لیکوال: حنان حبیبزی زه د خپل وطن د لیکوالو او څېړونکو لیکنې د زړه له تله لولم، ځکه دا لیکنې یوازې پر کاغذ لیکل شوې خبرې نه دي بلکې د ژوند له ژورو زخمو، له تجربو، د خلکو له دردونو، او د وخت له نه هېریدونکو شیبو سره تړلي بیانونه دي. داسې بیانونه چې تا د کلماتو له لارې د چاپیریال منځته بیايي، لکه ذهن چې دې ورسره یو ځای ګوښه کېږي. د سولهمل شینواري کیسې داسې دي لکه له ده سره ته پخپله د کلی په یوه کونج کې، د ونو د سیوري لاندې ناست یې، ډډه دې لګولې، د چایو تاوو سترګو ته خېژي، او سولهمل درته ولاړ دی د ژوند او کار کړاونو وهلی تجربه لرونکی کلیوال لاسونه يې ترشا نیولی، د خلکو د حالاتو اود تیرو او روانو چارو کیسې درته انځوروي. په دې توګه هغه یوازې د خبرو راټولوونکی نه دی بلکې د خلکو د کړاونو، ژوند او ناخوالو او تجربو ژباړونکی دی. هغه د حالاتو انځور داسې کاږي چې ته فکر کوې، دا پېښه دې پخپله لیدلې ده، یا ښايي ستا پر ژوند هم تیره شوې وي. ما څو ورځې مخکې دده یوه کیسه ولوسته. یوه صحنه یې ډيره ژوره انځور کړې وه. زوی له پلار سره د یوې لویې شرمناکې کړنې له امله مخامخ وو. د پلار چیغه، د سترګو سوروالی، د ...
په دې بلاګ کې زه خپلې ځینې لیکنې خپروم.