Posts

Showing posts from November, 2024

افغانستان له سخت ژمی سره مخامخ دی

Image
په افغان کوڅو کې بې شمېره کسان د اقتصادي سختیو، زغم او د ژوندي پاتې کېدو لپاره د کلکې مبارزې له لارې له دې ننګونو سره منګولې نرموي. معلیم چې یو وخت د ودانیزو چارو په یو شرکت کې ښه کار درلود، اوس یو لاس ګاډی چلوي ترڅو د کار لټون وکړي، او یوه مړۍ لاسته راوړي، د ژمي په راتګ سره دده کار ډير سختیږي، وروسته له دې چې يې په افغانستان کې د اقتصادي کړکیچ له امله خپل معاش له لاسه ورکړ، نور يې په ښار کې مزدورۍ ته مخه کړه. دده کیسه د شپږو بچیانو د پلار زمان خان په څير ده، هغه د خپلې کورنۍ د مړولو لپاره موټر مینځي او په دې سخت ژمي کې د خپلو ملګرو په ځینې مرستو ډډه لګوي. عاصم او کوثر په څير ماشومان چې د ښوونځي پرېښودلو ته اړ شول ترڅو موټر ومینځي د ورځې یوازې ۱۰۰ افغانۍ ګټي چې د لوږې مخه یې هم نشي نیولای. ان په ټوله پلازمینه کې دا کیسې بیا بیا تکرارېږي، ځکه چې د کوثر په څېر کورنۍ د پورونو، ناروغیو ، او خوراکي توکو د نشتوالي په وړاندې سخته مبارزه کوي. لکه څنګه چې افغانستان د خپل تر ټولو سخت ژمي سره مخ دی، له ۱۱ میلیونه زیات خلک هغه خواړه نه لري چې د ښه روغتیايی ژوند لپاره ورته اړتیا ده. Helping Orpha...

سي ډي ایس ای ابهامونه د فرصتونو په توګه کاروي

Image
لیکوال: حنان حبیبزی CDSI یا د نښپوهنې خوځنده څواړخیزه چارچلند دوام تشې یا د مانا نشتوالی د ناکامۍ په توګه نه بلکې د نوښت او پرمختګ لپاره د فرصت په توګه ګڼي: د رښتیا ونډه جاک لکان پخپلو نظریو کې دې مسالې ته اشاره کړې چې سمبولونه په پوره توګه مانا نشي وړاندې کولای، CDSI دا مني چې د توکو ځینې اړخونه له بشپړ سمبولیزم څخه انکار کوي خو دا تشې اړینې دي چې د تفسیر او نوښت لپاره لاره برابروي. له کلیمو ورهاخوا مانا ټکنالوژي او نښې په ګډه د انسان د پوهې تر پولو رسېږي او نوي مفهومونه ددې هڅو په پایله کې منځ ته راځي. ژوره کتنه CDSI ځانګړنه داده چې ابهامونه چې لنډ ګنډ یا محدود دي په نوښتناک توګه په مانا لرونکي څه بدلوي. دا سیستم د اړیکو په نړۍ کې د نوښت، موندونو، پنځونو او پرمختګ لامل ګرځي. دا پوهاوی په ځانګړي ډول د هغو برخو لپاره ګټور دی هلته چې ژبني یا تخنیکي تشې د نوې پوهې یا نظرونو لپاره لارې پرانیزي. د بیلګې په توګه، د نښپوهنې د خوځنده څو اړخیز چارچلند دوام له مخې، لاندینۍ بیلګه وړاندې کېږي چې په عملي ډول ښيي څنګه CDSI د ابهامونو یا لنډو ګنډو (ambiguities) څخه نوې ماناوې پنځوي. د ټولنیزو ر...

سي ډي ایس ای نور اړخونه: د مانا جوړونې نوی سیستم

Image
  لیکوال: حنان حبیبزی سي ډي ایس ای (Continuum Dynamic Semiotic Interaction) یو فلسفي اډانیز سیستم هم دی چې د نښو، کاروونکو، شرایطو، او ټکنالوژۍ ترمنځ د څو اړخیز چارچلند له لارې د مانا جوړونې لپاره کارول کېږي. دا چوکاټ نه یوازې د نښو د مانا په اړه ژورې څېړنې کوي بلکې د انساني اړیکو د پوهاوي یا مفهوم نوی تعریف هم وړاندې کوي. د سي ډي ایس ای بنسټیز مفاهیم ۱. ارګانیک جوړښت د سي ډي ایس ای د مانا جوړونې بهیر د ژوندیو سیستمونو سره پرتله کوي. د دې نظریې له مخې نښې د ژوند د طبیعي بهیرونو په څېر د کاروونکو، شرایطو، او ټکنالوژۍ له امله بدلېږي. ځاني بدلون: نښې د بهرني اغېز پرته د خپلو داخلي تعاملاتو له لارې بدلون مومي. چاپېریالي تطابق: نښې د چاپېریال د کلتوري او ټولنیزو اړتیاوو سره ځان چمتو کوي. د دوامداره بدلون بهیر: د مانا جوړونې بهیر هیڅکله په یو ځای نه دریږي بلکې په دوامداره توګه بدلېږي. ۲. ددې چارچلند یا تعامل د اخلاقو څېړنه سي ډي ایس ای په دې ټینګار کوي چې د نښو مانا یوازې تخنیکي نه ده، بلکې اخلاقي اړخونه هم لري. دا نظریه دا پوښتنه مطرح کوي چې ایا د ټکنالوژۍ له لارې وړاندې شوې مانا د ح...

مایک تایسن او د یوتیوبر جېک پال ترمنځ سیالي: سپورت که سوداګري؟

Image
الله په نوم چې ډېر مهربانه او ډېر رحم کوونکی دی لیکنه: حنان حبیبزی  مایک تایسن چې د باکسینګ د نړۍ یو نوموتی شخصیت دی د خپل وخت ستر اتل و، له یوتیوبر سره د یوې ځانګړې سیالۍ لپاره رینګ ته ستون شو. دا سیالي ظاهرا د تفریح او شهرت لپاره جوړه شوې وه، د خلکو پام يې ځانته واړاوه، خو په همدې وخت کې یې د سپورټ په اصل او ارزښتونو شکونه هم پیدا کړل. د سیالۍ لپاره ټاکل شوي انعامونه چې بایلونکي ته یې څلوېښت میلیونه ډالر او ګټونکي ته شل میلیونه ډالر په پام کې نیولي وو، ددې څرګندونه وکړه چې دا یوازې یوه سوداګریزه هڅه وه، نه د سپورټي مهارتونو ریښتینې سیالي. د دې سیالۍ بنسټیز هدف یوازې د اقتصادي ګټو ترلاسه کول او د دواړو ګډونوالو شهرت زیاتول ښکاريدل چې په ځانګړي ډول یوټیویر ته یو ډول د نوم نښان بازارموندنه ګڼل کېږي. مایک تایسن چې ښایي له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګزیوان وي، ددې سیالۍ له لارې د خپل ژوند په بیا جوړولو تمرکز کړی وو، په داسې حال کې چې د یوتیوبر لپاره داد شهرت او بازار موندنې یوه لویه وسیله وه. ددې سربیره ښايي مایک ټایسن یو کتاب هم ولیکه، یا له ټي وي چینلونو څخه میلیونو نور ډالر ترلاسه ک...

سی ډي ایس ای: د خوځنده چارچلند یا تعامل له لارې د مانا بیا تعریف

Image
څیړنه او لیکنه: حنان حبیبزی CDSI  څه دی؟ د خوځنده نېښانپوهنې د چارچلند یا د تعامل دوام (CDSI) د نښو او سمبولونو په اړه یوه نوې او پرمختللې تیوري یا تیوریتکل اډانه ده چې حنان حبیبزي جوړه کړې ده. دا تیوري په دې تمرکز کوي چې څنګه مانا د نښو، د کاروونکو، شرایطو، او ټکنالوژۍ د متقابل او ګډ تعامل په پایله کې په ریښتیني وخت کې یانې په دوامداره توګه بدلېږي. CDSI د دودیزو نېښانپوهنیزو نظریو برعکس، مانا د یو ثابت مفهوم په توګه نه ګڼي بلکې د یو بدلیدونکي بهیر په توګه یې تشریح کوي. پخوانیو پوهانو لکه ساسور او پیئرس په دې اند وو چې د نښو مانا بدلیدونکې نه ده، خو سي ډي ایس ای ښيي چې د پاسته یا ډیجټلي پنځون په راتګ سره د نښو مانا هره شیبه او په دوامداره توګه بدلیږي.  د CDSI بنسټیز مفاهیم CDSI دا روښانه کوي چې مانا د څلورو مهمو لاملونو یا عناصرو په څلور اړخیز چارچلند یا تعامل سره رامنځته کېږي: نښې (Signs): هغه سمبولونه، کلیمې، یا خوځيدنې (اشارې) یا حرکتونه چې د اړیکو جوړول پیلوي یا د اړیکو جوړول کوي. کاروونکي (Users): هغه کسان یا مخاطبین چې نښې تفسیروي او د خپلې تجربې او کولتوري چاپېریال پ...