دروغجن څنګه وپیژنو

لیکنه: حنان حبیبزی ایا پوهیږی چې دروغو د ویلو په وخت کې د انسان بدن په اشاره سره وايي چې دا خبره دروغ ده. ددې لپاره دا لیکنه ترپایه ولولی او خپلو ملګرو سره شریکه کړی چې له دروغجنو څخه بچ شی. د دروغو په اړه یو ژوره کره کتنه اړینه ده چې پوه شو خلک ولې او څنګه دروغ وایي. ډیری خلک چې ورسره مخ کېږو، معمولي دروغ وایي، کوم چې د ستونزې وړ نه دي. خو ځینې کسان په لویو او مهمو مسالو کې دروغ وایي، کوم چې د اړیکو د خرابېدو، د کار د له لاسه ورکولو، یا ان زندان ته د تللو لامل کېدای شي. یا داچې سیاستوال د هیواد د برخلیک په اړه دروغ وايي چې بیايي په زیان پایته رسیږي. د لوړ ارزښت دروغ پیژندل ډیری وختونه د مسلکي پوهنیزو او امنیتي ادارو په غاړه وي چې دوی د خلکو په مخونو، بدني خوزښتونو او په لفظي څرګندونو کې د دروغ ښکاروندویي نښې ګوري. مارک بوتون، چې د FBI یو څارنوال و او د "د FBI په څیر دروغ څنګه مالوم کړو" په نوم کتاب لیکوال دی وايي ددغو په زبات شویو لارښوونو په کارولو سره خپلې پیسې ، زړه او هوښیارتیا خوندي کړئ. بوتون وایي، ان که تاسو د جرمونو پلټنه نکوئ، د مخ څرګندونې او د دروغو پیژندل ستاسې ...