حامد کرزی د افغانانو وچت غږ
حنان حبیبزی
دا مهال حامد کرزی د افغانانو په وچت غږ بدل شوی دی، افغانستان دغسې یو مشر ته اړتیا لري چې هیواد او خلکو ته یې لومړیتوب ورکړي، نه ګوډاګیتوب ته.
دا مهال حامد کرزی د افغانانو په وچت غږ بدل شوی دی، افغانستان دغسې یو مشر ته اړتیا لري چې هیواد او خلکو ته یې لومړیتوب ورکړي، نه ګوډاګیتوب ته.
کله چې دی ولسمشر وو ما ورته رایه هم ورکړې وه او نیوکې مې هم پرې کړي دي، ځکه چې هغه وخت په هیواد کې حالات ورځ تربلې خرابیدل او ملکي خلک وژل کېدل، نو د یو ژورنالیست په توګه که موږ دغه ناورین ونه لیکو، څنګه به هغه خلک یو اواز پیدا کړي او څنګه به یې غږ واوریدل شي او څنګه به دعدالت لاره ورته برابره شي. اخر هغه کسان باید اواز ولري چې په جګړې کې خپل او خپلوان او کورنۍ له لاسه ورکوي.
د ډیورند کرښې مساله د کرزي په وخت کې هم وه، پرویز مشرف ډیره هڅه وکړه چې دغه مساله په ده ومني خو ده ترپایه مقاومت وکړ او پاکستان یې پرېنښود چې اغزن تار ولګوي. داغزن تار مساله له دوه زره دوم کال څخه ده، هغه وخت چې امریکا پر افغانستان یرغل وکړ چې دادی اوس پاکستان په دې بریالی شوچې هم اغزن تار ولګوي او هم د طورخم دروازه د رسمي پولې په توګه یاده کړي.یوبل سرخوږی چې افغان به یې په وړاندې لالهانده وي. د پاکستان دا ګام د اشرف غني په لاسلیک ترسره شوی دی، که داسې نه وي د کابینې یو غړی او د ننګرهار والي هلته څه کول؟
اشرف غني، هغه سړی چې په ارګ کې د پاتې کېدو او د جګړې د دوام لپاره هرې معاملې ته چمتو دی. ښاغلي غني ته لبنان یو مثال دی، او دی غواړي چې د قومونو ترمنځ افغانستان داسې وویشي لکه لبنان چې ویشل شوی دی. د بیلګې په توګه په پلازمینه او غربي او مرکزي ولایتونو کې فاطمیونو ته د ډیر واک ورکړه، او برعکس دودیز پښتانه او تاجک او ازبک ځپل کېږي، او له واکه ایستل کېږي.
ددوی پوهان، ښوونکي، زده کونکي او دیني علماء په نښه کېږي او په ماشوم او ښځه یې هم رحم نه کېږي، هغه څوک چې یې په کلیوالو سیمو کې دي بمباریږي او کورنۍ یې له منځه وړل کېږي او هغه څوک چې په ښارونو کې دي له ځانمرګو بریدونو او نورو ګواښونو سره مخامخ دي.
په دغه شرایطو کې د حامد کرزي دریځ ښه دی، په ځانګړي ډول د جګړې قربانیان د خپلو دردونو انځور په کې موندلی شي، که څه هم کرزی د ولسمشرۍ لپاره کاندید نه دی او نه واک لري خو دریځ یې د ولس په خوا دی.
Comments
Post a Comment