د سولې او یووالي جشن: د راشد خان پرتمین واده
![]() |
ددې عکس ملکیت د راشد خان دی |
لیکنه: حنان حبیبزی
د کابل ښار کوڅې، چې تل د ګڼې ګوڼې او شورماشور ډکې وي، نن هم په خپل ورځنیو چارو بوختې دي، خو د خلکو په څېرو یو ځانګړی روڼ والی او خوښي ځلېږي. دا خوښي د ډاډ او هیلو سره مله ده، ددې لپاره چې نن کابل د راشد خان د پرتمین واده مراسم ترسره کوي. دا واده نه یوازې یو له مشهورو پیښو څخه دي، بلکې د ټول هیواد لپاره د سولې، یووالي او هوسا ژوند سمبول دی.
د لسیزو راهیسې جګړې د کابل په آسمان تورې ورېځې خپرې کړې وې. د بمونو غږونه او د ویر ژړاګانې د خلکو ورځنی ژوند ګرځېدلی و. اوس، له دې ټولو ستونزو وروسته، سوله ییزه فضا ددې لامل وګرځیده چې د راشد خان د واده، د هغه د هیلو او خوشالۍ نوی څراغ دې په کابل کې رڼاګانې خپرې کړي. لنډه دا چې واده د افغانستان د اوسني امنیت او سولې څرګندوی دی، ځکه چې په څو لسیزو کې دا تر ټولو مشهور واده دی.
امپریال هوټل، چې د کابل په زړه کې پروت دی، د دې پرتمین واده لپاره په ځانګړي ډول سینګار شوی دی. د دې هوټل ښکلې ښکلا د افغاني او عصري هنرونو یو ښکلی ترکیب وړاندې کوي، او شاوخوا ګلابونه، ارغوان او نرګس داسې ښکاري لکه خپلو مېلمنو ته چې د سولې او امن زیری ورکوي.
په مراسمو کې د افغانستان له هر ګوټ څخه مشهور شخصیتونه او مېلمانه رابلل شوي دي. راشد خان نه یوازې یو تکړه لوبغاړی دی، بلکې د ملي ویاړ او یووالي نښه هم ده.
هغه د نړیوال کرکټ یو وتلی اتل او د ځوانانو لپاره یو الهام بخښونکی شخصیت دی. کابل خوښ دی، د راشد خان واده د هیواد په تاریخ کې د یوې تلپاتې ورځې په توګه ثبتېږي، هغه ورځ چې کلونه کلونه به پرې خبرې کېږي. خلک غواړي چې د دې مراسمو برخه وي او د هغه په خوشالۍ کې شریک شي.
دا واده یوه تلپاتې پیښه ده، چې د خلکو په زړونو کې به په مینه او ویاړ سره ژوندی پاتې شي. دا نه یوازې د ملي یووالي سمبول دی، بلکې د راشد خان مینه او وفاداري هم څرګندوي چې هغه د نړیوال نوم او نښان سره سره د ټولې نړۍ په پرتله خپل هېواد د خپل ژوند د تر ټولو مهم پړاو لپاره غوره وګاڼه، ترڅو د خپل واده خوشالي پکې ونیسي.
په دې توګه خان صاحب ته یې د واده مبارکي او دژوند په نوي پړاو کې ورته بریاوې او خوشالي غواړم.
Comments
Post a Comment