Skip to main content

ددې کتاب له لارې د اړیکو د ژورې پوهېدنې لپاره ځان چمتو کړئ!


نوی په زړه پورې کتاب هرومرو يې ولولی

کتاب:


حبیبزی، ح. (۲۰۲۴). د خوځنده نېښانپوهنیز چارچلند (تعامل) دوام: په ډیجیټلي نړۍ کې د مانا جوړونې پوهنه.

په ډیجیټلي عصر کې په مانا باندې د پوهېدو نوې تیوري

په ننني ډیجیټلي پېرکې زموږ د اړیکو بڼه په ژوره توګه بدله شوې ده. نښې، سمبولونه، اشارې، او ان ساده ایموجیان نورې ثابتې ماناوې نلري بلکې دا په ریښتیني وخت کې په دوامداره توګه وده کوي او بدلېږي. ددې بدلون لامل هغه دریځونه (پلیټفارمونه) دي چې کارول کېږي، هغه چاپېریالونه چې ورسره مخامخ کېږي، او هغه خلک چې دا نښې درک کوي.

دا پیچلتیا ددې اړتیا زېږوي چې د اړیکو ژوره پوهه ترلاسه شي. د همدې لپاره د حنان حبیبزي وروستی کتاب "د متحرکې یا خوځنده نېښانپوهنیز چارچلند یا تعامل دوام (CDSI)" د زده کوونکو او ښوونکو لپاره یوه بې‌سارې سرچینه ده. دا کتاب د CDSI چوکاټ معرفي کوي - یوه داسې تیوري چې د کلاسیکي نېښانپوهنیزو موډلونو تش ځایونه ډکوي.

پداسې حال کې چې د ساوسور او پیئرس په څېر پخوانیو پوهانو د نښو د پوهېدنې لپاره بنسټ کېښود، د هغوی چوکاټونه د ننني ډیجیټلي پېر د ماناوو له چټکو بدلونونو سره د مقابلې لپاره جوړ شوي نه وو. د حبیبزي دا نوی لارښود د همدې اړتیا لپاره جوړ شوی دی چې پکې نښې د کاروونکو، ټکنالوژۍ، او شرایطو سره یوځای د مانا جوړونه کوي.

"سي ډي ایس ای یو داسې متحرک موډل دی چې موږ ته د نن ورځې د ډیجیټلي اړیکو د کارونې عملي پوهه راکوي" (حبیبزی، ۲۰۲۴).

زده کوونکي به دا کتاب د معاصرو اړیکو د سیستمونو د پوهېدلو لپاره خورا ګټور وبولي، په داسې حال کې چې ښوونکي کولای شي دا کتاب د نېښانپوهنې، رسنیزو زده کړو، او ډیجیټلي تعامل په اړه د ټولګیو د بحثونو لپاره وکاروي.

د عملي بیلګو پوره مجموعه

په دې کتاب کې وړاندې شوې بیلګې د موضوعات پراخه کچه پوښي، لکه د برانډینګ، ایموجیان، او نور. داد مفاهیمو او عملي کارونې ترمنځ واټن ختموي، زده کوونکو ته د مفاهیمو په ریښتینې نړۍ کې د کارونې چانس ورکوي.

د کتاب حواله:

حبیبزی، ح. (۲۰۲۴). د متحرک یا خوځنده نېښانپوهنیز تعامل دوام: په ډیجیټلي نړۍ کې د مانا جوړونې پوهه.
ناشر: لندن بوک پبلشر.
ISBN: 9781917618113

د پېرلو لپاره لینک:

کتاب په امازون کې ترلاسه کړئ

 ددې کتاب له لارې د اړیکو د ژورې پوهېدنې لپاره ځان چمتو کړئ!

 

Comments

Popular posts from this blog

انس شریف: د غزې وروستی خبر

  لیکنه: حنان حبیبزی  ۱۱ اګست ۲۰۲۵  د ماښام وروستۍ رڼا ورو ورو د غزې له کوڅو ووتله، لکه ښار چې د یوې ستړې او ژړا ډکې مور په ټکري کې پټېږي. د باروتو بوی د سوځېدلو ودانیو له لوګي سره ګډ ده، او هره ساه د ژوند او مرګ تر منځ د نرۍ کرښې په اوږدو کې اخیستل کېږي. انس شریف د یوې نیمه ورانې ودانۍ مخې ته ودرېد. د خاورو له منځه یو سپین، نازک کوچنی لاس ورو ورو راښکاره شو، له خاورو او وینو ډک دی، د ژوند وروستۍ هڅې په کې ښکاري. د مایک له لارې یې غږ خپور شو: "دلته، د ودانۍ لاندې، یوه کورنۍ له منځه تللې ده… خو ددې تنکي ماشوم لاسونه ښورېږي، زه یې وینم، لا ژوندی دی." د کمرې له شا یې په شونډو کې هغه نرمه خو زړوره مسکا وځلېده – ددې لپاره نه چې زړه یې خوشاله دی، بلکې  ددې لپاره چې پوهېده، هره زړورتیا او هره مهرباني باید ددې جګړې د تیارو په وړاندې ودرېږي. د هغه ملګرو ورته ویل: – انسه، ته خو په دې لمبو کې هم خندا کولی شې! انس ورو ځواب ورکړ: – که موږ خندل بند کړو، دروغ به د رښتیا ځای ونیسي. له همدې سره یې په ژوندۍ خپرونه کې یې ددې ماشوم د ژغورنې هڅه پیل کړه. مخکې ولاړ، په یوې نرۍ کوڅه کې درې...

کرکتنه: هواجس، د طه درویش ادبي خاطرې

لیکنه حنان حبیبزی  ادب هغه هنداره ده چې د انسان د زړه پټې خبرې او د ذهن ناڅاپي اغیز په کې انځورېږي. کله چې لیکوال د خپلې ددننۍ نړۍ خبرې د کلیمو په لالهانده روان کې واچوي، لوستونکی د یوه بل انسان د زړه له کیسو او فکر د سیند د څپو شاهد ګرځي. د طه درویش کتاب  هواجس  همداسې یو اثر دی: ډاکتر درویش د اردون د عمان دې او هلته د ژورنالیزم په پوهنځي کې  د استادۍ ترڅنګ ښه ادیب هم دی. نوموړی  په دې وروستیو کې راغلی وو، د خپل کتاب یوه کاپي يې هم راکړه چې کله مې ولوسته نو ډيره مې په زړه پورې ومونده. نوموړی پخپل کتاب کې د ژوند هسکو او ټیټو، د فکر د غلي فریاد او د ناڅاپي علمي سفرونو یو ادبي انځور رادمخه کوي چې په هغې کې نورو انسانانو ته د زده کړو یوه لار پرانیزي. د کتاب نوم هواجس دی او په عربي ژبه دی، د کتاب نوم د اثر د منځپانګې دروازې پرانیزي. هواجس د زړه هغه ناڅاپي خيالات، وسوسې او اندېښنې دي چې انسان یې کله هم په ښکاره ژبه نه وایي خو د فکر په ژورو کې یې احساسوي. په ادبي بڼه، دا نوم د یو دننني ډیالوګ نښه ده چې لیکوال  پکې له خپل رب، له خپل ضمیر، او له خپل ځان سره خ...

د نښپوهنې د نظريو تاريخي بهير

لیکنه: حنان حبیبزی د نښپوهنې تاريخ ښيي چې د مانا، نښې او تعبیر د پوهېدو مفاهيم د وخت په تېرېدو سره پراخ شوي او ژور شوي دي. فرديناند دي ساسور (1857–1913) د دې علم بنسټ د «نښه» پر جوړښت کېښود. د ده په وینا نښه د «اشاري بڼه» او «اشاره شوي مفهوم» تر تړاو جوړه ده، او "دا تړاو د ژبې د ټولنیزو اصولو له مخې ثابت کېږي. په دې اساس مانا د ژبني نظام د ګډو توافقاتو له لارې رامنځته کېږي او نسبتاً ثابته پاتې کېږي" (Saussure, 1916). چارلس پېرس (1839–1914) بيا د مانا مفهوم نور هم خوځنده او فکري کړ. د هغه د درې‌ګونې نښې ماډل (Object, Sign, Interpretant) له مخې مانا په یوه روان ذهني بهیر کې رامنځته کېږي. دلته نښه یواځې لغوي ارزښت نه لري، بلکې ذهن یې د تفسیر، پرتله، اشارې او استدلال له لارې تل تعبیر ته بیايي. نو "مانا د فکري حرکت او سیاقي بدلون پایله ده، نه د یوه ثابت جوړښت پایله" (Peirce, 1955). رولان بارت (1915–1980) بیا نښپوهنه د ژبې له پولو څخه کلتور ته وغځوله. هغه وښوده چې نښې یوازې لغوي توکي نه دي، بلکې د ټولنیزو ارزښتونو، باورونو، قدرتي ایدیالوژیو او فرهنګي احساساتو د تولید وسیل...