د بنګله دیش په وړاندې په دومه سیالۍ کې د افغانستان د کرکټ د ماتې څېړنه او راتلونکي لپاره وړاندیزونه

افغانستان د بنګله دیش په وړاندې لیکنه: حنان حبیبزی کرکټ یوازې یوه لوبه نه ده، بلکې د ملتونو ترمنځ د اړیکو، ناستو ولاړو لکه سوداګري او کولتوري هغو لپاره یوه ښه سرچینه ده چېرې چې ملتونه سره راشه درشه پلوي او په یو بل باور پیدا کوي. دا مهال د افغانستان په کوربه توب د بنګله دیش په وړاندې د درې یو ورځينو لوبو لړۍ روانه ده چې نن يې دومه لوبه وه، لومړۍ هغه يې افغانستان وګټله، دومه يې بنګلدیش، دریمه سیالي يې پاتې ده چې ددوشنبې په ورځ به ترسره شي، او سخته سیالي به وي. د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې په دومه یوه ورځنۍ سیالۍ کې د بنګله دېش په وړاندې د ۶۸ منډو په توپیر ماتې وخوړه. دا سیالي که څه هم په ظاهره یوه ماتې وه، خو په رښتیاني ډول د افغانستان لپاره د زده کړې او پرمختګ لپاره ګڼې لارښوونې لري. د ماتې لاملونه ۱. د سپین یا ورو توپ اچونې په وړاندې کمزورتیا د شارجه په کرکټ لوبغالي کې چې په ځانګړي ډول د ورو یا سپین توپ اچونې لپاره نوم لري د افغانستان توپوهونکي د بنګلهدېش د سپینرانو په وړاندې بریالي نه ښکاریدل. د توپ د ټاکلو د توپ د نښه کولو پرمهال د لوبغاړو کمزوري د دې لامل شوه...