شخص محوره مشورتي نظریه
![]() |
شخص محوره مشوره |
کارل راجرز (1902-1987) د شخص-محوره مشورتي تیورۍ بنسټګر وو. دا نظریه په دې باور ولاړه ده چې هر انسان فطري وړتیا لري چې خپل بشپړ پوتانسیل ته ورسېږي، او راجرز دې وړتیا ته "د ځاني رسیدا تمایل" (Actualising Tendency) ویلي دی.
دا مشورتي لاره چاره "شخص-محوره" ځکه نومول شوې چې د فرد احساساتو، تجربو، او نړۍلید ته پکې اساسي ارزښت ورکول کېږي. دا نظریه باور لري چې هر فرد باید د خپلو ستونزو د اواري لپاره پخپله ځواکمن شي، نه دا چې مشاور ورته حل پیدا کړي.
راجرز استدلال کاوه چې هر څوک که مناسب ملاتړ ولري کولی شي خپلو وړتیاوو ته وده ورکړي او د ژوند ستونزو ته د حل رغنده لارې چارې ومومي. له دې لارې مشورتي ناستې خپله د مشوره اخیستونکي له خوا مخته ویوړل شي، او اصلي سلاکار یوازې د لارښود په توګه ونډه ولري، نه د واکمن یا مدیر په توګه.
په دې توګه، مشاور نه قضاوت کوي، نه انتقاد کوي، او نه هم په مشوره اخیستونکي خپلې حللارې ور تپي بلکې فرد ته فرصت ورکوي چې خپله مساله وڅېړي، احساسات یې وپیژني او د حل لاره يې ومومي. دا لاره د دودیزې رواندرملنې له لارچارو سره توپیر لري او د باور یا اعتماد، همدردۍ، او د منلو پر بنسټ ولاړه ده.
Comments
Post a Comment