د زیږون پرمهال د ښځو ترمنځ د مړینې یو لامل ناپوهي یا بیسوادي ده. د ښځو له زده کړې سره د میرمنو ترمنځ د مړینې کچه کمیږي، که هغه د امیندوارۍ له کبله ده، یا کیدای شي روغتیايي مرستو ته لاسرسی ونلري، نو که دغلته یوه زده کړې میرمن وي نو په بیړني حالت کې له دې ناروغې سره تر کیدوني بریده مرسته وکړي. پوهنه د خوشالې کورنۍ په جوړښت کې ډيره مهمه ده او د ماشومانو ترمنځ د ناروغیو کچه کموي.
Comments
Post a Comment