Posts

غازي امان الله خان یو ځیرک مشر

د امان الله خان بابا د ژوند مطالعه چې ما وکړه ، ماته مالومه شوه چې د جګړې ‌‌‌‌‌‌ډیر خلاف وو، او ‌‌‌‌‌‌ډیر دنظم اوپرمختګ او د هیواد د کوڅو او لارو د صفايي طرفدار وو، هغه غوښتل چې په افغانستان کې داسې کلک تاداوو کېږدي چې افغانستان د پرمختګ په بیسارې بیلګې بدل کړي. د ټولنې په ارواپوهنه ښه پوهه وو. په خبرو کې به یې شیبه په شیبه توکل په الله ویلې ، له ملایانو او دودپاله کلیوالو سره یې ښه پیشامد کاوو او ددوی ستونزې به یې ژر اوارې کړې، له ملایانو او له نورو قومي مخورو سره به یې ‌‌‌‌‌‌ډیره مرسته کوله. د خلکو ترمنځ یې توپیر نه کاوو او ټولو افغانانو ته یې ښیرازي غوښتله. ځینې خلک امان الله خان د اتاترک ملګری بولي چې دا خبره بالکل ناسمه ده، ځکه اتاترک داسې کس وو چې له واک مخکې د ملایانو په خدمت کې وو، ځان یې درویش وهلی وو، کله چې یې قدرت ترلاسه کړ په دودیزو کارونو او اسلامي کړنو باندې یې بندیز ولګاوو چې دې شي دده په وړاندې انزجار ‌‌‌‌‌‌ډیر کړ. علمي او پوهنتوني پوهه یې نلرله، ناڅاپه د واکمنۍ د خوږو او رنګینیو تر اغیز لاندې راغی چې برنامې یې ګردې ناکامې شوې او دایمي نه وې، لکه دا...

د شوروي خلاف له حکمتیار سره امریکا تر ټولو ډيرې مرستې ولې کولې؟

ځکه چې دی د روسانو خلاف قوي ترینه ځواک وو لکه نن چې طالبان د امریکا پخلاف قوي ترینه ځواک دی .  دا هغه سړی دی چې د کرملین ماڼۍ یې په لړزه راوستله او روسان يې مجبور کړل چې افغانستان پریږدي .  هغه افغانان چې د روسانو له ملاتړ څخه په برخمن حکومت کې وو، ولې له حکمتیار کرکه لري ددې لپاره چې حکمتیار قوي ترینه اړخ وو چې حکومت ورسره مخامخ وو .  پرون ما له یوتلویزون څخه یو پخوانی جنرال صاحب چې په پوځي پیلوټۍ کې یې اتلولي اخیستې وه، واوریده پوښتنه ترې وشوه ایا په هوا کې ستا الوتکه خرابه شوې ده؟ هغه وویل ډیره، څوڅو ځلې يې الوتکه په کونړ، جلال اباد، کندهار، هلمند، پکتیا او هرات کې ویشتل شوې ده، یانې داسې یې ونه ویل چې په پنجشیر کې ویشتل شوې ده یا پغمان کې . زما خپله په یاد دي چې مسعود د روسانو د یرغل پرمهال په بغلان کې د حکمتیار په مرکزونو بریدونه وکړل، د اندراب له لارې، د مسعود کسانو پیاده جنګ کاوو چې زما د ورور په ګډون زموږ ډیر کلیوال چې ټول ملکي خلک وو پکې ولګیدل، او له پاسه روسانو بمبارد کاوو . هوای کومک ورته روسانو ورکاوو او هرسړی چې يې لیده نیپال بم په...

د ترمپ د اټومي ګواښ ایتولوژي

لیکنه: حنان حبیبزی  په افغانستان باندې د ترمپ د اټومي وسلې ګواښ یوه تبلیغاتي بڼه لري. د سایکالوجیکي جګړې وروستۍ بڼه ده.  دا ګواښ څو موخې لري چې په لاندې ‌‌‌‌‌‌ډول دي: ١. په دې سره غواړي چې طالبان احساساتي کړي چې غبرګون وښيي، هغه څه ترې واوري چې له یو دښمن څخه یې دوی تمه لري. ٢. دا په داسې حال کې ده چې امریکا له طالبانو سره د سولې په خبرو لګیا ده، دغسې ګواښ ته چې د امریکا ولسمشر یې دافغانانو خلاف کوي دوی څه غبرګون ښيي.  ٣. ایا ددې ګواښ په غبرګون کې کوم افغان یا کومه بله بنسټپاله افغان ‌‌‌‌‌‌ډله څه ‌‌‌‌‌‌ډول خبره یا عمل کوي ، ایا څوک امریکې ته کوم ګواښ کوي کنه؟  ٤. داد سایکالوجیکي‌‌‌‌‌‌ جګړې یوه بیلګه ده چې فشار واچوي چې د امریکا په وړاندې نور هیوادونه د مقابلې وړتیا نلري.  ٥. په دې ‌‌‌‌‌‌ډول هغو خلکو ته ځواب ورکوي، چې له افغانستان څخه د امریکا وتل،ماتې ګڼي.  ٦. له افغانستان څخه د خپلو عسکرو باسل او له خپل دښمن طالبانو سره د سولې خبرو ته یو سرپوښ ورکوي چې امریکا کمه مه ګڼی.  ٧. له دې ګواښ سره د خپل اټومي ځواک وړتیا ښکاره کوي. مخامخ...

افغانستان او د رهبرۍ د کړکیچ زیانونه

لیکوال:  حنان حبیبزی په ولله چې زموږ په هیواد کې هیڅ رهبر نشته دی، که رهبر یې درلودای زموږ په برخلیک به هغه څوک نه غږیدل چې دا اتلس کاله یې په افغانستان کې د افغان په وینو لوی تجارت وکړ. کابل او د ارګ دوړه مارانو فکر کاوو چې هرڅه پرته له چورته ووايي خو له پایلو یې خبر نه وو، داسې فکر نکوي چې ددې پایلې موږ ته څه دي؟ ماچې به لیکنې کولې چې داسې مه وايي شعار بدل کړی، ماته به یې کنځلې کولې.   ددوی دخپل نظر برعکس د پاکستان په تبلیغاتي سرچینه بدل شوي وو خو فکر یې کاوو چې دا نارې او سورې یې د هیواد په ګټه دي، کله چې پاکستان له طالبانو سره مرسته کوله، ایا د پاکستان موخه باندې تاسې نه پوهیدی پنځه ستوریزو بیسوادانو چې پاکستان دغه غواړي چې تاسې د هیواد په هره برخه کې د ترهګرو بریدونو پړه پرې واچوی، خو غښتلي خلک د پړې پر ځای داسې ځواب ورکوي چې د دښمن ادعا ته تبلیغات ونشي او هغه پرې پوهه هم نشي چې له کومې خوا ووهل شو. نبیل ځانته د اسخباراتي چارو سر لښکر وايي خو په دې نه پوهیده چې د محرمو اسنادو د خپرولو پایله څه ده؟ په دې سره خو دې د افغانستان امنیت له خطر سره مخ کړ.   کل...

د لیلې دښتې ستره ډله ییزه وژنه له عدالت نه پټیږي

Image
په دوحه کې د طالبانو او مخالفو ډلو د غړیو بنډار حنان حبیبزی                         د ملي جنبش د مشرجنرال دوستم زوی په دوحه کې د طالبانو ددفتر له یوغړي ملا نورالله نوري سره په یوه میز ‌‌‌‌‌‌ډو‌‌‌‌‌‌ډي خوري . ملا نوري هغه سړی دی چې د مزار له ماتې وروسته جنرال دوستم ته د یوې هوکړې له مخې له زرګونو جنګیالیو سره تسلیم شوی وو . نوموړی بیا جنرال دوستم  امریکا يي ځواکونو ته   وسپا ره او په زرګونو تسلیم شوي جنګیالي یې په ‌‌‌‌‌‌ډله ییزه توګه ووژل شول . ددوی ‌‌‌‌‌‌ډله ییز کبرونه د مزارشریف په څن‌‌‌‌‌‌ډو او لیلې په دښته کې د ملګرو ملتونو له خوا   کتل شوي او د بشري حقونو لپاره د ډاکټرانو د نړیوالې ټولنې له خوا ثبت شوي دي .  څیړونکو وویل چې د شاوخوا اوه زره   طالب اسیرانومړي په دغو ‌‌‌‌‌‌ډله ییزو کبرونو کې شته دي چې په کانتنرونو کې وژل شوي وو .  د لویدیځ رسنیو دغه جنایت د چلي هیواد د...