Skip to main content

غازي امان الله خان یو ځیرک مشر


د امان الله خان بابا د ژوند مطالعه چې ما وکړه ، ماته مالومه شوه چې د جګړې ‌‌‌‌‌‌ډیر خلاف وو، او ‌‌‌‌‌‌ډیر دنظم اوپرمختګ او د هیواد د کوڅو او لارو د صفايي طرفدار وو، هغه غوښتل چې په افغانستان کې داسې کلک تاداوو کېږدي چې افغانستان د پرمختګ په بیسارې بیلګې بدل کړي. د ټولنې په ارواپوهنه ښه پوهه وو. په خبرو کې به یې شیبه په شیبه توکل په الله ویلې ، له ملایانو او دودپاله کلیوالو سره یې ښه پیشامد کاوو او ددوی ستونزې به یې ژر اوارې کړې، له ملایانو او له نورو قومي مخورو سره به یې ‌‌‌‌‌‌ډیره مرسته کوله. د خلکو ترمنځ یې توپیر نه کاوو او ټولو افغانانو ته یې ښیرازي غوښتله. ځینې خلک امان الله خان د اتاترک ملګری بولي چې دا خبره بالکل ناسمه ده، ځکه اتاترک داسې کس وو چې له واک مخکې د ملایانو په خدمت کې وو، ځان یې درویش وهلی وو، کله چې یې قدرت ترلاسه کړ په دودیزو کارونو او اسلامي کړنو باندې یې بندیز ولګاوو چې دې شي دده په وړاندې انزجار ‌‌‌‌‌‌ډیر کړ. علمي او پوهنتوني پوهه یې نلرله، ناڅاپه د واکمنۍ د خوږو او رنګینیو تر اغیز لاندې راغی چې برنامې یې ګردې ناکامې شوې او دایمي نه وې، لکه دا اوس چې تاسې د ترکې ټولنې ته وګوری ورو ورو بیرته دین طرفته ورځي، ځکه د اتاترک برنامې احساساتي وې او د ټولنې د اصولو او غوښتنو سره په ټکر کې وې خو د امان الله خان برنامې دوامداره او اوږدمهالې موخې لپاره وې خویوڅه ته چې شاه امان الله ژر پام نه وو کړی هغه د بهرنیو هیوادونو دتبلیغاتو مخنیوی وو چې دده سلطنت ته یې ستونزې پیدا کړې. په دې تبلیغاتو کې زیاتره پانګونه روسانو او هند کوله. هر وخت د افغانانو ستره ستونزه داده چې تبلیغاتو او رښتیاوو ترمنځ توپیر نشي کولای او دغه تبلیغات چې په ښایسته ټکو رانغاړل شوي وي، د افغانستان پخلاف ترې کار اخیستل کېږي، خو ‌‌‌‌‌‌ډیری افغانان پرې نه پوهیږي.

Comments

Popular posts from this blog

انس شریف: د غزې وروستی خبر

  لیکنه: حنان حبیبزی  ۱۱ اګست ۲۰۲۵  د ماښام وروستۍ رڼا ورو ورو د غزې له کوڅو ووتله، لکه ښار چې د یوې ستړې او ژړا ډکې مور په ټکري کې پټېږي. د باروتو بوی د سوځېدلو ودانیو له لوګي سره ګډ ده، او هره ساه د ژوند او مرګ تر منځ د نرۍ کرښې په اوږدو کې اخیستل کېږي. انس شریف د یوې نیمه ورانې ودانۍ مخې ته ودرېد. د خاورو له منځه یو سپین، نازک کوچنی لاس ورو ورو راښکاره شو، له خاورو او وینو ډک دی، د ژوند وروستۍ هڅې په کې ښکاري. د مایک له لارې یې غږ خپور شو: "دلته، د ودانۍ لاندې، یوه کورنۍ له منځه تللې ده… خو ددې تنکي ماشوم لاسونه ښورېږي، زه یې وینم، لا ژوندی دی." د کمرې له شا یې په شونډو کې هغه نرمه خو زړوره مسکا وځلېده – ددې لپاره نه چې زړه یې خوشاله دی، بلکې  ددې لپاره چې پوهېده، هره زړورتیا او هره مهرباني باید ددې جګړې د تیارو په وړاندې ودرېږي. د هغه ملګرو ورته ویل: – انسه، ته خو په دې لمبو کې هم خندا کولی شې! انس ورو ځواب ورکړ: – که موږ خندل بند کړو، دروغ به د رښتیا ځای ونیسي. له همدې سره یې په ژوندۍ خپرونه کې یې ددې ماشوم د ژغورنې هڅه پیل کړه. مخکې ولاړ، په یوې نرۍ کوڅه کې درې...

کرکتنه: هواجس، د طه درویش ادبي خاطرې

لیکنه حنان حبیبزی  ادب هغه هنداره ده چې د انسان د زړه پټې خبرې او د ذهن ناڅاپي اغیز په کې انځورېږي. کله چې لیکوال د خپلې ددننۍ نړۍ خبرې د کلیمو په لالهانده روان کې واچوي، لوستونکی د یوه بل انسان د زړه له کیسو او فکر د سیند د څپو شاهد ګرځي. د طه درویش کتاب  هواجس  همداسې یو اثر دی: ډاکتر درویش د اردون د عمان دې او هلته د ژورنالیزم په پوهنځي کې  د استادۍ ترڅنګ ښه ادیب هم دی. نوموړی  په دې وروستیو کې راغلی وو، د خپل کتاب یوه کاپي يې هم راکړه چې کله مې ولوسته نو ډيره مې په زړه پورې ومونده. نوموړی پخپل کتاب کې د ژوند هسکو او ټیټو، د فکر د غلي فریاد او د ناڅاپي علمي سفرونو یو ادبي انځور رادمخه کوي چې په هغې کې نورو انسانانو ته د زده کړو یوه لار پرانیزي. د کتاب نوم هواجس دی او په عربي ژبه دی، د کتاب نوم د اثر د منځپانګې دروازې پرانیزي. هواجس د زړه هغه ناڅاپي خيالات، وسوسې او اندېښنې دي چې انسان یې کله هم په ښکاره ژبه نه وایي خو د فکر په ژورو کې یې احساسوي. په ادبي بڼه، دا نوم د یو دننني ډیالوګ نښه ده چې لیکوال  پکې له خپل رب، له خپل ضمیر، او له خپل ځان سره خ...

د نښپوهنې د نظريو تاريخي بهير

لیکنه: حنان حبیبزی د نښپوهنې تاريخ ښيي چې د مانا، نښې او تعبیر د پوهېدو مفاهيم د وخت په تېرېدو سره پراخ شوي او ژور شوي دي. فرديناند دي ساسور (1857–1913) د دې علم بنسټ د «نښه» پر جوړښت کېښود. د ده په وینا نښه د «اشاري بڼه» او «اشاره شوي مفهوم» تر تړاو جوړه ده، او "دا تړاو د ژبې د ټولنیزو اصولو له مخې ثابت کېږي. په دې اساس مانا د ژبني نظام د ګډو توافقاتو له لارې رامنځته کېږي او نسبتاً ثابته پاتې کېږي" (Saussure, 1916). چارلس پېرس (1839–1914) بيا د مانا مفهوم نور هم خوځنده او فکري کړ. د هغه د درې‌ګونې نښې ماډل (Object, Sign, Interpretant) له مخې مانا په یوه روان ذهني بهیر کې رامنځته کېږي. دلته نښه یواځې لغوي ارزښت نه لري، بلکې ذهن یې د تفسیر، پرتله، اشارې او استدلال له لارې تل تعبیر ته بیايي. نو "مانا د فکري حرکت او سیاقي بدلون پایله ده، نه د یوه ثابت جوړښت پایله" (Peirce, 1955). رولان بارت (1915–1980) بیا نښپوهنه د ژبې له پولو څخه کلتور ته وغځوله. هغه وښوده چې نښې یوازې لغوي توکي نه دي، بلکې د ټولنیزو ارزښتونو، باورونو، قدرتي ایدیالوژیو او فرهنګي احساساتو د تولید وسیل...