د ترمپ د اټومي ګواښ ایتولوژي
لیکنه: حنان حبیبزی
په افغانستان باندې د ترمپ د اټومي وسلې ګواښ یوه تبلیغاتي بڼه لري. د سایکالوجیکي جګړې وروستۍ بڼه ده. دا ګواښ څو موخې لري چې په لاندې ډول دي:
١. په دې سره غواړي چې طالبان احساساتي کړي چې غبرګون وښيي، هغه څه ترې واوري چې له یو دښمن څخه یې دوی تمه لري.
٢. دا په داسې حال کې ده چې امریکا له طالبانو سره د سولې په خبرو لګیا ده، دغسې ګواښ ته چې د امریکا ولسمشر یې دافغانانو خلاف کوي دوی څه غبرګون ښيي.
٣. ایا ددې ګواښ په غبرګون کې کوم افغان یا کومه بله بنسټپاله افغان ډله څه ډول خبره یا عمل کوي ، ایا څوک امریکې ته کوم ګواښ کوي کنه؟
٤. داد سایکالوجیکي جګړې یوه بیلګه ده چې فشار واچوي چې د امریکا په وړاندې نور هیوادونه د مقابلې وړتیا نلري.
٥. په دې ډول هغو خلکو ته ځواب ورکوي، چې له افغانستان څخه د امریکا وتل،ماتې ګڼي.
٦. له افغانستان څخه د خپلو عسکرو باسل او له خپل دښمن طالبانو سره د سولې خبرو ته یو سرپوښ ورکوي چې امریکا کمه مه ګڼی.
٧. له دې ګواښ سره د خپل اټومي ځواک وړتیا ښکاره کوي. مخامخ داسې نه وای چې امریکا تردې کچې اټومي وړتیا لري بلکې مثال یې وړاندې کوي چې يو هیواد په درې ورځو کې ویجاړولی شي او هغه هم افغانستان.
٨. د افغانستان بیلګه یوازې افغانان نه رانغاړي بلکې اصلي موخه یې درې ګاوندیانو روسیه، چین، پاکستان او ایران ته ګواښ دی.
۹. ددې بیلګه د ښکاري هغه چل ته ورته ده چې په قفس کې خپل ځرک د ښکار ځای ته نږدې وړي چې اوازونه جوړ کړي چې په سیمه کې شته غرني ځرکان هم غږونه جوړ کړي چې مالومه کړي دده نښې ته کوم غرنی ځرک نژدې دی.
۱۰. له دې داهم مالوموي چې افغانستان په نړۍ کې څومره دوستان لري او د روسیې او چین عکس العمل څه دی؟
ددې ګواښ بل اړخ
د ترمپ دا خبره امریکاته همدومره منفي اړخونه هم لري چې یوازې درې به یې دلته وړاندې کړم.
۱. د امریکا تصویر جګړه مار او بدرنګه ښيي.
۲. “که موږ وغواړو” ټکي یې په ښکاره توګه په جګړه کې روستي اپشن ته اشاره ده، دا داسې مانا ورکوي چې دوی نور ټول اپشنونه کارولي دي او همدا روستی پاتې دی.
۳. دا ددې مانا ورکوي چې امریکې لا جګړه نه ده ګټلې او غواړي چې نور په افغانستان کې د جګړې له سریښ څخه
امریکا د ګواښ شالید
د جګړې د دایمي اقتصاد: امریکايي پانګوالۍ لوبدل په نوم کتاب په نولس سوه پنځه اتیایم کال کې د چاپ شوي چې د سېمور مېلمن په نامه یو څیړونکي لیکلی دی. په دې کتاب کې دېته کتنه شوې ده چې د نولس سوه نهه ویشتم او دري درشمو کلونو پورې امریکا له وارخطايي سره مخ وه چې اقتصاد یې ډیر له ټکان سره مخامخ شو او روسته بیا جګړو ته ورغله چې بیایې اتومي وسله راپورته کړه چې له اضافه خرچۍ ځان وژغوري خو په دې عصر کې چې یوازې افغانستان له ناخوالو سره مخ دی او ملايي څلويښت کلنې جګړې ټپي کړې ده او کوم پوځي او ټیکنالوجیک زبرځواک نه دی او د مامورینو معاش یې لاهم د امریکا په غاړه دی نو ځکه دغسې ګواښونه کېږي چې حکومت یې د ورته غبرګون مجال نلري څلویښت کاله جګړو ویجاړ کړی او محتاج دی، او اوس یې کنډوالو ته دا ګواښ بیخي بدرنګه کار دی چې حقیقت ته نه رسیږي.
Comments
Post a Comment