افغانستان له بوږنونکي پړاوه تیریږي
د ختیځ او لویدیز سیالۍ افغانستان دې حالت ته رسولی دی افغانان (سیاستوال) تر اوسه دېته چمتو نه دي چې خپل هیواد اداره کړي حنان حبیبزی د افغانستان غمیزه هغه وخت پیل شوه چې سردار محمد داود خان د لویدیځ او ختیځ د پروپاګند په جال کې ګیر شو او د پلار اونیکه د سلطنت لړۍ یې ختمه کړه او د ثور اومه او اتمه یې بوږنونک ې لړۍ وه. د باچا محمد ظاهرشا د سلطنت ختمول د افغانستان په تاریخ کې ستره تیروتنه وه ځکه افغانان هغه مهال هم دېته چمتو نه وو چې خپل هیواد اداره کړي. داود خان ددې مسولیت د وچتولو وړتیا نلرله او له هغې روسته ګورو چې افغان رژیمونه په یوازې سر ددې وړتیا نلرله چې د خلکو زړونه وګټي بلکې د بهرنیو ځواکونو د فزیکي شتون او د زور د کارولو په حالت کې بیاهم نه دي بریالي شوي چې افغانستان اداره کړي . روستۍ بیلګه یې د ډاکټر صاحب اشرف غني ده چې څو ستونزې لري لکه په پنځه کلونو کې دده کابینه له پارلمان څخه منظوره نشوه. ناامني، تښتونې او نور جرایم ډیر شول او داسې نور چې یو څو به یې درته ووایم خو ددې مطلب دا نه دی چې زه د ډاکټر صاحب مخالفت کوم، ز...