Posts

د پانګوالۍ پای (دومه برخه): د پانګوال د بهیر د پریکون فورمول تشریح او تحلیلي بېلګې

Image
  دومه برخه لیکوال:  حنان حبیبزی د یونیکف په پوهنتون کې د دوکتورا څيړونکی  د لومړۍ برخې په دوام:   ۳.۴: د پانګوال د بهیر د پریکون فورمول تشریح او تحلیلي بېلګې د پانګوالۍ بهیر د پریکون تیوري په یوه منطقي فورمول ولاړه ده چې پکې د پانګوال نظام پنځه بنسټیز عناصر – تولید، کار، بازار، پانګه او دولت – د متقابل تعامل اساس جوړوي. دا تعامل که مات شي، نو نظام تجزیه کېږي. C = ( P + L + M + S + G ) − D P = تولید (Production) تعریف:  تولید د توکو یا خدماتو هغه فزیکي یا مانوي رامنځته‌کیدنه ده چې د کارګر، وسایلو، موادو او پانګې په مرسته ترسره کېږي. د پریکون لامل: تولید د لوېدیځ له نظام څخه ځکه جلا شوی چې: د کار د ځواک بیه یا نرخ لوړ دی (لوړ معاشونه) د انرژۍ، اجارې، بیمې، او مالیې قیمت زیات او وخت په وخت لوړیږي، دا لوړې مالیې د توکو په بییې باندې اغیز شیندي او د کار د ځواک د بیې د لوړیدو لامل ګرځي. د کارګرانو اتحادیې فشار سره مخ دي د چاپېریال سخت قوانین شته دي د فابریکو لګښت ډېر او ګټه کمه ده بیلګه: د Apple ټول محصولات په چین کې تولیدېږي. شرکتونه په امریکا کې دفترونه لري، ...

د پانګوالۍ پای ( لومړۍ برخه ): د پانګوال نظام د اجزاوو ترمنځ د متقابل تعامل ماتې او د اقتصادي نړیدا تیوریتکي تحلیل، د پانګوالۍ د بهیر د پریکون تیوري

Image
لومړۍ برخه  لیکوال:  حنان حبیبزی د یونیکف په پوهنتون کې د دوکتورا څيړونکی  لنډیز (Abstract): دا مقاله د پانګوال نظام د نوي حالت په بله وینا د زوال د حالت انتقادي تحلیل وړاندې کوي چې د "پانګوالۍ د بهیر پریکون" پر تیورۍ ولاړه ده. دا تیوري استدلال کوي چې د پانګې، تولید، بازار، کارګر، او دولت ترمنځ همغږي اوس له منځه تلې ده چې یو وخت د پانګوال نظام د ټیکاو بنسټ وو. دغه څو اړخیز تړاو چې یو وخت د اقتصادي باور جوړونکی بلل کېده، اوس مات شوی دی، او دا نظام خپل فلسفي، اقتصادي او ټولنیز مشروعیت له لاسه ورکړی دی. دا مقاله دا تحلیل له شتوو تیوریو، تجربو، او معاصرو تحولاتو سره پرتله کوي، او روښانوي چې دا حالت د بدلون  نه دی  بلکې د "پای" نښه ده. د کیلي وییونه: پا نګوال نظام، پانګوال پریکون، تولید، بازار، پانګه، دولت، اقتصادي سقوط، دولت–بازار تضاد، نظریاتي انتحار ۱. سریزه: د پانګوال نظام دنننی تضاد "پانګوال نظام له صنعتي انقلاب" (Marx, 1867) راپدېخوا د نړیوال اقتصاد د دودیز جوړښت په توګه معرفي شوی دی. دا نظام د خصوصي ملکیت، د آزاد بازار، او د پانګې د تراکم پر بنسټ فعالیت ...

شخص محوره مشورتي نظریه

Image
شخص محوره مشوره کارل راجرز (1902-1987) د شخص-محوره مشورتي تیورۍ بنسټګر وو. دا نظریه په دې باور ولاړه ده چې هر انسان فطري وړتیا لري چې خپل بشپړ پوتانسیل ته ورسېږي، او راجرز دې وړتیا ته "د ځاني رسیدا تمایل" (Actualising Tendency) ویلي دی. دا مشورتي لاره چاره "شخص-محوره" ځکه نومول شوې چې د فرد احساساتو، تجربو، او نړۍ‌لید ته پکې اساسي ارزښت ورکول کېږي. دا نظریه باور لري چې هر فرد باید د خپلو ستونزو د اواري لپاره پخپله ځواکمن شي، نه دا چې مشاور ورته حل پیدا کړي. راجرز استدلال کاوه چې هر څوک که مناسب ملاتړ ولري کولی شي خپلو وړتیاوو ته وده ورکړي او د ژوند ستونزو ته د حل رغنده لارې چارې ومومي. له دې لارې مشورتي ناستې خپله د مشوره اخیستونکي له خوا مخته ویوړل شي، او اصلي سلاکار یوازې د لارښود په توګه ونډه ولري، نه د واکمن یا مدیر په توګه. په دې توګه، مشاور نه قضاوت کوي، نه انتقاد کوي، او نه هم په مشوره اخیستونکي خپلې حللارې ور تپي بلکې فرد ته فرصت ورکوي چې خپله مساله وڅېړي، احساسات یې وپیژني او د حل لاره يې ومومي. دا لاره د دودیزې روان‌درملنې له لارچارو سره توپیر لري او د با...

وروستی نابغه (لنډه کیسه)

Image
د تور د کار خونه  لیکنه: حنان حبیبزی په نیمه تیاره خونه کې، د ماشینونو کرار، خو پرله‌پسې غږ یو نرۍ شور جوړ کړی و. د کړکۍ د پردو تیته رڼا چې د تور په ځلانده هندارو (سکرینونو) باندې سیوري جوړول، د دیوالونو پر مخ یې هم د څپې په څیر روانې نښې انځورولې. د فلز او پلاستیک ګرم وزمه بوی چې د ماشینونو د حرکت له کبله یوځای شوی وو، په هوا کې خپریده چې د خونې په فضا کې خپور وو.  تور، د خونې په منځ کې ناست و، لکه بې حرکته مجسمه، که یې ګوته نه خوځیدلی،  نو د مجسمې ګومان به پرې شوی وو، د ګوتو چټکه خوځیدایې ښکاریده. د هغه ګوتې د کیبورډ پر مخ چټکې، خو پرځای او دقیقي راښکته کېدې، هره کیکاږنه سنجول شوې او له مانا ډکه وه. سترګې یې د پردې پر مخ د مالوماتو پر روان سیلاو خښې وې، داسې لکه چې هغه یې د یوې داسې ژبې په توګه لولي چې یوازې ده ته مالومه ده، دلته. هغه یوازې کوډ نه لیکه، هغه واقعیت یې بدلولو چې ده يې له کلونو  ننداره کوله چې څرنګه نړۍ ورو ورو د ډیجیټلي غلامۍ پر لور ښویېږي، ټولنیزې رسنۍ، چې یو مهال د تفریح وسیله وه، د انساني ذهنونو د کنټرول په پټ ځواک بدلې شوې وې، الګوریتمونو د خلکو ...

د ټرمپ - مودي شېبې: یو ډیپلوماتیک سپکاوی که سنجول شوې لوبه؟

Image
  ترمپ په غیري امریکايي لهجې پوښتنې ردوي لیکنه: حنان حبیبزی  کله چې د هند لومړی وزیر نریندرا مودي د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر څنګ په یوه خبري ناسته کې ودرېد، یوه داسې شېبه رامنځته شوه چې د سیاست په پرتله تر ډېره د انګېرنو مساله وګرځیده.  یو هندي خبریال په روانه خو له لهجې ډکې انګلیسي پوښتنه وکړه، خو ټرمپ د ځواب پر ځای وويل:  "زه یوه ټکی هم نشم پوهېدلای چې دی څه وايي. دا لهجه، یو څه ګرانه ده ما ته."  د ډېرو لپاره داد ټرمپ د بربنډ او له سنجشه وتلي سیاست یوه بله بېلګه ده خو که  دده غبرګون ته په ژوره توګه  وګورو دا یوه ناڅاپي تبصره نه وه بلکې د هند - امریکا په اړیکو کې د لویو بدلونونو ښکارندویي کوي. له ۲۰۱۵ څخه تر ۲۰۲۵: څه بدل شول؟ د ټرمپ ددې غبرګون د ژورې مانا د درک لپاره ښه ده چې داد مودي له تېرو سفرونو سره پرتله کړو. په ۲۰۱۷ کې کله چې مودي له ټرمپ سره ولیدل، د دواړو اړیکي ښه او تاوده برېښېدل—دوی غاړه غړۍ کېدل او د ستراتیژیکې ملګرتیا ژمنې یې کولې. له دې وړاندې، د اوباما او بایډن د واکمنۍ پر مهال هم مودي ته درناوی کېده او د امریکايي مشرانو له خوايې ه...

کوانټم فزیکي ډیوسونه به نړۍ بدله کړي

Image
د کوانټم فزیک تري ډي پرنټر  لیکوال: حنان حبیبزی ډیپ سیک دومره مهم نه دی لکه څومره چې کوانټم فزیک ویرونکی دی.  ✅ د کوانټم فزیک اصول ښيي چې د مالوماتو انتقال په صفر وخت کې شوني دي، خو د فزیکي توکو لیږد ته لا هم بشري ساینس نه‌دی رسېدلی. ✅ که موږ داسې یو پرمختللی وسیله (ډیویس) جوړ کړو، چې فزیکي مواد پرته له حرکت څخه بل ځای ته ولیږدوي، نو پکار ده چې د کوانټم ټيليپورټېشن (Quantum Teleportation) ارونه (اصول) پکې عملي شي. ۱ . د کوانټم ټيليپورټېشن لپاره اړینه ټکنالوژي: ✅ د فزیکي موادو د بې‌واسطې لېږد لپاره باید دا درې بنسټیزې ټکنالوژۍ ولرو: الف: د کوانټمي مالوماتو سکنر (Quantum Scanner) دا وسیله باید د فزیکي موادو ټول کوانټمي جزیات تحلیل کړي. په دې مرحله کې، باید د موادو لاندې ځانګړتیاوې ثبت شي: د ذرې موقعیت (Position) د ذرې چټکوالی (Velocity) د ذرې کوانټمي حالت (Quantum State) د ذرې د انرژۍ کچه (Energy Levels) ب: د کوانټمي مالوماتو لېدونکې وسیله (Quantum Entanglement Transfer Device)نومیږي. دا وسیله باید د کوانټمي انتانګلمینټ (Quantum Entanglement) اصول وکاروي چې مواد له A...

د ملي شورا د نشتوالي زیانونه

Image
  افغانستان د ملي شورا ډیره لرغونې مخینه لري لیکوال: حنان حبیبزی پیلامه ملي شورا د حکومت لپاره یو بنسټیز قانوني چوکاټ دی چې د خلکو د استازیتوب، د قانونوالې ډاډمنتیا، او د حکومت د مشروعیت لپاره اړین دی. که ملي شورا شتون ونه لري، حکومت د خلکو له ملاتړ، قانوني بنسټونو، او د نړیوال رسمیت له ترلاسه کولو بې برخې کېږي. د ملي شورا نشتوالی د قومي شخړو، فساد، داخلي بې‌ثباتۍ، او د نړیوالې انزوا لامل ګرځي. په دې څپرکي کې به هغه جدي زیانونه وڅېړو چې د ملي شورا د نشتوالي له امله راولاړېږي. ۱. د کورنۍ ناخوښۍ پراخیدل د ستونزې تشریح ملي شورا د کورنۍ ناخوښۍ د هواري  او باور د ترلاسه کولو لپاره یوه رسمي او قانوني لار برابروي. ددې نشتوالی ددې لامل کېږي چې قومي ډلې د خپلو غوښتنو د اورېدو لپاره رسمي چوکاټ ونه لري او نهیلي شي او د نورو حل لارو په لټه کې شي، چې پایله یې شخړې او کورنۍ بېثباتي ده. بېلګه: په هغو هېوادونو کې چې ملي شورا شتون نه لري، قومي اقلیتونه د بې‌عدالتۍ احساس کوي، او د حکومت څانګې د یوې ډلې فکر پورې اړوند بولي او په حکومت کې ځانونه شامل نه ګڼي،  او دا تشه حالات دېته رسوي چې د ح...