د نېښانپوهنې د تیوریو وده: له ساوسور څخه تر CDSI
د سي ډي ایس ای ډیاګرام |
څیړنه او لیکنه: حنان حبیبزي
نېښانپوهنه (Semiotics) هغه علم دی چې د نښو، سمبولونو او د دوی د مانا د تشریح یا سپړنې په اړه څېړنه کوي. ددې علم د پرمختګ په برخه کې د څلورو وتلو پوهانو نظریې ډېرې مهمې وې: د فردینانډ دي ساوسور، چارلس سانډرز پیئرس، رولان بارټ، او اومبرټو ایکو. په دې وروستیو کې، د حنان حبیبزي له خوا د CDSI یا د خوځنده نېښانپوهنې د چارچلند دوام په نامه نوې نظریه وړاندې شوې ده چې په پسته یا ډیجیټلي نړۍ کې د نښو او سمبولونو په مانا او بدلون کې د پنځماتیکي یا ټکنالوژیکي او کولتوري اغېزو په اړه خورا پراخ او نوي مفکوره وړاندې کوي. دا لیکنه د ساوسور، پیئرس، بارټ، او ایکو نظریات او د CDSI ځانګړنې پرتله کوي او د مانا د بهیر په اړه یې وضاحت کوي.
فردینانډ دي ساوسور ( 1857–1913)
د نظریې اساس: ساوسور، چې د نېښانپوهنې بنسټګر ګڼل کېږي، په دې باور و چې مانا د نښو ترمنځ د توپیرونو له لارې رامنځته کېږي، او نښې په کولتوري کوډونو پورې تړلې دي. د ساوسور د نظریې یو مشهور بیان دا و: "دمثبتو وییونو پرته په ژبه کې یوازې توپیرونه شتون لري."
تشریح: ساوسور په دې نظریه ټینګار کاوه چې مانا د نښو د خپلو ځانګړتیاوو پر بنسټ نه ده بلکې د نښو ترمنځ توپیرونه مانا رامنځته کوي. هره نښه د نورو نښو سره د توپیر پر بنسټ مانا ترلاسه کوي او د نښو یو هراړخیز راز (کوډ) یا کولتوري نظام رامنځته کیږي.
له CDSI سره اړیکه: CDSI د ساوسور نظریې ته یو خوځنده متحرک لوری زیاتوي. که څه هم ساوسور نښې د یو ثابت مفهوم په توګه بیان کړي، CDSI ښيي چې نښې په دوامداره توګه بدلېږي، او د پنځماتیکي (ټکنالوژۍ) او کولتور د اغېزې لاندې په بېلابېلو چاپېریالونو کې نوې ماناوې ترلاسه کوي.
ساوسور دا نظر درلود چې مانا د نښو ترمنځ د توپیرونو له لارې رامنځته کېږي، نه د نښو د خپلو ځانګړتیاوو له مخې. هغه باور درلود چې هره نښه په یو ځانګړي کولتوري کوډ کې یو ثابت مفهوم لري او دا چې د مانا ترلاسه کول د نښو ترمنځ د توپیرونو په رڼا کې کېږي.
د ساوسور بیلګه: د ټرافیک څراغونه د ساوسور د ثابتې مانا نظریه ښه څرګندوي. په ټرافیکي څراغونو کې "سره" د درېدو مانا لري، "شین" د تګ اجازه ورکوي، او "ژېړ" د احتیاط یا تیارۍ نښه ده. دا نښې په ثابتو کوډونو کې راځي، او د ځای یا شرایطو له بدلون سره نه بدلېږي. په دې توګه، د ساوسور نظریه د ثابتې مانا په اړه ددې نښو لپاره یو بنسټیز درک وړاندې کوي.
چارلس سانډرز پیئرس (1839–1914)
د نظریې اساس: پیئرس په دې باور و چې نښې د تفسیر او شرایطو له لارې مانا ترلاسه کوي. د هغه مشهور بیان دادی: "یو نښان هغه څه دی چې له پوهېدو سره یې موږ د بل څه په اړه پوهېږو." د پیئرس په نظر، مانا یو متحرک او په دوامداره توګه بدلېدونکی بهیر دی.
تشریح: پیئرس باور درلود چې هر نښان له ځانه د یوې بلې مانا لامل ګرځي، او دا بهیر د انساني تفسیر په واسطه پرمخ ځي. د پیئرس په نظر، د نښو مانا په هره مرحله کې بدلېږي او دا بهیر د انسانانو د تفسیر او شرایطو له امله په دوامداره توګه نوې بڼه خپلوي.
د CDSI سره اړیکه: CDSI د پیئرس نظریه پرمخ وړي او د پنځماتیکي یا ټکنالوژیکي او کولتوري بدلونونو ونډه هم په کې شاملوي. CDSI باور لري چې په نننۍ ډیجیټلي نړۍ کې نه یوازې انسانان بلکې الګوریتمونه، ټولنیزې رسنۍ، او مصنوعي ځیرکتیا د نښو په تفسیر او بدلون کې مهمه ونډه لري. په دې توګه CDSI د پیئرس له نظر سره څه ناڅه همغږې ده، خو د مانا په بدلون کې د پنځماتیکي یا ټکنالوژیکي او کولتوري چاپېریال اغېز په پام کې نیسي.
پیئرس په دې باور و چې مانا په یو متحرک بهیر کې د تفسیر او تعبیر له لارې رامنځته کېږي او د خلکو د شرایطو او تجربو په اساس بدلېږي. د هغه په نظر، نښې د یو پرله پسې تفسیر په بهیر کې له یوې مانا څخه بله مانا پیدا کوي.
د پیئرس بیلګه: د ټرافیک څراغونه په ځینو حالاتو کې د پیئرس د نظریې په رڼا کې د متحرکې مانا ښکارندویي کوي. د بېلګې په توګه، که امبولانس یا د اور وژنې موټر د یوې بیړنۍ پېښې له امله را روان وي خلک ښايي د سره څراغ په لیدلو سره هم حرکت وکړي. دلته مانا د شرایطو او اړتیاوو له مخې بدلېږي، او داد پیئرس د متحرکې مانا نظریه روښانه کوي.
رولان بارټ ( 1915–1980)
د نظریې اساس: بارټ په دې باور و چې نښې یوازې لفظي یا اصلي مانا نه ورکوي بلکې د کولتوري او ایډیالوژیکي نظریاتو پیغامونه هم وړاندې کوي. هغه نښې د تاریخي پيښو او ایډیالوژیو په خپرولو کې مهمې ګڼلې او دا یې ویلي چې افسانه (اسطوره) د خبرو یو ډول دی.
تشریح: د بارټ په نظر هره نښه د یوې ځانګړې اسطورې یا کولتوري نظریې د لیږد وسیله ده. نښې په ټولنیزو او کولتوري شرایطو کې د خلکو باورونه او نظریې خپروي او د خلکو په ذهن کې کولتوري افکار ځای په ځای کوي. په دې توګه نښې یوازې اصلي مانا نه لري بلکې د یوې ټولنې کولتوري ارزښتونه او باورونه غبرګوي.
د CDSI سره اړیکه: CDSI د بارټ نظریې ته دا نوې بڼه ورکوي چې نښې په ډیجیټلي نړۍ کې نه یوازې تاریخي افسانوي مفهوم لري بلکې په بېلابېلو چاپېریالونو کې نوې ماناوې ترلاسه کوي او د کولتوري او ټولنیزو بدلونونو له امله په دوامداره توګه تفسیر کېږي. د بارټ د افسانې (اسطورې) مفهوم په CDSI کې د یو داسې بهیر په توګه پراخیږي چې د ټولنیزو رسنیو دریځونه او ډیجیټلي نړۍ یې په بیلابیلو بڼو مانا کوي.
د هغه په نظر هره نښه د ټولنیز نظم او کولتوري ارزښتونو د استازیتوب لپاره کارول کېږي او د یو افسانوي یا تاریخي سمبول "اسطوري" مانا څرګندوي.
د بیلګې په توګه: د ټرافیک څراغونه د بارټ د نظریې له مخې د قانون او ټولنیز نظم نښه ګڼل کېږي. سور څراغ د درېدو او شین څراغ د تګ د اجازه ورکولو نښې دي چې د ټولنیز نظم او د قانون د رعایت استازیتوب کوي. دلته د ټرافیک څراغونه د کولتوري نظم او ایډیالوژي یوه برخه ګرځي او د خلکو لپاره د قانون پیغام رسوي.
اومبرټو ایکو (1932–2016)
د نظریې اساس: ایکو په دې باور و چې متنونه د لوستونکو له لوري د تعبیر لپاره پرانیستي دي. د هغه په اند "یو متن یو ورو ماشین دی چې له خپل لوستونکي څخه کار غواړي." دا په دې مانا ده چې نښې او متنونه د بېلابېلو خلکو لپاره بېلابېلې ماناوې لرلای شي.
تشریح: ایکو باور درلود چې هر متن پخپل ځان کې یوه ثابته مانا نلري، بلکې لوستونکي د خپل فکر او تفسیر له مخې مانا ورکوي. د نښو او متنونو مانا په فعال ډول د لوستونکو او د هغوی د کولتوري او ټولنیزو تجربو له لارې جوړېږي او داد "پرانیستي متن" مفهوم وړاندې کوي چې په کې هر لوستونکی متن ته نوې مانا ورکوي.
د CDSI سره اړیکه: CDSI د ایکو نظریه په عصري ډیجیټلي بڼه وړاندې کوي. CDSI په دې باور دی چې د ټکنالوژۍاو ټولنیزو رسنیو له امله، نښې نه یوازې د لوستونکو له خوا تعبیرېږي بلکې ټکنالوژیکي وسایل لکه الګوریتمونه او مصنوعي ځیرکتیا هم د مانا په جوړولو کې مهم رول لري. په دې توګه د CDSI له نظره د ایکو د "پرانیستي متن" مفهوم په ډیجیټلي نړۍ کې د یو داسې بهیر په توګه پراخیږي چې د مختلفو خلکو، ټکنالوژیو او کولتورونو له لارې نوې او متحرکه ماناګانې ترلاسه کوي.
ایکو په دې باور و چې نښې او متنونه د مختلفو تعبیرونو لپاره خلاص دي او هر څوک د خپلې تجربې او کولتوري شالید په اساس نوي تفسیرونه ورکوي.
د بیلګې په توګه: د ایکو له نظریې سره سم ټرافیکي څراغونه هم د مختلفو خلکو له خوا بیلابیل تعبیرونه موندلی شي. د بېلګې په توګه یو ځوان موټر چلوونکی ښايي د سره څراغ په لیدلو سره ځان محدود احساس کړي، په داسې حال کې چې بل څوک یې د ټولنیز نظم یوه نښه وګڼي. په دې توګه، د ایکو نظریه دا ښيي چې د نښو مانا د خلکو د نظر، تجربې او کولتور له مخې بدلېږي.
حنان حبیبزی او د CDSI نوې نظریه (Continuum of Dynamic Semiotic Interaction)
د نظریې اساس: حنان حبیبزي په CDSI کې دا نظریه وړاندې کړې چې مانا په یو متحرک بهیر کې د نښو، کاروونکو، شرایطو او پنڅماتیکي یا ټکنالوژۍ په تعامل سره بدلېږي او په ریښتیني وخت کې نوې ماناوې ترلاسه کوي.
تشریح: CDSI باور لري چې نښې په ډیجیټلي نړۍ کې یوازې ثابت مفهوم نلري بلکې د ټکنالوژۍ، ټولنیزو رسنیو، او کولتورونو د اغېز لاندې په بېلابېلو چاپېریالونو کې خپل تفسیر بدلوي. CDSI موږ ته دا ښيي چې په ننني وخت کې د نښو مانا په دوامداره توګه د خلکو د تعامل او د ټکنالوژیکي او کولتوري بدلونونو له امله بدلیږي.
د پخوانیو نظریو سره پرتله: CDSI د ساوسور، پیئرس، بارټ او ایکو نظریات په پام کې نیسي خو له هغو څخه وړاندې ځيی او باور لري چې د نننۍ ډیجیټلي نړۍ نښې یوازې د ثابتو قواعدو او کوډونو له لارې مانا نه ورکوي بلکې د خلکو، ټکنالوژۍ او ټولنیزو شرایطو د تعامل له لارې د مانا بدلون رامنځته کوي. CDSI دا مفهوم وړاندې کوي چې د ټکنالوژۍ او ټولنیزو رسنیو له لارې د مانا جوړونه او بدلون په دوامداره توګه په نوي بڼه روان دی.
د CDSI (خوځنده نېښانپوهنې د چارچلند دوام) موډل هغه څه وړاندې کوي چې په پخوانیو نېښانپوهنیزو نظریو کې یې نشتوالی محسوسېده. د ساوسور، پیئرس، بارټ او ایکو نظریات، که څه هم د خپل وخت لپاره ډېر مهم و، خو د نننۍ ډیجیټلي نړۍ د پیچلي او په چټکۍ سره بدلیدونکي چاپېریال اړتیاوې یې نشوې پوره کولی.
په دودیزو نظریاتو کې نښې او سمبولونه عموماً د ثابتو کولتوري کوډونو په رڼا کې تفسیر شوي چېرته چې مانا یو نسبتاُ ثابت او نه بدلېدونکی مفهوم ګڼل کېږي. په دې نظریاتو کې د انساني تعبیر پربنسټ د نښو مانا تحلیل کېږي، او ټکنالوژیکي یا متقابل بدلونونه پکې شامل نه دي. مګر په نننۍ نړۍ کې، چېرته چې د ډیجیټل ټکنالوژۍ، ټولنیزو رسنیو، او مصنوعي ځیرکتیا له امله د نښو او سمبولونو مانا په دوامداره توګه بدلېږي، یو بدلون منونکي او خوځنده (متحرک) چوکاټ ته اړتیا وه.
د CDSI ځانګړنه او نوښت: حنان حبیبزي د CDSI په وړاندې کولو سره دا هڅه کړې چې د سمبولونو او نښو مانا له عصري پنځماتیکي یا ټکنالوژیکي چاپېریال سره همغږي کړي. CDSI په دې تمرکز کوي او ښيي چې څنګه د ډیجیټلي نړۍ د نوو چاپېریالونو او ټولنیزو تعاملاتو له لارې نښې په بېلابېلو کولتوري شرایطو کې نوي تفسیرونه ترلاسه کوي.
د بیلګې په توګه: د ټرافیک څراغونه دحنان حبیبزي د CDSI نظریه په ښه توګه څرګندوي ځکه چې دا نښې د خپلو شرایطو او حالاتو پر بنسټ نوې ماناوې خپلوي. سور څراغ د درېدو نښه ده، د خطر نښه هم ده، خو په ورته وخت کې د قانون او نظم استازیتوب هم کوي. کله چې شین څراغ ولګېږي، داد تګ اجازه ورکوي او د خوندیتوب او ډاډ نښه هم ده، او د بندیز د پايته رسېدو استازیتوب کوي. ژېړ څراغ د چمتووالي نښه ده، او د حالت له بدلون سره د احتیاط مانا خپلوي. دلته هر څراغ د خلکو د عمل او حالت په اساس نوې مانا ورکوي، او دا دریواړه حالاتونه سمبولونه دي چې د ټرافیکي لارښود دنده ترسره کوي، سور څراغ د بندیز نښه ده، که څه هم پولیس نه وي، دا څراغونه په اشاره باندې له خلکو سره کار کوي د مانا ورکونکو رنګونو او د بدلیدونکو حالتونو د خپلولو له لارې خلکو ته پیغام ورکوي او خلک د څراغونو له دې ادلون بدلون څخه مانا اخلي او مجبوریږي چې پخپله خوښه د دې څراغونو په مټ د روان کړي نظم اطاعت وکړي. داد نظم او کنټرول د ټینګښت په مانا هم ده او پرته له قهري وسایلو د ټولنې د قانوني چوکاټ یو سمبول دی. ژېړ څراغ خلک چمتو کوي چې حالت بدلیدونکی دی، او په دې توګه یې د شین یا سره څراغ په انتظار کې پرېږدي.
په ډیجیټلي نړۍ کې هم حالات ورته دي، هره نښه د چاپېریال او وخت په اساس مختلف تفسیرونه خپلوي. د حنان حبیبزي CDSI نظریه همدا مفهوم روښانه کوي چې څنګه نښې په ډیجیټلي او ټولنیزو چاپېریالونو کې د خلکو او شرایطو د اغېز لاندې نوې ماناوې ترلاسه کوي. د ټرافیک څراغونه د یو داسې نظم، قانون او انضباط استازیتوب کوي چې پرته له پولیسو یا ناظم څخه د خلکو لپاره د یو کنټرول سمبول دی. دې ته ورته، ډیجیټلي نښې هم په ټولنیزو او ډیجیټلي چاپېریالونو کې د خپلو شرایطو په اساس په دوامداره توګه ماناوې بدلوي او دغه ډیجټلي نښې د خلکو د کنټرول لپاره هم کارول کېږي، لکه خلک پرته له دې چې خپل نظر ولري دغه ډيجټلي نښې یا سمبولونه د خپلو نظریاتو د ښوولو لپاره وړاندې کوي.
د حنان حبیبزي د CDSI نظریه په دې باور ده چې نښې یوازې ثابتې ماناوې نلري، بلکې د خپلو رنګونو، شکلونو، او په شرایطو کې د بدلون له لارې په دوامداره توګه نوې ماناوې پیدا کوي. د ټرافیک د څراغونو د رنګونو بدلون دا روښانه کوي چې څنګه نښې په خپل ځان کې متحرکه او بدلېدونکې مانا لري. په هر چاپېریال کې نښې د خپلو کاروونکو، شرایطو او وخت په اساس مختلف پیغامونه ورکوي، او CDSI دا ځانګړنه ښه تشریح کوي چې ددې نښو مانا په ریښتیني وخت کې د حالاتو او متقابل عمل له مخې بدلېږي.
د CDSI ځانګړنې
دټکنالوژیکي اغېز: په دودیزو نظریاتو کې د ټکنالوژۍ اغېز د مانا کولو په برخه کې نه وو پيژندل شوی او په دې اړه یوه پریکنده تشه وه چې د نه پوهاوي ستونزې يې راپورته کولې. ددې لپاره چې CDSI په پنځماتیکي یا ټکنالوژیکي پرمختګ باندې ټينګار کوي نو د ټولنیزو رسنیو دریځونه، الګوریتمونه، او د مصنوعي ځیرکتیا د نښو د تفسیر او مانا په بدلون کې مهم رول لوبوي.
د ریښتیني وخت بدلون: CDSI باور لري چې نښې او سمبولونه یوازې د وخت په تېرېدو سره نه، بلکې په ریښتیني وخت کې په بله وینا هره شیبه د تعامل او شرایطو پر بنسټ بدلېږي. په ډیجیټلي عصر کې د نښو مانا په څو دقو کې د کاروونکو د فیدبک او د ټولنیزو شبکو د سیستمونو له امله بدلیدلی شي.
کولتوري او ټولنیزه رنګارنګي: CDSI د کولتوري او ټولنیزې رنګارنګۍ اهمیت په ډیجیټلي نړۍ کې د نښو په تفسیر کې ور زیاتوي. پخوانۍ نظریې په ټولیزه توګه په ثابتو کولتوري کوډونو ټینګار کوي، خو CDSI وایی چې په انټرنیټ باندې نښې د بیلابیلو ټولنو او کولتورونو له خوا په بېلابېلو ډولونو تعبیریږي.
الګوریتمي لاسوهنه: د CDSI په چوکاټ کې، الګوریتمونه نه یوازې نښې ښیي، بلکې د مانا په بدلون کې مهم رول لوبوي. دا مفهوم په دودیزو یا په مخکینیو نظریاتو کې نشته خو CDSI دا څرګندوي چې د ټولنیزو رسنیو او انټرنیټ الګوریتمونه دا روښانه کوي چې کومې نښې ډېر خلک وګوري نو په مانا کې یې بدلون راځي یا نوې مانا ورته ټاکل کېږي.
CDSI د نښو د مانا لپاره داسې چوکاټ وړاندې کوي چې نه یوازې د نښو او سمبولونو بدلیدونکې مانا روښانه کوي بلکې د وخت او حالت پر بنسټ د نښو د تفسیر اهمیت هم څرګندوي. داد ساوسور، پیئرس، بارټ، او ایکو اندونه د نښو د تعبیر په برخه کې یو څه محدود ګڼي، خو د حنان حبیبزي CDSI مخ په وړاندې وده کوي او د ډیجیټلي او متقابل عصر اړتیاوو ته سمون ورکوي.
د حنان حبیبزي د نظريي CDSI ډیاګرام
د نوي عصر لپاره د نوي نېښانپوهنې اړتیا
د پنځماتیکي او پاسته یا د ډیجیټلي چاپېریال په پرمختګ سره د سمبولونو او نښو ماناوې هم بدلېږي. CDSI یو داسې پرمختللی چوکاټ دی چې دا متحرک بدلونونه په پام کې نیسي او موږ ته دا وړتیا راکوي چې د نښو مانا په عصري چاپېریال کې په ښه توګه ومومو. حنان حبیبزي دا مهم نوښت کړی او دغه تیوریتکي چوکاټ يې ورته جوړ کړی دی چې د نښو او سمبولونو په تفسیر کې يې د پنځماتیکي او کولتوري بدلونونو ونډه زیاته کړې او په دې توګه یې نېښانپوهنې ته نوې وده ورکړې ده چې د اوسني او راتلونکي ډیجیټلي عصر اړتیاوې پوره کوي.
د ساوسور، پیئرس، بارټ او ایکو نظریات د نښو او سمبولونو په اړه مهمه بنسټیزه اډانه ګڼل کېږي خو د حنان حبیبزي کار یا CDSI د ډیجیټلي عصر له اړتیاوو او غوښتنو سره سم جوړ او پراخ کړی شوی دی. CDSI موږ ته دا ښيي چې څنګه د کولتوري، پنځماتیکي، او ټولنیزو تعاملاتو له لارې نښې نوې ماناوې خپلوي، او په بېلابېلو شرایطو او چاپیریالونو کې یې په مانا کې بدلون رامنځته کېږي.
Comments
Post a Comment