Skip to main content

د شوروي خلاف له حکمتیار سره امریکا تر ټولو ډيرې مرستې ولې کولې؟



ځکه چې دی د روسانو خلاف قوي ترینه ځواک وو لکه نن چې طالبان د امریکا پخلاف قوي ترینه ځواک دی
دا هغه سړی دی چې د کرملین ماڼۍ یې په لړزه راوستله او روسان يې مجبور کړل چې افغانستان پریږدي
هغه افغانان چې د روسانو له ملاتړ څخه په برخمن حکومت کې وو، ولې له حکمتیار کرکه لري ددې لپاره چې حکمتیار قوي ترینه اړخ وو چې حکومت ورسره مخامخ وو
پرون ما له یوتلویزون څخه یو پخوانی جنرال صاحب چې په پوځي پیلوټۍ کې یې اتلولي اخیستې وه، واوریده پوښتنه ترې وشوه ایا په هوا کې ستا الوتکه خرابه شوې ده؟ هغه وویل ډیره، څوڅو ځلې يې الوتکه په کونړ، جلال اباد، کندهار، هلمند، پکتیا او هرات کې ویشتل شوې ده، یانې داسې یې ونه ویل چې په پنجشیر کې ویشتل شوې ده یا پغمان کې.
زما خپله په یاد دي چې مسعود د روسانو د یرغل پرمهال په بغلان کې د حکمتیار په مرکزونو بریدونه وکړل، د اندراب له لارې، د مسعود کسانو پیاده جنګ کاوو چې زما د ورور په ګډون زموږ ډیر کلیوال چې ټول ملکي خلک وو پکې ولګیدل، او له پاسه روسانو بمبارد کاوو.
هوای کومک ورته روسانو ورکاوو او هرسړی چې يې لیده نیپال بم په غورځاوه. ځینې وخت به الوتکې راغلې د مسعود کسانو به د حکمتیار د سنګر طرفته رسام مرمۍ ووشته چې روسي الوتکو ته د حزب مرکز وروښيي.بیابه دغه جیت طیارې ورغلې او هلته به یې بمونه واچول.
دایو حقیقت دی، ورشی د خنجان له خلکو پوښتنه وکړی، د دوشي له خلکو پوښتنه وکړی او د اندراب له خلکو پوښتنه وکړی.
د مسعود یو قومندان وو عبدالرب نومانده، نه یې سپین ږیري ته کتل او نه يې ماشوم ته هر څوک يې بندي کول، او لښتې يې ورته پرې کولې، شپه د سبايي په لښتو واهه، بیابه يې یخ ته په لوڅو پښو ودراوه، په کورونو باندې يې ډوډۍ په زوره خوړله.
په دې توګه که تاسې د روسانو خلاف د جګړې تاریخ ته وګوری نورو ډلو ان له روسانوسره هم جوړجاړی وکړ او له هغوی يې مرستې ترلاسه کولې په داسې حال کې چې د روسانو یرغل یو ښکاره تیری وو چې باید په وړاندې يې افغانان دریدلي وای او حکمتیار دا کار وکړ.
په هیواد کې دا ټول پاڅون دده ترمشرۍ لاندې ترسره شو چې بیاروسته د بهرنیو لاسوهنو له کبله دا نور تنظیمونه له حکمتیار بیل شول.

Comments

Popular posts from this blog

انس شریف: د غزې وروستی خبر

  لیکنه: حنان حبیبزی  ۱۱ اګست ۲۰۲۵  د ماښام وروستۍ رڼا ورو ورو د غزې له کوڅو ووتله، لکه ښار چې د یوې ستړې او ژړا ډکې مور په ټکري کې پټېږي. د باروتو بوی د سوځېدلو ودانیو له لوګي سره ګډ ده، او هره ساه د ژوند او مرګ تر منځ د نرۍ کرښې په اوږدو کې اخیستل کېږي. انس شریف د یوې نیمه ورانې ودانۍ مخې ته ودرېد. د خاورو له منځه یو سپین، نازک کوچنی لاس ورو ورو راښکاره شو، له خاورو او وینو ډک دی، د ژوند وروستۍ هڅې په کې ښکاري. د مایک له لارې یې غږ خپور شو: "دلته، د ودانۍ لاندې، یوه کورنۍ له منځه تللې ده… خو ددې تنکي ماشوم لاسونه ښورېږي، زه یې وینم، لا ژوندی دی." د کمرې له شا یې په شونډو کې هغه نرمه خو زړوره مسکا وځلېده – ددې لپاره نه چې زړه یې خوشاله دی، بلکې  ددې لپاره چې پوهېده، هره زړورتیا او هره مهرباني باید ددې جګړې د تیارو په وړاندې ودرېږي. د هغه ملګرو ورته ویل: – انسه، ته خو په دې لمبو کې هم خندا کولی شې! انس ورو ځواب ورکړ: – که موږ خندل بند کړو، دروغ به د رښتیا ځای ونیسي. له همدې سره یې په ژوندۍ خپرونه کې یې ددې ماشوم د ژغورنې هڅه پیل کړه. مخکې ولاړ، په یوې نرۍ کوڅه کې درې...

کرکتنه: هواجس، د طه درویش ادبي خاطرې

لیکنه حنان حبیبزی  ادب هغه هنداره ده چې د انسان د زړه پټې خبرې او د ذهن ناڅاپي اغیز په کې انځورېږي. کله چې لیکوال د خپلې ددننۍ نړۍ خبرې د کلیمو په لالهانده روان کې واچوي، لوستونکی د یوه بل انسان د زړه له کیسو او فکر د سیند د څپو شاهد ګرځي. د طه درویش کتاب  هواجس  همداسې یو اثر دی: ډاکتر درویش د اردون د عمان دې او هلته د ژورنالیزم په پوهنځي کې  د استادۍ ترڅنګ ښه ادیب هم دی. نوموړی  په دې وروستیو کې راغلی وو، د خپل کتاب یوه کاپي يې هم راکړه چې کله مې ولوسته نو ډيره مې په زړه پورې ومونده. نوموړی پخپل کتاب کې د ژوند هسکو او ټیټو، د فکر د غلي فریاد او د ناڅاپي علمي سفرونو یو ادبي انځور رادمخه کوي چې په هغې کې نورو انسانانو ته د زده کړو یوه لار پرانیزي. د کتاب نوم هواجس دی او په عربي ژبه دی، د کتاب نوم د اثر د منځپانګې دروازې پرانیزي. هواجس د زړه هغه ناڅاپي خيالات، وسوسې او اندېښنې دي چې انسان یې کله هم په ښکاره ژبه نه وایي خو د فکر په ژورو کې یې احساسوي. په ادبي بڼه، دا نوم د یو دننني ډیالوګ نښه ده چې لیکوال  پکې له خپل رب، له خپل ضمیر، او له خپل ځان سره خ...

د نښپوهنې د نظريو تاريخي بهير

لیکنه: حنان حبیبزی د نښپوهنې تاريخ ښيي چې د مانا، نښې او تعبیر د پوهېدو مفاهيم د وخت په تېرېدو سره پراخ شوي او ژور شوي دي. فرديناند دي ساسور (1857–1913) د دې علم بنسټ د «نښه» پر جوړښت کېښود. د ده په وینا نښه د «اشاري بڼه» او «اشاره شوي مفهوم» تر تړاو جوړه ده، او "دا تړاو د ژبې د ټولنیزو اصولو له مخې ثابت کېږي. په دې اساس مانا د ژبني نظام د ګډو توافقاتو له لارې رامنځته کېږي او نسبتاً ثابته پاتې کېږي" (Saussure, 1916). چارلس پېرس (1839–1914) بيا د مانا مفهوم نور هم خوځنده او فکري کړ. د هغه د درې‌ګونې نښې ماډل (Object, Sign, Interpretant) له مخې مانا په یوه روان ذهني بهیر کې رامنځته کېږي. دلته نښه یواځې لغوي ارزښت نه لري، بلکې ذهن یې د تفسیر، پرتله، اشارې او استدلال له لارې تل تعبیر ته بیايي. نو "مانا د فکري حرکت او سیاقي بدلون پایله ده، نه د یوه ثابت جوړښت پایله" (Peirce, 1955). رولان بارت (1915–1980) بیا نښپوهنه د ژبې له پولو څخه کلتور ته وغځوله. هغه وښوده چې نښې یوازې لغوي توکي نه دي، بلکې د ټولنیزو ارزښتونو، باورونو، قدرتي ایدیالوژیو او فرهنګي احساساتو د تولید وسیل...