د ډیجیټلي څارنې او نفوذ تیوري (TDSI)
![]() |
انځور د لیکوال دی |
څیړنیزه لیکنه:
څیړنه او لیکنه: حنان حبیبزی
د ډیجیټلي څارنې او نفوذ تیوري (TDSI)
دا نظریه یا تیوري د حنان حبیبزي له خوا وړاندې شوې او پراخه شوې ده چې د چامسکي او هارمن د "رضایت د تولید" پر ماډل ولاړه ده، خو حبیبزي دا نظریه د عصري ټیکنالوژۍ او ډیجیټلي وسایلو په چوکاټ کې نوره هم پراخه کړې ده. د څیړونکی په توګه يې حبیبزی د TDSI په وسیله په دې بحث کوي چې څه ډول د ټولنیزو رسنیو الګوریتمونه، خپللاسي یا مصنوعي ځیرکتیا، او د ژور جعل ټیکنالوژي د خلکو د لیدلوریو، اندونو، او چلندونو د بدلولو لپاره کارول کېږي. دا نظریه د عصري ټیکنالوژۍ او ډیجیټلي وسایلو په مرسته د خلکو پر افکارو او نظریاتو باندې د اغېزې څرنګوالی تشریح کوي. په ټولنیزو رسنیو کې، نوماندې څېرې او اغیزلرونکي اشخاص یا انفلوینسران د خلکو پر ذهنونو او باورونو باندې د اغیز (نفوذ) لپاره خورا کارنده وسیلې ګرځېدلي دي. دې اشخاصو په لوی شمیر کې د مینه والو یا تعقیب کونکو ترمنځ د باور، درناوي، او متابعت فضا جوړه کړې ده، او د دوی اندونه یا ملاتړ په پراخه کچه منل کېږي. حکومتونه، شرکتونه، او سازمانونه له دې اړیکو څخه په اغېزمنه توګه ګټه اخلي ترڅو د خپلو موخو لپاره ځانګړي پیغامونه خلکو ته ورسوي. دا چاره په دې پنځو پړاونو کې ترسره کېږي.
۱. د اعتماد پر بنسټ اغیز
اغیزلرونکی له خپلو تعقیبونکو یا مینه والو سره نږدې او باوري اړیکي لري چې په دې سره دوی د خپل شخصي ژوند، نظرونو، او تجربو په اړه په پراخه توګه خبرې کوي. ددې له امله، تعقیبونکي په طبيعي ډول د دوی پر خبرو او نظرونو باور کوي او دا ددې لامل ګرځي چې د دوی له خولې یا د ټولنیزو رسنیو د پوسټ له لارې وړاندې شوي نظریات یا پیغامونه ژر تر ژره په خلکو باندې اغېزه وکړي. کله چې یو نومیالی کس د یو خاص محصول، نظریې، یا سیاسي دریځ ملاتړ کوي، نو خلک په چټکۍ سره ورته نظرونه خپلوي.
د بیلګې په توګه:
که یو مشهور اغیز لرونکی چې په ټولنیزو رسنیو کې زرګونه تعقیبونکي لري، د یوې سیاسي مفکورې یا یو تولید ملاتړ وکړي، نو د دوی تعقیبونکي دا نظر یا تولید ژر تر ژره مني، ځکه چې د دوی لپاره دا یو باوري شخص دی.
۲. د شخصي تجربو له لارې اغیز
اغیزلرونکي ډيری وخت د خپل ژوند او تجربو په اړه له خلکو سره داسې خبرې کوي چې خلکو ته نږدې او رښتیا ښکاري. دوی د خپلو تجربو په برخه کې د ځانګړو تولیداتو، اندونو، او سیاستونو په اړه د خپلو شخصي نظرونو له لارې د خلکو ذهنونه بدلوي. دا کار د خلکو په احساساتو باندې مخامخ تاثیر لري، ځکه چې خلک فکر کوي چې انفلوینسران یا اغیزلرونکي یوازې د هغوی د ګټو لپاره خبرې کوي.
د بیلګې په توګه:
یواغیزلرونکی چې د روغتیا په اړه خبرې کوي، که د یو ځانګړي رژیم یا روغتیايي اند ملاتړ وکړي، نو د خلکو په ذهن کې دا نظر غښتلی کېږي چې دا رژیم یا اند غوره دی، ددې لپاره چې دوی د اغیزلرونکي یا انفلوینسر تجربو ته د باوري مالوماتو په توګه ګوري.
۳. د پېژندنې او تقلید اغېز
اغیزلرونکي یا انفلوینسران د خپل ژوند او ژوند بڼه يې د خپلو مینه والو یا تعقیبونکو په وړاندې داسې وړاندې کوي چې ډېر خلک غواړي له دوی سره ځان مشابه کړي او له دوی سره ورته والی ولري. دا خلک فکر کوي چې که دوی هماغه اندونه، څرګندیدنه یا تولیدات واخلي چې اغیزلرونکي یې کاروي، نو دوی به هم د همدې بریا یا د همدې خوښۍ حالت ته ورسېږي. په دې ډول، نومیالي خلک د تقلید لامل ګرځي او خلک پرته له دې چې پوه شي، د اغیزلرونکو له خوا له وړاندې شويو پیغامونو او تولیداتو څخه متاثر کېږي.
د بیلګې په توګه:
که یو اغیزلرونکی د یو ځانګړي ګاډي، جامې، یا ژوندانه د بڼې ملاتړ وکړي، نو خلک هڅه کوي چې هماغه توکي واخلي یا هماغه اندونه خپل کړي، ځکه چې د دوی لپاره دغه مشهور شخص د تقلید وړ دی.
۴. د پروپاګند په پټه وړاندې کول
اغیزلرونکي ډېری وختونه هغه پیغامونه وړاندې کوي چې د حکومتونو، شرکتونو، یا سازمانونو له خوا ورکول شوي وي، خو دا پیغامونه د اغیزلرونکي د خپل اند یا تجربې په بڼه وړاندې کېږي. دا عمل ددې لامل ګرځي چې خلک پوه نشي چې دا یوه ترویجي یا پروپاګندیزه خبره ده یا رسنیز اعلان دی. د دې په ځای، خلک دا فکر کوي چې دا نظر یا تولید یوازې د اغیزلرونکي کس خپله خوښه ده خو په حقیقت کې، داد پروپاګند یوه لاره ده.
د بیلګې په توګه:
یو اغیزلرونکی شخصیت د چاپېریال ساتنې په برخه کې د یوې حکومتي پروژې ملاتړ کوي، خو داد خپلې تجربې په توګه وړاندې کوي. د تعقیبونکو لپاره دا یو بې پرې نظر ښکاري، خو په حقیقت کې، داد حکومت له خوا د عامه ملاتړ د ترلاسه کولو یوه لاره ده.
۵. د ټولنیز فشار او ورته والي اغېز
کله چې یو مشهور اغیزلرونکی یو نظر یا تولید په پراخه توګه وکاروي یايې خپور کړي، نو د هغه تعقیبونکي یا مینه وال د ټولنیز فشار احساس کوي او فکر کوي چې دوی هم باید دا اند یا تولید خپل کړي، تر څو د ډلې د نورو غړو په څېر شي او په ټولنه کې د درناوي وړ وګرځي. دا ټولنیز فشار خلک اړ باسي چې د اغیزلرونکي شخصیت د نظریو ملاتړ وکړي چې په دې توګه د خلکو ذهنونه او باورونه په چټکۍ سره بدلوي.
د بیلګې په توګه:
که یو اغیز لرونکی د سینګار د یو ځانګړي توکي یا سینګار د یوې بڼې یا اند ملاتړ کوي، نو ددې نومیالي شخص مینه وال یا تعقیبونکي هم غواړي چې ورته نظر ولري، ترڅو د خپلې ټولنې د نورو غړو په څېر شي او د ټولنیز فشار لاندې رانشي. د ټولنیزو رسنیو اغیزلرونکي او نومیالۍ څېرې د نفوذ لپاره ډېر اغېزمن رول لوبوي. دوی د باور، تقلید، شخصي تجربو او د پروپاګند په پټې بڼې سره په خلکو باندې اغېزه کوي او په چټکۍ سره د هغوی ذهنونه او باورونه بدلوي.
حنان حبیبزي په دې تیوري کې څلور اصلي عناصر روښانه کړي دي:
۱. الګوریتمي پروپاګند: څه ډول ټولنیزې رسنۍ د الګوریتمونو په وسیله مشخص مالومات ښيي او نور پټوي ترڅو خلک د یو ځانګړي پیغام په لوري هدایت شي.
۲. خپللاسې یا مصنوعي ځيرکتیا: څه ډول AI د کاروونکو شخصي مالومات تحلیلوي، او په پټه توګه د دوی اندونه او باورونه بدلوي.
۳. د ژور جعل ټیکنالوژي: څه ډول جعلي ویډیوګانې او غږونه جوړېږي چې د واقعیت د تحریفولو له لارې د خلکو نظرونه په ناڅرګنده توګه بدلوي.
۴. د کاروونکو څارنه: د خلکو د انلاین یا په لیکه فعالیتونو څارنه او په پرله پسې توګه د هغوی د مالوماتو راټولول چې د پروپاګند په جوړولو کې کارول کېږي.
لکه څنګه چې یادونه وشوه، په دې تیوري کې څلور بنسټيز عناصر را اخیستل شوي دي چې په ډیجیټلي نړۍ کې د پروپاګند د پرمختللو لارو چارو سپړنه کوي: الګوریتمیک پروپاګند، مصنوعي ځیرکتیا (AI)، د ژور جعل ټیکنالوژي (Deepfake)، او د کاروونکي څارنه. په لاندې ډول به یې هره برخه له بېلګو سره تشریح کړو.
۱. الګوریتمیک پروپاګند (Algorithmic Propaganda)
قضیه:
الګوریتمیک پروپاګند داسې کار کوي چې ټولنیزې رسنۍ د الګوریتمونو په مرسته هغه مواد او مالومات وړاندې کوي چې د کاروونکو د خوښیو او نظریاتو سره سمون لري. لومړی دا الګوریتمونه د کاروونکي د خوښې او ناخوښې شالید څیړي او بیا هغه مالومات ورلیږي چې د هغه له خوښ ناخوښ سره سمون ولري، دا الګوریتمونه ددې لپاره ډیزاین شوي دي چې یوازې ټاکلي نظریات خلکو ته ښکاره کړي او نور مخالف نظرونه پټ وساتي چې په پایله کې کاروونکي د "فېلټر ببل" اغېز لاندې راځي.
د بېلګې په توګه: فرض کړئ چې یو کاروونکی په فیسبوک کې د یو ځانګړي سیاسي ګوند یا دریځ په ملاتړ پوسټونه لایک کوي او شریکوي. فیسبوک به دا نظر درک کړي او هغه ته د ورته سیاسي ګوند یا دریځ نور پوسټونه او مالومات وړاندې کوي. په دې توګه، کاروونکی یوازې هغه مالومات ویني چې ددې دریځ ملاتړ کوي، او مقابل نظریات یا انتقادونه ورته نه ښوول کېږي. دا بهیر په ناڅرګنده توګه ترسره کېږي او کاروونکی د یوې ځانګړې نظریې ملاتړ ته هڅوي، پرته له دې چې هغه پوه شي.
فلتر ببل (Filter Bubble) څه دی:
دا هغه حالت دی چې پکې د ټولنیزو رسنیو او انټرنیټ الګوریتمونه د کاروونکو انلاین یا په لیکه فعالیتونو، خوښیو، او نظریاتو پر بنسټ یوازې هغه مالومات او محتوا وړاندې کوي چې د دوی د تمایلاتو او باورونو سره سمون لري. په دې حالت کې، کاروونکي یوازې هغه نظرونه او مالومات ویني چې د دوی د خوښیو او علاقې سره سم وي، او مخالف نظرونه یا بېلابېل نظریات له دوی پټ پاتې کېږي.
د فلتر ببل اغېز
فلتر ببل ددې لامل کېږي چې کاروونکي د محدودو اندونو او مالوماتو سره مخ شي او یوازې یوه ځانګړې فضا کې پاتې شي. په دې توګه، د دوی د نظریاتو پراختیا محدودېږي، او یوازې د یو ځانګړي نظر او باور د ملاتړ احساس ورسره وده کوي. دا حالت کولی شي د اندونو توندوالی او تعصبي شخړې زیاتې کړي ځکه چې خلک په پرلهپسې ډول یوازې هغه مالومات ویني چې د دوی له نظریاتو سره سمون لري.
د فلتر ببل یوه بېلګه
که یو کاروونکی په فېسبوک یا ټویټر کې په پرلهپسې ډول د چاپېریال ساتنې په اړه پوسټونه لایک کوي او شریکوي، نو د ټولنیزو رسنیو الګوریتمونه به ورته نور د چاپېریال ساتنې په اړه مالومات او پوسټونه وړاندې کړي، او د نورو مهمو مسالو په اړه مالومات به ترې پټ پاتې شي. په دې توګه، دا کاروونکی د فلتر ببل اغېز لاندې راځي او فکر کوي چې یوازې د چاپېریال ساتنې مساله مهمه ده، او نور موضوعات ورته څرګند یا اړین نه ښکاري.
فلتر ببل د خلکو پر نظرونو او باورونو باندې په سیده او ناسیده توګه اغېز لري او د مالوماتو او نظریاتو محدود شوی چاپیریال رامنځته کوي. ددې لپاره چې له فلتر ببل څخه ځان وژغورو، باید له بېلابېلو سرچینو څخه مالومات ترلاسه کړو او خپل ذهن خلاص وساتو، ترڅو د یوې ځانګړې فضا پر ځای د اسنادو او علمي دلایلو پر بنسټ له بیلابیلو اندونو او لیدلوریو سره اشنا شو.
۲. مصنوعي ځیرکتیا (Artificial Intelligence - AI)
قضیه:
مصنوعي ځیرکتیا د خلکو شخصي مالوماتو او ددوی انلاین یا په لیکه فعالیتونو د څارنې او تحلیل لپاره کارول کېږي، او په دې بنسټ ځانګړي پروپاګندیز پیغامونه جوړوي چې د دوی د خوښ ناخوښ اوعلاقې سره سم وي. د AI په مرسته دا پیغامونه داسې پلي کېږي چې هرڅوک یې په ځانګړي ډول د خپلو تمایلاتو له مخې ترلاسه کړي.
د بېلګې په توګه:
که یو کاروونکی په یوټیوب کې په پرله پسې ډول د چاپېریال ساتنې په اړه ویډیوګانې ګوري، نو د AI الګوریتمونه به د چاپېریال ساتنې په اړه ددې شخص د علاقې له مخې نورې ویډیوګانې او اعلانونه ور وړاندیز کړي. دا حالت داسې ښکاري چې دا اعلانونه یوازې د چاپېریال ساتنې لپاره دي، خو په حقیقت کې، دا شخص د یو ځانګړي سیاسي دریځ یا نظر په لور هدایت کېږي چې د چاپېریال ساتنې په نامه ورته وړاندې کېږي.
۳. د ژور جعل ټیکنالوژي (Deepfake Technology)
قضیه:
د ژور جعل ټیکنالوژي د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته جعلي ویډیوګانې او غږونه جوړوي چې په بشپړه توګه د ریښتینې پېښې په څېر ښکاري. دا جعلي ویډیوګانې او غږونه د حقیقت او دروغو ترمنځ توپیر کول ستونزمنوي او خلک د دروغجنو پیغامونو تر اغېز لاندې راولي.
د بېلګې په توګه:
په یوه ټاکنیزه منډه ترړه کې، که د یوه سیاسي مخالف په اړه یوه ژوره جعلي ویډیو خپره شي چې هغه د تاوتریخوالي یا نامناسب چلند په حال کې ښيي، نو خلک به دې ویډیو ته د واقعیت په توګه وګوري او د هغه په اړه به يې اند یا د ملاتړ چال چلند یا تعامل بدل شي. په حقیقت کې، دا ویډیو په بشپړه توګه جعلي ده، خو د ژور جعل ټیکنالوژي دا په داسې بڼه وړاندې کوي چې خلک یې ریښتیني ګڼي او په دې توګه يې په اسانه توګه د جعلي پیغامونو ښکار ګرځي.
۴. د کاروونکي څارنه (User Surveillance)
قضیه:
د کاروونکي څارنه په دې توګه ترسره کېږي چې ټولنیزې رسنۍ او ټیکنالوژۍ د خلکو انلاین فعالیتونه، لټونونه، خوښ ناخوښ او د هغوی نور شخصي مالومات راټولوي. دا څارنه د خلکو د اندونو او تمایلاتو په اړه د مالوماتو د ترلاسه کولو لپاره ترسره کېږي تر څو د دوی د کنټرول لپاره ځانګړي پروپاګندیز پیغامونه جوړ شي.
د بېلګې په توګه :
که یو کاروونکی په پرلهپسې ډول د مشخصو شیانو پلټنه کوي یا په یو ځانګړي ډګر کې خپله علاقه څرګندوي، د ټولنیزو رسنیو الګوریتمونه او د AI ټیکنالوژي ددې فعالیتونو له مخې د هغه په اړه مالومات ترلاسه کوي. د بېلګې په توګه، که یو کاروونکی په پرلهپسې توګه د یو ځانګړي شرکت د تولیداتو لټون کوي، نو فیسبوک یا انسټاګرام ورته د دغه شرکت نور اعلانونه او محصولات ښکاره کوي. دا کاروونکي نه پوهېږي چې دا ټول د دوی د څارنې پایله ده، او په پایله کې د مشخصو تولیداتو یا نظریاتو پر لور هدایت کېږي.
د حنان حبیبزي له خوا د ډیجیټلي څارنې او نفوذ تیوري (TDSI) یوه نوښتګره تیوري ده چې د عصري ټیکنالوژۍ او ټولنیزو رسنیو په مرسته د خلکو پر افکارو، چلندونو، او نظریاتو باندې د غیر مستقیم نفوذ څرنګوالی روښانه کوي. حبیبزی په دې تیوري کې دا وضاحت کوي چې څنګه ډیجیټلي وسایل او ټولنیزې رسنۍ د خلکو پر ذهنونو پټ او مخامخ اغېز لري. د TDSI له مخې، حکومتونه او لوی شرکتونه یا کارپوریشنونه اوس په سیستماتیکه توګه د خلکو ذهنونه د ټیکنالوژۍ په مټ کنټرولوي او د پروپاګند لپاره يې په ډیجیټلي نړۍ کې پراخه فضا رامنځته کړې ده.
دا تیوري په دې هم ټینګار کوي چې خلک باید د ډیجیټلي نړۍ د پروپاګند په اړه پوهاوی ولري او خپل ځانونه په هوښیارۍ سره وساتي ترڅو د مالوماتو په تحلیل کې خلاص لاس ولري او د پټو اغېزو ښکار نشي. ددې اغېزې څخه د ځان ساتلو لپاره، خلک باید یوازې د اغیزلرونکو شخصیتونو نظرونو ته په پټو سترګو اعتبار ورنکړي بلکې له بېلابېلو سرچینو څخه مالومات ترلاسه کړي او په ناپېیلي توګه د اندونو او تولیداتو په اړه څیړنه وکړي چې د پروپاګند په لومه کې ونه لویږي.
ددې څيړنې انګریزي بڼه دلته ولولی
Comments
Post a Comment