Skip to main content

کابل ته د خلیلزاد روستی خبرداری


حنان حبیبزی

داسې ګومان کېږي چې امریکا او طالبانو اوربند کړی وي، امریکايي ځواکونه پریږدي چې د شمال ‌‌‌‌‌‌ډیرې سیمې طالبان ونیسي چې په اشرف غني فشار واچوي،  که دا سم وي نو ولسمشر او دده ټيم تر سخت ګواښ لاندې دی او ماته ښکاري چې خلیلزاد روستی خبرداری ورکړي که د امریکا د سولې د تګلارې مخالفت کوې نوښه به نه وي درته.
خلیلزاد د کرزي ملګری دی اوله اشرف غني سره دومره جوړ نه دی ځکه چې دی یوازې خپل ځان مني نور څوک هیڅ شی ورته نه ښکاري. نو د خلیلزاد داسې کس نه دی خوښ.
له بلې خوا لویه ستونزه دامنیت د شورا مشاور پخپل هغه نادیپلوماتیک بیان سره جوړه کړه چې امریکاته یې پخپل روستي سفر کې د خلیلزاد په اړه درلوده او دا ددې لامل وګرځیده چې د ارګ او سپینې ماڼۍ  ترمنځ واټن پراخ شي.
 ددې ستونزې د حل لاره وه، که ده د ملي امنیت دشورا ریس استعفا ته هڅولی وای یایی له دندې لرې کړی وای او پرځای یې بل څوک ګومارلی وای، واټن تر دې حده نه ‌‌‌‌‌‌ډیریده.
 اوس دې مسالې ته په پام سره چې امریکا او طالبان ‌‌‌‌‌‌ډیر سره نژدې دي او په دوحه کې هره ورځ سره ګوري نو طالبان له دې هرڅه خبریږي او په وړاندې یې طرحې جوړوي. 
د طالبانو د دوحې په پلاوي کې ملافاضل، ملا نورالله نوري، ملاخیرالله خیرخوا اوملا عباس ستانکزی پوځي ستراتیژیستس دي چې له مخکې په شمال کې ‌‌‌‌‌‌ډیر جنګیدلي دي او اراضي ښه ورته مالومه ده.
 دوی خبرې اترې په داسې بڼه مطرح کوي چې ددوی ګټې پکې خوندي وي. د بیلګې په توګه د کندوز او بغلان جګړه په داسې وخت کې کېږي چې هلته خبرې روانې دي او د موقت حکومت خبرې کېږي نو طالبان هڅه کوي چې ‌‌‌‌‌‌ډیره سیمه تر خپلې ولکې لاندې راولي چې په کېدونو بین الافغاني خبرو اترو کې برلاس ولري.
د کندوز د جګړې او د بغلان د جګړې له بڼې ښکاري چې امریکایان د طالبانو بڼه عملیات نکوي او افغان ځواکونه چې پر بهرنیو مرستو تکیه وهي د امریکا د شرطونو د نه منلو پر مهال ښايي پرې ودرول شي چې بیا د وسله وال فعالیت وړتیا له لاسه ورکوي او ددې خطر شته چې وپاشل شي.
ددې ملامتي په کابل میشتو چارواکو پورې کېږي چې په دې. تیرو اتلس کلونو کې یې داسې کورنۍ سرچینه چمتو نکړه چې افغان پوځ پرې ‌‌‌‌‌‌ډ‌‌‌‌‌‌ډه ووهيي.

Comments

Popular posts from this blog

انس شریف: د غزې وروستی خبر

  لیکنه: حنان حبیبزی  ۱۱ اګست ۲۰۲۵  د ماښام وروستۍ رڼا ورو ورو د غزې له کوڅو ووتله، لکه ښار چې د یوې ستړې او ژړا ډکې مور په ټکري کې پټېږي. د باروتو بوی د سوځېدلو ودانیو له لوګي سره ګډ ده، او هره ساه د ژوند او مرګ تر منځ د نرۍ کرښې په اوږدو کې اخیستل کېږي. انس شریف د یوې نیمه ورانې ودانۍ مخې ته ودرېد. د خاورو له منځه یو سپین، نازک کوچنی لاس ورو ورو راښکاره شو، له خاورو او وینو ډک دی، د ژوند وروستۍ هڅې په کې ښکاري. د مایک له لارې یې غږ خپور شو: "دلته، د ودانۍ لاندې، یوه کورنۍ له منځه تللې ده… خو ددې تنکي ماشوم لاسونه ښورېږي، زه یې وینم، لا ژوندی دی." د کمرې له شا یې په شونډو کې هغه نرمه خو زړوره مسکا وځلېده – ددې لپاره نه چې زړه یې خوشاله دی، بلکې  ددې لپاره چې پوهېده، هره زړورتیا او هره مهرباني باید ددې جګړې د تیارو په وړاندې ودرېږي. د هغه ملګرو ورته ویل: – انسه، ته خو په دې لمبو کې هم خندا کولی شې! انس ورو ځواب ورکړ: – که موږ خندل بند کړو، دروغ به د رښتیا ځای ونیسي. له همدې سره یې په ژوندۍ خپرونه کې یې ددې ماشوم د ژغورنې هڅه پیل کړه. مخکې ولاړ، په یوې نرۍ کوڅه کې درې...

کرکتنه: هواجس، د طه درویش ادبي خاطرې

لیکنه حنان حبیبزی  ادب هغه هنداره ده چې د انسان د زړه پټې خبرې او د ذهن ناڅاپي اغیز په کې انځورېږي. کله چې لیکوال د خپلې ددننۍ نړۍ خبرې د کلیمو په لالهانده روان کې واچوي، لوستونکی د یوه بل انسان د زړه له کیسو او فکر د سیند د څپو شاهد ګرځي. د طه درویش کتاب  هواجس  همداسې یو اثر دی: ډاکتر درویش د اردون د عمان دې او هلته د ژورنالیزم په پوهنځي کې  د استادۍ ترڅنګ ښه ادیب هم دی. نوموړی  په دې وروستیو کې راغلی وو، د خپل کتاب یوه کاپي يې هم راکړه چې کله مې ولوسته نو ډيره مې په زړه پورې ومونده. نوموړی پخپل کتاب کې د ژوند هسکو او ټیټو، د فکر د غلي فریاد او د ناڅاپي علمي سفرونو یو ادبي انځور رادمخه کوي چې په هغې کې نورو انسانانو ته د زده کړو یوه لار پرانیزي. د کتاب نوم هواجس دی او په عربي ژبه دی، د کتاب نوم د اثر د منځپانګې دروازې پرانیزي. هواجس د زړه هغه ناڅاپي خيالات، وسوسې او اندېښنې دي چې انسان یې کله هم په ښکاره ژبه نه وایي خو د فکر په ژورو کې یې احساسوي. په ادبي بڼه، دا نوم د یو دننني ډیالوګ نښه ده چې لیکوال  پکې له خپل رب، له خپل ضمیر، او له خپل ځان سره خ...

د نښپوهنې د نظريو تاريخي بهير

لیکنه: حنان حبیبزی د نښپوهنې تاريخ ښيي چې د مانا، نښې او تعبیر د پوهېدو مفاهيم د وخت په تېرېدو سره پراخ شوي او ژور شوي دي. فرديناند دي ساسور (1857–1913) د دې علم بنسټ د «نښه» پر جوړښت کېښود. د ده په وینا نښه د «اشاري بڼه» او «اشاره شوي مفهوم» تر تړاو جوړه ده، او "دا تړاو د ژبې د ټولنیزو اصولو له مخې ثابت کېږي. په دې اساس مانا د ژبني نظام د ګډو توافقاتو له لارې رامنځته کېږي او نسبتاً ثابته پاتې کېږي" (Saussure, 1916). چارلس پېرس (1839–1914) بيا د مانا مفهوم نور هم خوځنده او فکري کړ. د هغه د درې‌ګونې نښې ماډل (Object, Sign, Interpretant) له مخې مانا په یوه روان ذهني بهیر کې رامنځته کېږي. دلته نښه یواځې لغوي ارزښت نه لري، بلکې ذهن یې د تفسیر، پرتله، اشارې او استدلال له لارې تل تعبیر ته بیايي. نو "مانا د فکري حرکت او سیاقي بدلون پایله ده، نه د یوه ثابت جوړښت پایله" (Peirce, 1955). رولان بارت (1915–1980) بیا نښپوهنه د ژبې له پولو څخه کلتور ته وغځوله. هغه وښوده چې نښې یوازې لغوي توکي نه دي، بلکې د ټولنیزو ارزښتونو، باورونو، قدرتي ایدیالوژیو او فرهنګي احساساتو د تولید وسیل...