Skip to main content

جنرال دوستم غواړي چې افغانان سورې ته د ترکې د دفاع لپاره ولیږي


حنان حبیبزی

جنرال دوستم د ترکې له ولسمشر سره کتنه کې له هغه وغوښتل چې د افغانستان ازبک توکمي او ترکمنان د کوردانو پخلاف جګړه کې دده تر مشرۍ لاندې استخدام کړي.

 دوستم دوه ورځې وړاندې په ترکیه کې له ولسمشر اردوغان سره په خبرو کې سلا وکړه چې د افغانستان له شمالي ولایتونو څخه دده ملاتړي سورې ته ولیږي. په شمالي ولایتونو کې دوستم په لسګونو وسله وال ملاتړي لري چې کله ناکله يې دلته او هلته د نمایش لپاره راباسي. دغه وسله وال يې ددې لپاره ساتلي دي چې چیرته جګړه پیل شي او دی پرې سوداګري وکړي.

 په ټوله کې افغانستان د وسله والې جګړې د تجارت پر ډګر بدل شوی دی، که نړیواله ټولنه وغواړي په پنځه کلونو کې افغانستان د هانګ کانګ هومره ښایسته جوړیدای شي او دغه پیسې چې په دې اتلس کلونو کې په جګړه ولګیدې که د افغانستان په بیارغاونه لګیدلې وای نواوس به ډیر افغانان په کاربوخت وو او هیواد به د پرمختګ په لوړو پورته روان وو. 

نن ورځ په افغانستان کې د حکومت جوړولو او لرې کولو موخې شخصي اود بهرنیوهیوادونو له ملي ګټو سره تړاوو لري او افغانان يې په جګړو کې بوخت ساتلي دي. ځان ځاني دومره پراخ ده چې خلک د خپل او اولاد د سر د ساتلو لپاره خوندي ځای نلري.

 د افغانستان حالت په داسې حال کې دی چې اته پنځوس په سلو کې افغانان صحي خوړو او صحي اوبو ته لاس رسی نلري . دوستم د عامو خلکو د بیوزلۍ څخه په ګټه اخیستنه خلکو ته د مالي عاید ژمنې ورکوي چې په سوریه کې يې د اروغان جګړې ته چمتو کړي.

 لکه په تیرو کلونو کې چې محمد محقیق هزاره توکمي افغانان د ایران د دفاع لپاره د پیسو په بدل کې سورې ته ولیږل او هلته يې د فاطمیونو په نامه یو کنډک جوړ کړ چې اوس بیرته افغانستان ته راستانه شوي دي او په کابل، میدان ښار ، ارزګان ، غزني او جاغوري کې ځای په ځای شوي دي او د خلکو په ځورولو بوخت دي. 

افغانستان که دجنګسالارانو له خوا د بهرنیو هیوادونو جګړو ته د افغان جنګیالیو د لیږلو مخنیوی ونکړي، دابه د افغانستان امنیت په اوږده مهال کې سم سمکي ته پرینږدي.  

یادونه: دا خبر ماته له جوزجان څخه د دوستم د نژدې کسانو له خوا رالیږل شوی دی.

Comments

Popular posts from this blog

انس شریف: د غزې وروستی خبر

  لیکنه: حنان حبیبزی  ۱۱ اګست ۲۰۲۵  د ماښام وروستۍ رڼا ورو ورو د غزې له کوڅو ووتله، لکه ښار چې د یوې ستړې او ژړا ډکې مور په ټکري کې پټېږي. د باروتو بوی د سوځېدلو ودانیو له لوګي سره ګډ ده، او هره ساه د ژوند او مرګ تر منځ د نرۍ کرښې په اوږدو کې اخیستل کېږي. انس شریف د یوې نیمه ورانې ودانۍ مخې ته ودرېد. د خاورو له منځه یو سپین، نازک کوچنی لاس ورو ورو راښکاره شو، له خاورو او وینو ډک دی، د ژوند وروستۍ هڅې په کې ښکاري. د مایک له لارې یې غږ خپور شو: "دلته، د ودانۍ لاندې، یوه کورنۍ له منځه تللې ده… خو ددې تنکي ماشوم لاسونه ښورېږي، زه یې وینم، لا ژوندی دی." د کمرې له شا یې په شونډو کې هغه نرمه خو زړوره مسکا وځلېده – ددې لپاره نه چې زړه یې خوشاله دی، بلکې  ددې لپاره چې پوهېده، هره زړورتیا او هره مهرباني باید ددې جګړې د تیارو په وړاندې ودرېږي. د هغه ملګرو ورته ویل: – انسه، ته خو په دې لمبو کې هم خندا کولی شې! انس ورو ځواب ورکړ: – که موږ خندل بند کړو، دروغ به د رښتیا ځای ونیسي. له همدې سره یې په ژوندۍ خپرونه کې یې ددې ماشوم د ژغورنې هڅه پیل کړه. مخکې ولاړ، په یوې نرۍ کوڅه کې درې...

کرکتنه: هواجس، د طه درویش ادبي خاطرې

لیکنه حنان حبیبزی  ادب هغه هنداره ده چې د انسان د زړه پټې خبرې او د ذهن ناڅاپي اغیز په کې انځورېږي. کله چې لیکوال د خپلې ددننۍ نړۍ خبرې د کلیمو په لالهانده روان کې واچوي، لوستونکی د یوه بل انسان د زړه له کیسو او فکر د سیند د څپو شاهد ګرځي. د طه درویش کتاب  هواجس  همداسې یو اثر دی: ډاکتر درویش د اردون د عمان دې او هلته د ژورنالیزم په پوهنځي کې  د استادۍ ترڅنګ ښه ادیب هم دی. نوموړی  په دې وروستیو کې راغلی وو، د خپل کتاب یوه کاپي يې هم راکړه چې کله مې ولوسته نو ډيره مې په زړه پورې ومونده. نوموړی پخپل کتاب کې د ژوند هسکو او ټیټو، د فکر د غلي فریاد او د ناڅاپي علمي سفرونو یو ادبي انځور رادمخه کوي چې په هغې کې نورو انسانانو ته د زده کړو یوه لار پرانیزي. د کتاب نوم هواجس دی او په عربي ژبه دی، د کتاب نوم د اثر د منځپانګې دروازې پرانیزي. هواجس د زړه هغه ناڅاپي خيالات، وسوسې او اندېښنې دي چې انسان یې کله هم په ښکاره ژبه نه وایي خو د فکر په ژورو کې یې احساسوي. په ادبي بڼه، دا نوم د یو دننني ډیالوګ نښه ده چې لیکوال  پکې له خپل رب، له خپل ضمیر، او له خپل ځان سره خ...

د نښپوهنې د نظريو تاريخي بهير

لیکنه: حنان حبیبزی د نښپوهنې تاريخ ښيي چې د مانا، نښې او تعبیر د پوهېدو مفاهيم د وخت په تېرېدو سره پراخ شوي او ژور شوي دي. فرديناند دي ساسور (1857–1913) د دې علم بنسټ د «نښه» پر جوړښت کېښود. د ده په وینا نښه د «اشاري بڼه» او «اشاره شوي مفهوم» تر تړاو جوړه ده، او "دا تړاو د ژبې د ټولنیزو اصولو له مخې ثابت کېږي. په دې اساس مانا د ژبني نظام د ګډو توافقاتو له لارې رامنځته کېږي او نسبتاً ثابته پاتې کېږي" (Saussure, 1916). چارلس پېرس (1839–1914) بيا د مانا مفهوم نور هم خوځنده او فکري کړ. د هغه د درې‌ګونې نښې ماډل (Object, Sign, Interpretant) له مخې مانا په یوه روان ذهني بهیر کې رامنځته کېږي. دلته نښه یواځې لغوي ارزښت نه لري، بلکې ذهن یې د تفسیر، پرتله، اشارې او استدلال له لارې تل تعبیر ته بیايي. نو "مانا د فکري حرکت او سیاقي بدلون پایله ده، نه د یوه ثابت جوړښت پایله" (Peirce, 1955). رولان بارت (1915–1980) بیا نښپوهنه د ژبې له پولو څخه کلتور ته وغځوله. هغه وښوده چې نښې یوازې لغوي توکي نه دي، بلکې د ټولنیزو ارزښتونو، باورونو، قدرتي ایدیالوژیو او فرهنګي احساساتو د تولید وسیل...