Skip to main content

افغانستان له سخت ژمی سره مخامخ دی



په افغان کوڅو کې بې شمېره کسان د اقتصادي سختیو، زغم او د ژوندي پاتې کېدو لپاره د کلکې مبارزې له لارې له دې ننګونو سره منګولې نرموي. معلیم چې یو وخت د ودانیزو چارو په یو شرکت کې ښه کار درلود، اوس یو لاس ګاډی چلوي ترڅو د کار لټون وکړي، او یوه مړۍ لاسته راوړي، د ژمي په راتګ سره دده کار ډير سختیږي، وروسته له دې چې يې په افغانستان کې د اقتصادي کړکیچ له امله خپل معاش له لاسه ورکړ، نور يې په ښار کې مزدورۍ ته مخه کړه.
دده کیسه د شپږو بچیانو د پلار زمان خان په څير ده، هغه د خپلې کورنۍ د مړولو لپاره موټر مینځي او په دې سخت ژمي کې د خپلو ملګرو په ځینې مرستو ډډه لګوي.
عاصم او کوثر په څير ماشومان چې د ښوونځي پرېښودلو ته اړ شول ترڅو موټر ومینځي د ورځې یوازې ۱۰۰ افغانۍ ګټي چې د لوږې مخه یې هم نشي نیولای. ان په ټوله پلازمینه کې دا کیسې بیا بیا تکرارېږي، ځکه چې د کوثر په څېر کورنۍ د پورونو، ناروغیو ، او خوراکي توکو د نشتوالي په وړاندې سخته مبارزه کوي.
لکه څنګه چې افغانستان د خپل تر ټولو سخت ژمي سره مخ دی، له ۱۱ میلیونه زیات خلک هغه خواړه نه لري چې د ښه روغتیايی ژوند لپاره ورته اړتیا ده. Helping Orphans نړیواله ټولنه ژمنه ده چې د افغانستان له ټولو زیانمنو خلکو سره ولاړه وي، او په دې سخت وخت کې بیړنۍ مرستې ورسوي. ستاسو مرستې کولی شي د عاصم او کوثر یا معلیم او زمان په څېر کورنیو ته خواړه، تودوخه او هيله برابر کړي. راځئ په ګډه دا ژمی د پاتې کېدو او مسکا موسم وګرځوو، نه د نهیلۍ او پریشانۍ.
دلته يې کېکاږی ترڅو مرسته وکړی. 

Comments

Popular posts from this blog

کوانټم فزیکي ډیوسونه به نړۍ بدله کړي

د کوانټم فزیک تري ډي پرنټر  لیکوال: حنان حبیبزی ډیپ سیک دومره مهم نه دی لکه څومره چې کوانټم فزیک ویرونکی دی.  ✅ د کوانټم فزیک اصول ښيي چې د مالوماتو انتقال په صفر وخت کې شوني دي، خو د فزیکي توکو لیږد ته لا هم بشري ساینس نه‌دی رسېدلی. ✅ که موږ داسې یو پرمختللی وسیله (ډیویس) جوړ کړو، چې فزیکي مواد پرته له حرکت څخه بل ځای ته ولیږدوي، نو پکار ده چې د کوانټم ټيليپورټېشن (Quantum Teleportation) ارونه (اصول) پکې عملي شي. ۱ . د کوانټم ټيليپورټېشن لپاره اړینه ټکنالوژي: ✅ د فزیکي موادو د بې‌واسطې لېږد لپاره باید دا درې بنسټیزې ټکنالوژۍ ولرو: الف: د کوانټمي مالوماتو سکنر (Quantum Scanner) دا وسیله باید د فزیکي موادو ټول کوانټمي جزیات تحلیل کړي. په دې مرحله کې، باید د موادو لاندې ځانګړتیاوې ثبت شي: د ذرې موقعیت (Position) د ذرې چټکوالی (Velocity) د ذرې کوانټمي حالت (Quantum State) د ذرې د انرژۍ کچه (Energy Levels) ب: د کوانټمي مالوماتو لېدونکې وسیله (Quantum Entanglement Transfer Device)نومیږي. دا وسیله باید د کوانټمي انتانګلمینټ (Quantum Entanglement) اصول وکاروي چې مواد له A...

د ټرمپ - مودي شېبې: یو ډیپلوماتیک سپکاوی که سنجول شوې لوبه؟

  ترمپ په غیري امریکايي لهجې پوښتنې ردوي لیکنه: حنان حبیبزی  کله چې د هند لومړی وزیر نریندرا مودي د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر څنګ په یوه خبري ناسته کې ودرېد، یوه داسې شېبه رامنځته شوه چې د سیاست په پرتله تر ډېره د انګېرنو مساله وګرځیده.  یو هندي خبریال په روانه خو له لهجې ډکې انګلیسي پوښتنه وکړه، خو ټرمپ د ځواب پر ځای وويل:  "زه یوه ټکی هم نشم پوهېدلای چې دی څه وايي. دا لهجه، یو څه ګرانه ده ما ته."  د ډېرو لپاره داد ټرمپ د بربنډ او له سنجشه وتلي سیاست یوه بله بېلګه ده خو که  دده غبرګون ته په ژوره توګه  وګورو دا یوه ناڅاپي تبصره نه وه بلکې د هند - امریکا په اړیکو کې د لویو بدلونونو ښکارندویي کوي. له ۲۰۱۵ څخه تر ۲۰۲۵: څه بدل شول؟ د ټرمپ ددې غبرګون د ژورې مانا د درک لپاره ښه ده چې داد مودي له تېرو سفرونو سره پرتله کړو. په ۲۰۱۷ کې کله چې مودي له ټرمپ سره ولیدل، د دواړو اړیکي ښه او تاوده برېښېدل—دوی غاړه غړۍ کېدل او د ستراتیژیکې ملګرتیا ژمنې یې کولې. له دې وړاندې، د اوباما او بایډن د واکمنۍ پر مهال هم مودي ته درناوی کېده او د امریکايي مشرانو له خوايې ه...

مشروعیت څه ته وايي؟

لیکوال: حنان حبیبزی مقدمه مشروعیت د هرې حکومتي پرېکړې او اقدام لپاره هغه قانوني او اخلاقي بنسټ دی چې حکومت ته کورنی او نړیوال اعتبار ورکوي. مشروعیت دا نه دی چې په حکومت کې ځانګړي افراد یا ګوندونه شامل شي بلکې دېته وايي چې ټولې چارې او پرېکړې د یو قانوني چوکاټ له مخې ترسره شي. مشروعیت د ملي شورا په شتون، د هغې د پرېکړو تصویب، او د امیرالمؤمنین له توشیح سره رامنځته کېږي. په دې څپرکي کې به د مشروعیت اساسي مفهوم، اړتیا، او څرنګوالی روښانه کړو. مشروعیت څه ته نه وايي؟ د ځانګړو کسانو یا ګوندونو شمولیت : مشروعیت دېته نه وايي چې په حکومت کې دې ځانګړي افراد، ګوندونه، یا د پخوانیو سیاسي نظامونو خلک شامل شي. توضیح :  که د جمهوریت سیاستوال یا د بهرنیو هېوادونو په غوښتنه ځانګړي افراد په ملي شورا یا حکومت کې شامل شي، دا د مشروعیت لپاره کافي نه دي او نه د مشروعیت مانا لري. د بهرني فشار منل : مشروعیت دېته نه وايي چې د بهرنیو هېوادونو د خوښۍ لپاره دې حکومتي تغیرات راوستل شي. د شفاهي یا غیر رسمي اقداماتو اعتبار : مشروعیت د یو واضح قانوني او رسمي چوکاټ له لارې ترلاسه کېږي، نه د شفاهي یا شخصي امرونو له...