Skip to main content

خبریالي: د حقایقو لپاره زړورتیا او قرباني

د الله په نوم چې ډېر مهربانه او ډېر رحم والا دی. 

د الجزیرې خبریالانو د اوربند روسته خپلې خولۍ ایسته کړې


لیکنه: حنان حبیبزی 

خبریالي یو سپېڅلی او له ژمنتیا ډک چوپړ دی چې د ټولنې غږ پورته کوي او د حقایقو ښکارندویي کوي، داد مسلکي ارزښتونو او اصولو په رڼا کې یو سخت او ننګونکی مزل دی. په ځانګړي ډول هغه خبریالان چې د جګړې، کړکېچ او اشغال لاندې سیمو کې کار کوي، د خپل ژوند په قربانۍ سره له ظلمونو او تیریو څخه پرده پورته کوي او د بیوزلو کسانو غږ د نړیوالو د غوږونو او سترګو رسوي. د الجزیرې خبریالانو د غزې په جګړه کې د ژمنتیا او زړورتیا بېلګه وښوده چې د بمونو او وحشت تر سیوري لاندې یې د خلکو غږ خپراوه، او نړۍ ته یې رساوه. ددې سره سره چې د نیواکګرو ځواکونو له خوا تر بریدونو راغلل او ځینو یې خپل ژوند او د کورنیو د غړو د له لاسه ورکولو سره سره بیایې هم په زوړرتیا د رښتیاو خپرول پرېنښوول او یوازې پخپلو راپورونو کې د رښتیاو ښکاره کولو ته ژمن وو بلکې د جګړې د قربانیانو د دردونو او کړاوونو ریښتینې انځورګري وکړه چې دا کار له سختو بدني او ذهني ربړونو څخه خالي نه وو. دوی د جګړې پر مهال له مرګوني ګواښونو سره مخ وو، خو د خپل مسوولیت د ترسره کولو لپاره یې شاته ګام وانخیست. خبریالانو د نیوکګرو ځواکونو د هر یو برید او وحشت تر منځ د انساني ارزښتونو ژغورلو هڅه کوله او نړۍ ته یې وښوده چې د جګړې ریښتینې بیه یوازې د جګړې په ډګر کې دوه مخامخ غاړې نه ورکوي، بلکې په اصل کې یې هغه خلک پرې کوي چې ملکیان دي، په ځانګړي ډول ښځې، ماشومان، په غزه کې له سل زرو څخه زیات ملکي خلک ووژل شول او د پاتې خلکو کورونه او انستیتونه یې ویجاړ کړل او دوی بې بېځایه کېدو ته مجبور کړل چې دا حالت له لوږې، خوارځواکۍ او بیوزلۍ او سختۍ سره ملګری وو. د الجزیرې خبریالانو د خپل قلم او کامرې په وسیله دا ثابته کړه چې خبریالي یوازې یو مسلک نه دی، بلکې د مظلومو خلکو د غږ لپاره یو مسؤلیت او قرباني غوښتونکی رسالت دی.

Comments

Popular posts from this blog

انس شریف: د غزې وروستی خبر

  لیکنه: حنان حبیبزی  ۱۱ اګست ۲۰۲۵  د ماښام وروستۍ رڼا ورو ورو د غزې له کوڅو ووتله، لکه ښار چې د یوې ستړې او ژړا ډکې مور په ټکري کې پټېږي. د باروتو بوی د سوځېدلو ودانیو له لوګي سره ګډ ده، او هره ساه د ژوند او مرګ تر منځ د نرۍ کرښې په اوږدو کې اخیستل کېږي. انس شریف د یوې نیمه ورانې ودانۍ مخې ته ودرېد. د خاورو له منځه یو سپین، نازک کوچنی لاس ورو ورو راښکاره شو، له خاورو او وینو ډک دی، د ژوند وروستۍ هڅې په کې ښکاري. د مایک له لارې یې غږ خپور شو: "دلته، د ودانۍ لاندې، یوه کورنۍ له منځه تللې ده… خو ددې تنکي ماشوم لاسونه ښورېږي، زه یې وینم، لا ژوندی دی." د کمرې له شا یې په شونډو کې هغه نرمه خو زړوره مسکا وځلېده – ددې لپاره نه چې زړه یې خوشاله دی، بلکې  ددې لپاره چې پوهېده، هره زړورتیا او هره مهرباني باید ددې جګړې د تیارو په وړاندې ودرېږي. د هغه ملګرو ورته ویل: – انسه، ته خو په دې لمبو کې هم خندا کولی شې! انس ورو ځواب ورکړ: – که موږ خندل بند کړو، دروغ به د رښتیا ځای ونیسي. له همدې سره یې په ژوندۍ خپرونه کې یې ددې ماشوم د ژغورنې هڅه پیل کړه. مخکې ولاړ، په یوې نرۍ کوڅه کې درې...

کرکتنه: هواجس، د طه درویش ادبي خاطرې

لیکنه حنان حبیبزی  ادب هغه هنداره ده چې د انسان د زړه پټې خبرې او د ذهن ناڅاپي اغیز په کې انځورېږي. کله چې لیکوال د خپلې ددننۍ نړۍ خبرې د کلیمو په لالهانده روان کې واچوي، لوستونکی د یوه بل انسان د زړه له کیسو او فکر د سیند د څپو شاهد ګرځي. د طه درویش کتاب  هواجس  همداسې یو اثر دی: ډاکتر درویش د اردون د عمان دې او هلته د ژورنالیزم په پوهنځي کې  د استادۍ ترڅنګ ښه ادیب هم دی. نوموړی  په دې وروستیو کې راغلی وو، د خپل کتاب یوه کاپي يې هم راکړه چې کله مې ولوسته نو ډيره مې په زړه پورې ومونده. نوموړی پخپل کتاب کې د ژوند هسکو او ټیټو، د فکر د غلي فریاد او د ناڅاپي علمي سفرونو یو ادبي انځور رادمخه کوي چې په هغې کې نورو انسانانو ته د زده کړو یوه لار پرانیزي. د کتاب نوم هواجس دی او په عربي ژبه دی، د کتاب نوم د اثر د منځپانګې دروازې پرانیزي. هواجس د زړه هغه ناڅاپي خيالات، وسوسې او اندېښنې دي چې انسان یې کله هم په ښکاره ژبه نه وایي خو د فکر په ژورو کې یې احساسوي. په ادبي بڼه، دا نوم د یو دننني ډیالوګ نښه ده چې لیکوال  پکې له خپل رب، له خپل ضمیر، او له خپل ځان سره خ...

د نښپوهنې د نظريو تاريخي بهير

لیکنه: حنان حبیبزی د نښپوهنې تاريخ ښيي چې د مانا، نښې او تعبیر د پوهېدو مفاهيم د وخت په تېرېدو سره پراخ شوي او ژور شوي دي. فرديناند دي ساسور (1857–1913) د دې علم بنسټ د «نښه» پر جوړښت کېښود. د ده په وینا نښه د «اشاري بڼه» او «اشاره شوي مفهوم» تر تړاو جوړه ده، او "دا تړاو د ژبې د ټولنیزو اصولو له مخې ثابت کېږي. په دې اساس مانا د ژبني نظام د ګډو توافقاتو له لارې رامنځته کېږي او نسبتاً ثابته پاتې کېږي" (Saussure, 1916). چارلس پېرس (1839–1914) بيا د مانا مفهوم نور هم خوځنده او فکري کړ. د هغه د درې‌ګونې نښې ماډل (Object, Sign, Interpretant) له مخې مانا په یوه روان ذهني بهیر کې رامنځته کېږي. دلته نښه یواځې لغوي ارزښت نه لري، بلکې ذهن یې د تفسیر، پرتله، اشارې او استدلال له لارې تل تعبیر ته بیايي. نو "مانا د فکري حرکت او سیاقي بدلون پایله ده، نه د یوه ثابت جوړښت پایله" (Peirce, 1955). رولان بارت (1915–1980) بیا نښپوهنه د ژبې له پولو څخه کلتور ته وغځوله. هغه وښوده چې نښې یوازې لغوي توکي نه دي، بلکې د ټولنیزو ارزښتونو، باورونو، قدرتي ایدیالوژیو او فرهنګي احساساتو د تولید وسیل...