Skip to main content

د هیګل دیالیکټیک څه دی


حنان حبیبزی 
په افغانستان کې روانه جګړه د هیګل د ډیالیکټیک له مخې ترسره کيږي:

ستونزه - غبرګون ~ د حل لاره


هیګل په دې باور وو چې نړۍ دمخامختیا یا تضاد په بنسټ ولاړه ده. ده ویلذهر شی چې د مخلوقاتو په نړۍ کې ګورو یو ضد لري.  
دده مفکوره په درې اصولو باندې ولاړه وه :
۱. قضیه thesis  
۲. د قضیې مخالفت anti thesis  
۳. تړاو یا synthesis
 دده په نظر د ټولنې حالت دوه لوري لري،  یو روان حالت دی او بل یې په وړاندې غبرګون دی ، ددې دواړو له مخامختیا څخه  تړاو او پایله لاسته رازي.  
دې  نظریې ته یې د دیالیکتیک نوم ورکړ. 

ستونزه - غبرګون ~ د حل لاره. 
دې درې چارو ته یوه سرچینه لاره برابروي. 

۱. د خلکو ترمنځ جنجال، کړکیچ یا شخړه زیږوي.
۲. بیا ددې جنجال په اړه د رسنیو له لارې بوختونکي د هیلې او نهیلۍ ترمنځ غبرګونونه راپورته کوي.
۳. بیا دې کړکیچ ته د حل لاره وړاندې کوي. 
اصلي موخه په عامو خلکو باندې د ولکې ترلاسع کول دي،  چې خلک تر خپل احسان لاندې راولي او کنټرول یې ترلاسه کړي. 

مارکس او انګلس روسته بیا لینین د هیګل د دیالکتیک ټکی د خوزښت او اوښتون لپاره وکاروه چې په ټولو برخو لکه اقتصادي، سیاسي او پوځي بزخو کې یې ترې کار واخیست.  

د افغانستان په د تیرې څلویښت کلنې جګړې شننه هم د همدې له مخې شونې ده، ځکه چې د جګړې اوږدوالی او جوړښت د هیګل په دیالکتیک باندز ولاړ دی. هغه پالیسي جوړونکو، د ځواکمنو هیوادونو لکه د لویدیځ او ختیځ په دې ډول د افغانستان خلاف دا دیالکتیک کارولی دی چې افغنان  یې تل په جګړو کې بوخت ساتلي او د یوبل په وړاندې یې جنګولي دي. د بیلګې په توګه هغه نړیوال ځواکونه چې په افغانستان کې ګټې لذي داسې اپوځي او اقتصادي او سیاسي تګلارې جوړوي چې خپله افغان ټولنه په مستقیم او غیر مستقیم، ددوی د ګټو لپاره وجنګیږي.

د هیګل دیالکتبک جاطلبه او جنګ غوښتونکوسیاستوالو او جنرالانو ته لارې چارې په لاس ورکوي چې رسنۍ څه ډول د خپلې بریا لپاره وکاروي. که د جمهوریت پرمهال د افغانستان رسنیو ته وګورو ددولت په لاس د ملکي خلکو د وژنې د خبرونو په اړه نرم نظر ورکوي چې رضایت رامنځته کړي. ډیری رسنۍ د دولت فساد او نیمګړتیاوې او پڅ ملکي فعالیتونه د تحقیق او پوښتنو ګرویږنو لپاره نه دی غوره کړی.
ډیری رسنوال د ګواښونو له کبله خپل ځانونه سانسور کول. که یو بې پرې خبریال غواړي چې ددولت په ناسمو کړنو سالمه او مسلکي نیوکه وکړي نو دوی لومړني کسان وي چې دغه خبریال یا څیړونکی په عجیبو او غریبو نومونو تورنوي. 
ددې ډيرې بیلګې شته دي که تاسې د افغانستان خبرونه په ځیر سره ولولی له حکومتي خبرونو سره هیڅ توپیر نلري. که حکومت یوه ادعا وکړي نو خبریالان د هغې د سپیناوي لپاره څیړنې نه کوي، هماغه ددولتي ویاند خبرې په دې دلیل چې د دولتي سرچینې له خوا ویل شوي دي کټ مټ خپروي او په ټولو تحقیقي اصولو پښې ږدي په داسې حال کې چې افغانستان د جګړې په حال کې دی او ټولې خواوې سیاسي اجنډاوې لري. 
اوټولې ډلې د جګړې له اصولو څخه سرغړونې کوي، خو رسنۍ ډيری وخت سترګې پرې پټوي.
د بیلګې په توګه، یوې نړیوالې رسنۍ چې د افغانستان په اړه ځانګړې خپرونې لري، د زابل په واده باندې دهوای  برید په اړه يې مالومات ددولتي سرچینو په مالوماتو ولاړ وو چې ګویا په دې برید کې ترهګر وژل شوي دي په داسې حال کې چې عیني شاهدانو او یوشمیر بې پرې رسنیو د ښځو او ماشومانو انځورونه وښوول چې په دې برید کې وژل شوي وو او لاسونه يې په نیکریزو سره وو او د واده جامي يې په بدن وو. 
یوه مهمه بیلګه
د هیګل دیالکتیک د همدې سپارښتنه کوي، بیلګه یې د کمونیزم د رسنیو تیوري ده چې له مخې يې ټولې رسنۍ  باید ددولت په مشرۍ فعالیت وکړي. ددې تیورۍ له مخې د دولت له خوا خبرونه ددولت له پنځه فلترونو څخه تیریږي بیا خپرولو ته وړاندې کيږي. تاسې به د شوروي اتحاد رسنۍ په یاد وي. په دې توګه،  د افغانستان اوسنی حالات د اتاریتیرین یا د کمونیزم په سبک مخته ځي. لوی لامل يې دادی چې په افغانستان کې جګړه ده او دولت هڅه کوي چې په خبري سرچینو باندې د مالوماتو په ورکړه کې محدودیتونه راولي چې رسنۍ مجبورې شي ددولتي چارواکو شرایط ومني. 
د هیګل د نظرې لویه ستونزه داده چې په ټولنه باندې د یوکس حاکمیت ته لار برابروي، د بیلګې په توګه په ریاستي سیستم کې چې خراب ترینه دیموکراتیک سیستم دی ولسمشرټول دولتي صلاحیتونه ځانته ځانګړي کوي،  ان د ولسوالۍ ترماموره هم د ولسمشر په امر ټاکل کیږي چې داد کورنیو چارو له وزارت څخه اجرای صلاحیت اخلي چې د دندې پرمهال بیا نشي کولای د فساد د مخنیوي لپاره رڼه تګلاره ولري، ځکه هغه په دې ډاډه نه وي چې دده وړاندیزونه به ومنل شي کنه؟ 
د مارکسیزم بنسټ
د همدې لپاره مارکس د هیګل له دې نظريې اغیزمن شواوبیايي د پانګوال په نامه کتاب ولیکه. نو د کمونیزم بنسټ دغه تیوري ده چې قدرت غوښتونکي دولتونه یې په وګړو باندې د کنټرول د پراخولو او سختولو لپاره کاروي. 
لکه د شپې عملیات یا په کلیو باندې هوايي عملیات یا سختې ربړونې چې د پولیسو او پوځيانو له خوا ترسره کيږي، یا جګړې ته څیرمه خلک خوارځواکۍ او بیوزلۍ ته اچول یا د ټولنې یوه مهمه برخه له پوهنې بې برخې کيږي چې د عامو وګړو په زړونو کې ویره او وحشت خپور کړي چې ځانونه مظلوم وبولي او جرت له لاسه ورکړي او د دولت شرایط ومني یا د دولت په انتخاب کې مهمه ونډه له لاسه ورکړي. 
د مارکس ځکه دا تیوري خوښه شوه چې دعامو وګړو کنټرول دولتي واکمن او شتمن پوړ ته په لاس ورکوي چې عام خلک د هغوی د خدمت لپاره چمتوکړي، په ځانګړي ډول یاغي پوړ چې ددولت د سختو تګلارو منلو ته چمتو نه وي،  نومارکس دهیګل د تیوري شننه داسې وکړه چې عام خلک د کارګرو په پلمه د دولت بې مزده غلامان وګرځوي.

Comments

Popular posts from this blog

انس شریف: د غزې وروستی خبر

  لیکنه: حنان حبیبزی  ۱۱ اګست ۲۰۲۵  د ماښام وروستۍ رڼا ورو ورو د غزې له کوڅو ووتله، لکه ښار چې د یوې ستړې او ژړا ډکې مور په ټکري کې پټېږي. د باروتو بوی د سوځېدلو ودانیو له لوګي سره ګډ ده، او هره ساه د ژوند او مرګ تر منځ د نرۍ کرښې په اوږدو کې اخیستل کېږي. انس شریف د یوې نیمه ورانې ودانۍ مخې ته ودرېد. د خاورو له منځه یو سپین، نازک کوچنی لاس ورو ورو راښکاره شو، له خاورو او وینو ډک دی، د ژوند وروستۍ هڅې په کې ښکاري. د مایک له لارې یې غږ خپور شو: "دلته، د ودانۍ لاندې، یوه کورنۍ له منځه تللې ده… خو ددې تنکي ماشوم لاسونه ښورېږي، زه یې وینم، لا ژوندی دی." د کمرې له شا یې په شونډو کې هغه نرمه خو زړوره مسکا وځلېده – ددې لپاره نه چې زړه یې خوشاله دی، بلکې  ددې لپاره چې پوهېده، هره زړورتیا او هره مهرباني باید ددې جګړې د تیارو په وړاندې ودرېږي. د هغه ملګرو ورته ویل: – انسه، ته خو په دې لمبو کې هم خندا کولی شې! انس ورو ځواب ورکړ: – که موږ خندل بند کړو، دروغ به د رښتیا ځای ونیسي. له همدې سره یې په ژوندۍ خپرونه کې یې ددې ماشوم د ژغورنې هڅه پیل کړه. مخکې ولاړ، په یوې نرۍ کوڅه کې درې...

کرکتنه: هواجس، د طه درویش ادبي خاطرې

لیکنه حنان حبیبزی  ادب هغه هنداره ده چې د انسان د زړه پټې خبرې او د ذهن ناڅاپي اغیز په کې انځورېږي. کله چې لیکوال د خپلې ددننۍ نړۍ خبرې د کلیمو په لالهانده روان کې واچوي، لوستونکی د یوه بل انسان د زړه له کیسو او فکر د سیند د څپو شاهد ګرځي. د طه درویش کتاب  هواجس  همداسې یو اثر دی: ډاکتر درویش د اردون د عمان دې او هلته د ژورنالیزم په پوهنځي کې  د استادۍ ترڅنګ ښه ادیب هم دی. نوموړی  په دې وروستیو کې راغلی وو، د خپل کتاب یوه کاپي يې هم راکړه چې کله مې ولوسته نو ډيره مې په زړه پورې ومونده. نوموړی پخپل کتاب کې د ژوند هسکو او ټیټو، د فکر د غلي فریاد او د ناڅاپي علمي سفرونو یو ادبي انځور رادمخه کوي چې په هغې کې نورو انسانانو ته د زده کړو یوه لار پرانیزي. د کتاب نوم هواجس دی او په عربي ژبه دی، د کتاب نوم د اثر د منځپانګې دروازې پرانیزي. هواجس د زړه هغه ناڅاپي خيالات، وسوسې او اندېښنې دي چې انسان یې کله هم په ښکاره ژبه نه وایي خو د فکر په ژورو کې یې احساسوي. په ادبي بڼه، دا نوم د یو دننني ډیالوګ نښه ده چې لیکوال  پکې له خپل رب، له خپل ضمیر، او له خپل ځان سره خ...

د نښپوهنې د نظريو تاريخي بهير

لیکنه: حنان حبیبزی د نښپوهنې تاريخ ښيي چې د مانا، نښې او تعبیر د پوهېدو مفاهيم د وخت په تېرېدو سره پراخ شوي او ژور شوي دي. فرديناند دي ساسور (1857–1913) د دې علم بنسټ د «نښه» پر جوړښت کېښود. د ده په وینا نښه د «اشاري بڼه» او «اشاره شوي مفهوم» تر تړاو جوړه ده، او "دا تړاو د ژبې د ټولنیزو اصولو له مخې ثابت کېږي. په دې اساس مانا د ژبني نظام د ګډو توافقاتو له لارې رامنځته کېږي او نسبتاً ثابته پاتې کېږي" (Saussure, 1916). چارلس پېرس (1839–1914) بيا د مانا مفهوم نور هم خوځنده او فکري کړ. د هغه د درې‌ګونې نښې ماډل (Object, Sign, Interpretant) له مخې مانا په یوه روان ذهني بهیر کې رامنځته کېږي. دلته نښه یواځې لغوي ارزښت نه لري، بلکې ذهن یې د تفسیر، پرتله، اشارې او استدلال له لارې تل تعبیر ته بیايي. نو "مانا د فکري حرکت او سیاقي بدلون پایله ده، نه د یوه ثابت جوړښت پایله" (Peirce, 1955). رولان بارت (1915–1980) بیا نښپوهنه د ژبې له پولو څخه کلتور ته وغځوله. هغه وښوده چې نښې یوازې لغوي توکي نه دي، بلکې د ټولنیزو ارزښتونو، باورونو، قدرتي ایدیالوژیو او فرهنګي احساساتو د تولید وسیل...