بشار اسد هغه دیکتاتور چې په زور ایسته شو



لیکنه: حنان حبیبزی
د ۱۳ کلونو جګړې وروسته چې په ترڅ کې یې سلګونه زره انسانان ووژل شول او میلیونونه کډوال شول د سوریې د دیکتاتور بشار اسد ۲۴ کلنه واکمني پای ته ورسېده. د دمشق په کوڅو کې د زرګونو خلکو خوښۍ ددې خبر پخلی وکړ چې مخالفو ځواکونو پلازمېنه او څو نور ستر ښارونه په څو ورځو کې ونیول.
راپورونه وايي چې اسد له هېواد څخه په یوه الوتکه کې وتښتېد، د راپورونو له مخې روسیې ته تښتیدلی دی، او په دې سره د هغه د کورنۍ ۵۳ کلنه واکمني پای ته ورسېده.
بشار په ۲۰۰۰ کال کې د خپل پلار حافظ اسد، له مړینې وروسته واک ته ورسېد. هغه د سترګو ډاکټر و چې په لندن کې یې زده کړې کولې او هیله نه کېده چې واک ته ورسېږي. د هغه مشر ورور باسل له مړینې وروسته بشار سوریې ته راستون شو او پارلمان د عمر حد له ۴۰ څخه ۳۴ کلونو ته راکم کړ ترڅو هغه ولسمشر شي.
د هغه واکمني د سمون لپاره د لږو هیلو سره پیل شوه خو د پلار په څېر یې ډېری اقدامات استبدادي پاتې شول.
په ۲۰۱۱ کال کې د بشار اسد په وړاندې د خلکو لومړنی پاڅون د دیموکراسۍ، مدني ازادۍ، او سیاسي زندانیانو د خوشې کولو غوښتنو سره پیل شو. د هغه ځواب یو سخت پوځي و او د پاڅونوالو د غوسې لامل وګرځیدل چې په پایله کې یې دا پاڅونونه د یوې پراخې وسله‌والې جګړې لامل شول.
د جګړې په بهیر کې، اسد د روسیې، ایران، او حزب‌الله په ملاتړ د سوریې ډېری سیمې بیرته ونیولې خو په ډېرو برخو کې یې د علوي لږکۍ یا اقلیت محدود ملاتړ سره واکمني کوله.
په دې وروستیو میاشتو کې مخالفو ځواکونو چټک پرمختګ وکړ او د اسد حکومت یې په څو ورځو کې راوپرځاوه. دا پرمختګ په داسې حال کې وشو چې د هغه نړیوال ملاتړي په خپلو کورنیو ستونزو کې بوخت وو. د جګړې په وروستیو کلونو کې د سوریې خلک د اوږدمهاله اقتصادي او بشري کړکیچ سره مخ کړل.
خو د اسد د استیدادي واکمنۍ په وړاندې دا هیله کېده چې یوه ورځ به راپرځیږي ځکه چې د اکثریت خلکو په وړاندې جنګیده. هغه کس چې له ۴۳ کلونو بند وروسته د سوریې له زندانونو څخه خوشې شوی، رغید التتاري نومېږي. هغه د صدنایا په مشهور زندان کې بندي و چې د بشار د نظام په اوږدو کې د یو له اوږدې مودې بنديانو څخه شمېرل کېږي. د هغه خوشې کېدل د بشري حقونو د فعالانو لپاره یو مهم پرمختګ ګڼل کېږي.
له ازادۍ روسته التتاري وايي: ما هېڅکله فکر نه کاوه چې دا ورځ به ووینم. څلوېښت کاله مې په یوه کوچنۍ تیاره خونه کې تېر کړل، ددې په انتظار چې یا به مړ شم یا به څوک زما په حال خبر شي. په دې ټولو کلونو کې، زما کورنۍ نه پوهېده چې زه ژوندی یم کنه! ما خپل د ژوند ډېری کلونه له لاسه ورکړل، خو زه نن ددې لپاره خوشاله یم چې له خپلو عزیزانو سره یو ځای یم.
د اسد د واکمنۍ پای د سوریې لپاره یو نوی باب پرانیزي. سره له دې چې د هېواد بیا جوړول یو اوږد او ستونزمن بهیر دی، د سوریې د بشري حقونو د شبکې مشر، فاضل عبدالغني، هیله څرګنده کړه چې دا پرمختګونه به د یوه باثباته دولت د جوړېدو لپاره لاره برابره کړي.
په سوریه او نړۍ په نورو برخو کې عامو سوریي وګړو په پراخه کچه خوښي څرګنده کړې ده. د بشار د واکمنۍ پای ته رسېدو سره سم، په ځانګړې توګه د دمشق په کوڅو او نورو ښارونو کې خلک د خوشالۍ غونډې کوي. دا ښکاره کوي چې خلک د دې بدلون لپاره له اوږدې مودې څخه انتظار کړی و، او اوس د نوي پیل هیله لري.
د خلکو خوښي د دې لپاره ده چې دوی له اوږدې جګړې او استبدادي واکمنۍ څخه د خلاصون احساس کوي او د راتلونکي لپاره د ټیکاو تمه لري. که څه هم ځینې اندېښنې شته چې دا بدلون به څه پایلې ولري او څه ډول سیاسي حل به ترلاسه شي.

Comments

Popular posts from this blog

کوانټم فزیکي ډیوسونه به نړۍ بدله کړي

د انسان د پنځون او ژوند په اړه کره علمي څيړنه

د ټرمپ - مودي شېبې: یو ډیپلوماتیک سپکاوی که سنجول شوې لوبه؟