Skip to main content

مایک تایسن او د یوتیوبر جېک پال ترمنځ سیالي: سپورت که سوداګري؟



الله په نوم چې ډېر مهربانه او ډېر رحم کوونکی دی


لیکنه: حنان حبیبزی 

مایک تایسن چې د باکسینګ د نړۍ یو نوموتی شخصیت دی د خپل وخت ستر اتل و، له یوتیوبر سره د یوې ځانګړې سیالۍ لپاره رینګ ته ستون شو. دا سیالي ظاهرا د تفریح او شهرت لپاره جوړه شوې وه، د خلکو پام يې ځانته واړاوه، خو په همدې وخت کې یې د سپورټ په اصل او ارزښتونو شکونه هم پیدا کړل. د سیالۍ لپاره ټاکل شوي انعامونه چې بایلونکي ته یې څلوېښت میلیونه ډالر او ګټونکي ته شل میلیونه ډالر په پام کې نیولي وو، ددې څرګندونه وکړه چې دا یوازې یوه سوداګریزه هڅه وه، نه د سپورټي مهارتونو ریښتینې سیالي.

د دې سیالۍ بنسټیز هدف یوازې د اقتصادي ګټو ترلاسه کول او د دواړو ګډونوالو شهرت زیاتول ښکاريدل چې په ځانګړي ډول یوټیویر ته یو ډول د نوم نښان بازارموندنه ګڼل کېږي. مایک تایسن چې ښایي له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګزیوان وي، ددې سیالۍ له لارې د خپل ژوند په بیا جوړولو تمرکز کړی وو، په داسې حال کې چې د یوتیوبر لپاره داد شهرت او بازار موندنې یوه لویه وسیله وه. ددې سربیره ښايي مایک ټایسن یو کتاب هم ولیکه، یا له ټي وي چینلونو څخه میلیونو نور ډالر ترلاسه کړي، خو امدیښنه داده چې دا ډول خپللاسې سیالۍ د سپورټ برم ته زیان رسوي ځکه چې په دې کې رښتینواله له منځه ځي.

مایک تایسن که څه هم شاوخوا شپیته کلن دی، خو لا هم د هغه د وړتیاو او ځواک ځانګړې بېلګه په سپورټ کې پاتې ده. تایسن نه یوازې پخپل وخت کې یو بېسارې اتل و بلکې نن هم د هغه جسمي وړتیا، ذهني پیاوړتیا او د باکسینګ وړتیاوې د نورو لپاره د لارې مشال ګڼل کېږي. هغه خپله وړتیا او رښتینواله په داسې ډول ښودلې ده چې د تاریخ په کتابونو کې د تل لپاره ځای لري.

په اوسني عصر کې د داسې اتلانو کمښت احساسیږي چې د تایسن په څېر د زړه، دماغ او بدن په پوره همغږۍ سره سیالي وکړي. د تایسن د ګذارونو ځواک او د جګړې تکتیکونه یې داسې دي چې د هغه په وړاندې درېدل د هر نوي نسل لپاره یوه لویه ننګونه ده. د هغه مینه وال تل وايي چې تایسن یوازې په فزیکي ځواک کې نه بلکې په زړه کې هم یو اتل دی ځکه چې هیڅکله د سیالۍ ډګر ته یوازې د پیسو یا شهرت لپاره نه و ننوتلی، بلکې د باکسینګ د هنر د ښکلا لپاره یې مبارزه کړې ده.

د تایسن په څېر شخصیتونه د سپورټ هغه برم ښيي چې یوازې د سخت کار، زړورتیا او ریښتینو هڅو له لارې ترلاسه کېدای شي. هغه تر اوسه هم د نړۍ خلکو ته دا پیغام ورکوي چې رښتینواله او وړتیاوې تل تر ګردو لوړ ځایګی لري. د هغه په څېر د یو بل زوی راوړل ښایي د تاریخ د هر پېر لپاره یوه ستره غوښتنه وي.

Comments

Popular posts from this blog

انس شریف: د غزې وروستی خبر

  لیکنه: حنان حبیبزی  ۱۱ اګست ۲۰۲۵  د ماښام وروستۍ رڼا ورو ورو د غزې له کوڅو ووتله، لکه ښار چې د یوې ستړې او ژړا ډکې مور په ټکري کې پټېږي. د باروتو بوی د سوځېدلو ودانیو له لوګي سره ګډ ده، او هره ساه د ژوند او مرګ تر منځ د نرۍ کرښې په اوږدو کې اخیستل کېږي. انس شریف د یوې نیمه ورانې ودانۍ مخې ته ودرېد. د خاورو له منځه یو سپین، نازک کوچنی لاس ورو ورو راښکاره شو، له خاورو او وینو ډک دی، د ژوند وروستۍ هڅې په کې ښکاري. د مایک له لارې یې غږ خپور شو: "دلته، د ودانۍ لاندې، یوه کورنۍ له منځه تللې ده… خو ددې تنکي ماشوم لاسونه ښورېږي، زه یې وینم، لا ژوندی دی." د کمرې له شا یې په شونډو کې هغه نرمه خو زړوره مسکا وځلېده – ددې لپاره نه چې زړه یې خوشاله دی، بلکې  ددې لپاره چې پوهېده، هره زړورتیا او هره مهرباني باید ددې جګړې د تیارو په وړاندې ودرېږي. د هغه ملګرو ورته ویل: – انسه، ته خو په دې لمبو کې هم خندا کولی شې! انس ورو ځواب ورکړ: – که موږ خندل بند کړو، دروغ به د رښتیا ځای ونیسي. له همدې سره یې په ژوندۍ خپرونه کې یې ددې ماشوم د ژغورنې هڅه پیل کړه. مخکې ولاړ، په یوې نرۍ کوڅه کې درې...

کرکتنه: هواجس، د طه درویش ادبي خاطرې

لیکنه حنان حبیبزی  ادب هغه هنداره ده چې د انسان د زړه پټې خبرې او د ذهن ناڅاپي اغیز په کې انځورېږي. کله چې لیکوال د خپلې ددننۍ نړۍ خبرې د کلیمو په لالهانده روان کې واچوي، لوستونکی د یوه بل انسان د زړه له کیسو او فکر د سیند د څپو شاهد ګرځي. د طه درویش کتاب  هواجس  همداسې یو اثر دی: ډاکتر درویش د اردون د عمان دې او هلته د ژورنالیزم په پوهنځي کې  د استادۍ ترڅنګ ښه ادیب هم دی. نوموړی  په دې وروستیو کې راغلی وو، د خپل کتاب یوه کاپي يې هم راکړه چې کله مې ولوسته نو ډيره مې په زړه پورې ومونده. نوموړی پخپل کتاب کې د ژوند هسکو او ټیټو، د فکر د غلي فریاد او د ناڅاپي علمي سفرونو یو ادبي انځور رادمخه کوي چې په هغې کې نورو انسانانو ته د زده کړو یوه لار پرانیزي. د کتاب نوم هواجس دی او په عربي ژبه دی، د کتاب نوم د اثر د منځپانګې دروازې پرانیزي. هواجس د زړه هغه ناڅاپي خيالات، وسوسې او اندېښنې دي چې انسان یې کله هم په ښکاره ژبه نه وایي خو د فکر په ژورو کې یې احساسوي. په ادبي بڼه، دا نوم د یو دننني ډیالوګ نښه ده چې لیکوال  پکې له خپل رب، له خپل ضمیر، او له خپل ځان سره خ...

د نښپوهنې د نظريو تاريخي بهير

لیکنه: حنان حبیبزی د نښپوهنې تاريخ ښيي چې د مانا، نښې او تعبیر د پوهېدو مفاهيم د وخت په تېرېدو سره پراخ شوي او ژور شوي دي. فرديناند دي ساسور (1857–1913) د دې علم بنسټ د «نښه» پر جوړښت کېښود. د ده په وینا نښه د «اشاري بڼه» او «اشاره شوي مفهوم» تر تړاو جوړه ده، او "دا تړاو د ژبې د ټولنیزو اصولو له مخې ثابت کېږي. په دې اساس مانا د ژبني نظام د ګډو توافقاتو له لارې رامنځته کېږي او نسبتاً ثابته پاتې کېږي" (Saussure, 1916). چارلس پېرس (1839–1914) بيا د مانا مفهوم نور هم خوځنده او فکري کړ. د هغه د درې‌ګونې نښې ماډل (Object, Sign, Interpretant) له مخې مانا په یوه روان ذهني بهیر کې رامنځته کېږي. دلته نښه یواځې لغوي ارزښت نه لري، بلکې ذهن یې د تفسیر، پرتله، اشارې او استدلال له لارې تل تعبیر ته بیايي. نو "مانا د فکري حرکت او سیاقي بدلون پایله ده، نه د یوه ثابت جوړښت پایله" (Peirce, 1955). رولان بارت (1915–1980) بیا نښپوهنه د ژبې له پولو څخه کلتور ته وغځوله. هغه وښوده چې نښې یوازې لغوي توکي نه دي، بلکې د ټولنیزو ارزښتونو، باورونو، قدرتي ایدیالوژیو او فرهنګي احساساتو د تولید وسیل...