د بنګله دیش په وړاندې په دومه سیالۍ کې د افغانستان د کرکټ د ماتې څېړنه او راتلونکي لپاره وړاندیزونه

 

افغانستان د بنګله دیش په وړاندې

لیکنه: حنان حبیبزی

کرکټ یوازې یوه لوبه نه ده، بلکې د ملتونو ترمنځ د اړیکو، ناستو ولاړو لکه سوداګري او کولتوري هغو لپاره یوه ښه سرچینه ده چېرې چې ملتونه سره راشه درشه پلوي او په یو بل باور پیدا کوي. دا مهال د افغانستان په کوربه توب د بنګله دیش په وړاندې د درې یو ورځينو لوبو لړۍ روانه ده چې نن يې دومه لوبه وه، لومړۍ هغه يې افغانستان وګټله، دومه يې بنګلدیش، دریمه سیالي يې پاتې ده چې ددوشنبې په ورځ به ترسره شي، او سخته سیالي به وي. 

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې په دومه یوه ورځنۍ سیالۍ کې د بنګله ‌دېش په وړاندې د ۶۸ منډو په توپیر ماتې وخوړه. دا سیالي که څه هم په ظاهره یوه ماتې وه، خو په رښتیاني ډول د افغانستان لپاره د زده کړې او پرمختګ لپاره ګڼې لارښوونې لري.

د ماتې لاملونه

۱. د سپین  یا ورو توپ اچونې په وړاندې کمزورتیا

د شارجه په کرکټ لوبغالي کې چې په ځانګړي ډول د ورو یا سپین توپ اچونې لپاره نوم لري د افغانستان توپوهونکي د بنګله‌دېش د سپینرانو په وړاندې بریالي نه ښکاریدل. د توپ د ټاکلو د توپ د نښه کولو پرمهال د لوبغاړو کمزوري د دې لامل شوه چې هغوی ژر ژر وسوځي،  له توپوهونکو سره د مناسبې ستراتېژۍ نشتون وو چې دغه پایله يې ورکړه، چې هغه د زغم نشتوالی او په فزیکي توګه يې خوزښتونه ناوخته وو، شیبې ترې تللې یايې ترې سمه ګټه نشوه اخیستلی. 

۲. د شراکتونو نه جوړېدل

په کرکټ کې د توپوهنې پرمهال شراکتونه د هرې لوبډلې د بریا لپاره بنسټیز ارزښت لري. د افغانستان توپوهونکو په ځانګړي توګه په وروستیو پړاوونو کې د فشار پر مهال د شراکتونو د دوام د ساتلو وړتیا ونه ښووله. دا کمزورتیا وه او د لوبډلې د ټیټو منډو لامل وګرځیده.

۳. د توپ اچونې په اوږدو کې بې پامي

د افغانستان توپ اچونکو، په ځانګړې ډول فضل ‌حق فاروقي په خپلو مټو او په کرښې باندې يې په دقت او تمرکز له لاسه ورکړی وو. دې کمزورتیا د بنګله‌دېش لپاره د اضافي منډو جوړولو فرصت برابر کړ چې په پایله کې یې د افغانستان د بریا چانسونه محدود شول.

۴. په میدان کې د چټکتیا او جدیت کمښت

د افغانستان لوبډله په لوبغالي کې د منظمې او چټکې لوبې په ترسره کولو کې پاتې راغله. د ډګر ساتنې پرمهال،  لوبغاړو په ډېرو برخو کې د پریکنده جدیت او چټکتیا د نشتون احساس وړاندې کړ چې د لوبې په پایله يې منفي اغېزې وکړې.

د راتلونکو سیالیو لپاره وړاندیزونه

۱. د سپین یا ورو توپ اچونې په وړاندې ځانګړې روزنه

د افغانستان لوبډله باید د ورو توپ اچونې په وړاندې ځانګړې روزنیز ساعتونه ترتیب کړي، مخکې له دې چې د دوشنبې په ورځ ددې لړۍ وروستۍ سیالۍ لپاره میدان ته ورشي،  ترڅو توپوهونکي وکولی شي د توپ ټاکلو، شاټ لوبولو او د فشار پر مهال د غوره لوبې کولو وړتیا ترلاسه کړي او خپله وړتیا نندارې ته وړاندې کړي. پرانیستونکي توپ وهونکي باید لږ ترلږه لس یا پنځلس اوره ولوبوي چې د پاتې لوبغاړو لپاره په ځان باور زیات شي، که پرانیستونکي ژر وسوځل شي نو وروستني خپل باور له لاسه ورکوي. 

۲. د شراکتونو جوړونې ټینګار

لوبغاړي باید د لوبې په هر پړاو کې د شراکتونو جوړونې ارزښت درک کړي، او هر وخت لویو شاټونو ته لومړیتوب ورنکړي بلکې په وشتونځي باندې پاتې کیدلو ته لومړیتوب ورکړي،  او په ګډې لوبې سره خپل ځانونه له فشار څخه وژغوري. ددې لپاره د ذهني او فزیکي پیاوړتیا روزنیزې برنامې اړینې دي. دوی باید ښه ارواپوهه یا سایکوتراپست ولري چې لوبغاړو ته يې هغه وړتیاوې او غښتلتیاوې وروښيي چې دوی ورباندې نه پوهیږي یا ورته بې ارزښته دي، لکه حوصله، زغم، ارامي، د فشار پرمهال له ملګري توپ وهونکي سره مشورې او داسې نور. د وشتونځي په اړه پوره مالومات لکه ټولې اندازې چې يې ورته مالومې وي، د مخال توپ اچونکي بالونه به چیرته لګیږي او دی يې کوم ځای ته له خپل بټ سره شړلی شي، یا د کرښې په کومه برخه کې ولګیږي چې دی کولای شي ښه یې ووهي، او په ټولیزه توګه د وشتونځي په اړه ځانګړې روزنه ترلاسه کړي. 

۳. د توپ اچونې په کرښې او وشتونځای باندې دقت زیاتول

توپ اچونکي باید د خپلې وړتیا په کارولو سره وپوهیږي چې کوم توپ وهونکی څه ډول توپ نشي لیدلی یا پکې ګنګسیږي، لکه راشد خان پوهیږي چې کوم توپ وهونکي ته څه ډول بال وکړي. دغسې هر توپ اچونکی باید د خپل هدف ځای وپیژني، او داد هدف ځای د هر توپ وهونکي لپاره توپير لري، د توپ وهونکو په څير توپ اچونکي هم باید ټولیزه توګه د وشتونځي په اړه ځانګړې روزنه ترلاسه کړي ترڅو مخالفې لوبډلې ته د اسانه منډو کولو چانس ورنکړي. د روزنې په پروګرامونو کې باید ددې برخې لپاره ځانګړې پاملرنه وشي او خپلې پخوانۍ غلطۍ ومني، داسې نه چې سم لوبه ونکړي او بیا پلمه دا وکړي چې ټپي وو یايې ملا درد درلود، نه هرو مرو دې یوه غلطي کړې ده چې شپږیزه يې درباندې ووهله، یايې په صفر کې وسوځولې. 

۴. په میدان کې د چټکتیا زیاتول

د ډګر ساتنې روزنه باید په داسې ډول وشي چې لوبغاړي په هره شېبه کې د چټک غبرګون او د میدان هر اړخ ته او په هره برخه کې د سمې لوبې وړتیا ولري. د فزیکي وړتیاوو لوړولو لپاره دې ځانګړې برنامې جوړې شي. بې خوبي دې پریږدي، په وخت دې پورته شي، د خپل کار د جدول سره سم باید فعالیت وکړي، نه داچې ترسبا پورې کیسې او مجلسونه کوی یا میلمستیاوې ووهی او بیا میدان ته په داسې حالت کې راځي چې ستري یاست او تمرکز نلری. 

د بنګله‌دېش له کمزورتیاوو څخه ګټه اخیستل

د بنګله‌ دېش د لومړۍ توپوهونې برخه یو څه کمزورې ښکاري، او افغانستان کولای شي د هغوی د سوځولو لپاره د لومړیو اورونو پرمهال فشار زیات کړي. سربېره پر دې، د بنګله ‌دېش د لوبغاړو د فټنس ستونزې څرګندې وې په دې تیرو دوه سیالیو کې چې د افغانستان لپاره یو فرصت دی ترڅو د دوی په وړاندې چټکه او ځواکمنه لوبه ترسره کړي.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د خپلې وړتیا په ښه کولو سره کولای شي د راتلونکو سیالیو لپاره ښه چمتووالی ونیسي. د سپین په وړاندې د توپوهونکو روزنه، د شراکتونو جوړونې هڅه، په میدان کې د چټکتیا زیاتول، او د توپ اچونې کره والي ته ځانګړې پاملرنه د راتلونکو بریاوو لپاره بنسټیز ګامونه دي. د دې بدلونونو په پلي کولو سره به افغانستان یوه پیاوړې لوبډله ولري چې د خپلو سیالانو په وړاندې به د بریا ترلاسه کول ورته اسانه کار وي..

Comments

Popular posts from this blog

کوانټم فزیکي ډیوسونه به نړۍ بدله کړي

د انسان د پنځون او ژوند په اړه کره علمي څيړنه

د ټرمپ - مودي شېبې: یو ډیپلوماتیک سپکاوی که سنجول شوې لوبه؟