Skip to main content

دوسلو شرکتونه د سولې خلاف لیکنې خپروي



حنان حبیبزی
د وسلو شرکتونه جګړه غواړي او په رسنیو کې د سولې ضد لیکنې کوي. ترمپ چې یو بیلیونر دی او ټول ژوند يې په سوداګرۍ کې تیر کړی دی او اقتصادي مشاوریتونه يې کړي دي، د افغانستان جګړه د امریکا د ملي ګټو او اقتصاد خلاف او احمقانه بولي، خو د وسلو او د پوځي تولیداتو شخصي شرکتونه غواړي چې جګړه دوام ولري. د افغانستان د سولې خلاف په نړیوالو رسنیو کې د وسلو د شرکتونو استازي د سولې خلاف د ذهنیتونو په جوړولو اخته دي. افغانان په ځانګړي ډول ارګ میشتي او هغه هیوادوال چې په دې اتلس کلونو کې رالوی شوي دي په بهرني پروپاګند خوشباوره شوي دي. تحقیق ډیر مهم دی، باید د هرې پیښې لکه د سولې د خبرو اترو پرمهال د امریکا د پوځی یرغلونو تاریخ ولولي چې په تیر وخت کې يې په نورو هیوادونو کې د جګړو د پایته رسولو پرمهال څه ډول تګلاره او چلند غوره کړی وو. موږ ته باید د هر افغان ژوند ارزښت ولري، که هغه د هر نژاد او مذهب وي، که موږ د بل افغان ژوند ته ارزښت ورنکړو نو زموږ ارزښت څه دی؟ که جګړه نه وي نو ددوی وسلې او نور پوځي او لوژیستکي وسایل چیرته وپلورل شي، دوی باید بازار ورته پیدا کړي چې مصرف شي. د وسلو شرکتونه باید د یو هیواد او بل هیواد په وړاندې ګواښونه راپورته کړي چې د وسلو کاروبار روان وي. د بیلګې په توګه د استنبول دریځ چې ظاهرا د واشنګټن ضد او اسرایل ضد بلل کېږي له روسیې څخه يې ددفاعي سیستم پېرلو ته مجبور کړ. شتمن او اټومي هیوادونه څه ډول دغه اقتصادي انګیزه جوړوي؟ یوه لار يې ژبني ګواښونه او د وضعیت خطرناک ښوول چې کوچني هیوادونه وویریږي چې ځواکمنو هیوادونو ته جزیه ورکړي اوهم ترې مرسته وغواړي او په دنننیو محرمو مسالو کې د لاسوهنې لاره ورکړي. د دریمې نړۍ هیوادونه چې خلک يې جاهل او د نړیوال کلي له شرایطو سره برابر نه دي، باید د نوو وسلو او جګړیزو ټاکټیکونو د رواجولو او ازمیښت د خامو موادو په څیر ترپښو لاندې شي. ددوی پروپاګند دومره پراخ دی چې د رسنیو د مخاطبانو ذهنونونه د خپل چاپیریال د ګټو خلاف پروګراموي او هلته پخپله ګټه حرکتونه پنځوي. ددې لپاره اړینه ده چې هر افغان خپلې ګټې او زیانونه وپیژني او تل د هرچا خبرې ونه ومني او خپله څیړنیز تفکر ولري زما ددې لیکنې په اړه هم تاسې باید څیړنې وکړي، د هغو مسالو په اړه چې ما یادې کړي دي. مهمه مساله داده چې موږ د خپل هر سیال هیواد شالید ولولو او ځان پرې پوهه کړو او په دې ځان وپوهوو چې زموږ د هیواد په اړه څه تګلاره لري، په دې اړه علمي او مستند دلایل ځانته پیدا کړو چې قناعت راکړي. نیواکګر هیڅکله ستا خدمت نکوي بلکې تا د خپل خدمت لپاره کاروي خو کله چې ته پخپله ګټه او زیان وپوهیږې نو د سیالې غاړې تر اغیز لاندې نه راځې. لکه منډیلا چې په سویلي افریقا کې د تور پوټکو دحقونو داخیستولو لپاره هلې ځلې پیل کړې د امریکا په ګډون ټولو متحدینو له خوا ترهګر وبلل شو او په زندان کې واچول شو. خو کله چې له زندان خلاص شو نړیوال اتل وبلل شو او د نوبل جایزه ورکړل شوه. د امریکا پخواني ولسمشر نیکسن چې کله په نولس سوه پنځه اویایم میلادي کې د ویټنام جګړه دخپلو عسکرو په باسلو سره پایته ورسوله نو په دغه وخت کې ویتنام په دوه برخو ویشل شوی وو. امریکاپلوي ویټنام، له پاڅون کونکي ویټنام سره د سولې هوکړه وکړه او دواړه خواوې سره یوځای شوې او هیواد يې په ګډه جوړکړ.

Comments

Popular posts from this blog

انس شریف: د غزې وروستی خبر

  لیکنه: حنان حبیبزی  ۱۱ اګست ۲۰۲۵  د ماښام وروستۍ رڼا ورو ورو د غزې له کوڅو ووتله، لکه ښار چې د یوې ستړې او ژړا ډکې مور په ټکري کې پټېږي. د باروتو بوی د سوځېدلو ودانیو له لوګي سره ګډ ده، او هره ساه د ژوند او مرګ تر منځ د نرۍ کرښې په اوږدو کې اخیستل کېږي. انس شریف د یوې نیمه ورانې ودانۍ مخې ته ودرېد. د خاورو له منځه یو سپین، نازک کوچنی لاس ورو ورو راښکاره شو، له خاورو او وینو ډک دی، د ژوند وروستۍ هڅې په کې ښکاري. د مایک له لارې یې غږ خپور شو: "دلته، د ودانۍ لاندې، یوه کورنۍ له منځه تللې ده… خو ددې تنکي ماشوم لاسونه ښورېږي، زه یې وینم، لا ژوندی دی." د کمرې له شا یې په شونډو کې هغه نرمه خو زړوره مسکا وځلېده – ددې لپاره نه چې زړه یې خوشاله دی، بلکې  ددې لپاره چې پوهېده، هره زړورتیا او هره مهرباني باید ددې جګړې د تیارو په وړاندې ودرېږي. د هغه ملګرو ورته ویل: – انسه، ته خو په دې لمبو کې هم خندا کولی شې! انس ورو ځواب ورکړ: – که موږ خندل بند کړو، دروغ به د رښتیا ځای ونیسي. له همدې سره یې په ژوندۍ خپرونه کې یې ددې ماشوم د ژغورنې هڅه پیل کړه. مخکې ولاړ، په یوې نرۍ کوڅه کې درې...

کرکتنه: هواجس، د طه درویش ادبي خاطرې

لیکنه حنان حبیبزی  ادب هغه هنداره ده چې د انسان د زړه پټې خبرې او د ذهن ناڅاپي اغیز په کې انځورېږي. کله چې لیکوال د خپلې ددننۍ نړۍ خبرې د کلیمو په لالهانده روان کې واچوي، لوستونکی د یوه بل انسان د زړه له کیسو او فکر د سیند د څپو شاهد ګرځي. د طه درویش کتاب  هواجس  همداسې یو اثر دی: ډاکتر درویش د اردون د عمان دې او هلته د ژورنالیزم په پوهنځي کې  د استادۍ ترڅنګ ښه ادیب هم دی. نوموړی  په دې وروستیو کې راغلی وو، د خپل کتاب یوه کاپي يې هم راکړه چې کله مې ولوسته نو ډيره مې په زړه پورې ومونده. نوموړی پخپل کتاب کې د ژوند هسکو او ټیټو، د فکر د غلي فریاد او د ناڅاپي علمي سفرونو یو ادبي انځور رادمخه کوي چې په هغې کې نورو انسانانو ته د زده کړو یوه لار پرانیزي. د کتاب نوم هواجس دی او په عربي ژبه دی، د کتاب نوم د اثر د منځپانګې دروازې پرانیزي. هواجس د زړه هغه ناڅاپي خيالات، وسوسې او اندېښنې دي چې انسان یې کله هم په ښکاره ژبه نه وایي خو د فکر په ژورو کې یې احساسوي. په ادبي بڼه، دا نوم د یو دننني ډیالوګ نښه ده چې لیکوال  پکې له خپل رب، له خپل ضمیر، او له خپل ځان سره خ...

د نښپوهنې د نظريو تاريخي بهير

لیکنه: حنان حبیبزی د نښپوهنې تاريخ ښيي چې د مانا، نښې او تعبیر د پوهېدو مفاهيم د وخت په تېرېدو سره پراخ شوي او ژور شوي دي. فرديناند دي ساسور (1857–1913) د دې علم بنسټ د «نښه» پر جوړښت کېښود. د ده په وینا نښه د «اشاري بڼه» او «اشاره شوي مفهوم» تر تړاو جوړه ده، او "دا تړاو د ژبې د ټولنیزو اصولو له مخې ثابت کېږي. په دې اساس مانا د ژبني نظام د ګډو توافقاتو له لارې رامنځته کېږي او نسبتاً ثابته پاتې کېږي" (Saussure, 1916). چارلس پېرس (1839–1914) بيا د مانا مفهوم نور هم خوځنده او فکري کړ. د هغه د درې‌ګونې نښې ماډل (Object, Sign, Interpretant) له مخې مانا په یوه روان ذهني بهیر کې رامنځته کېږي. دلته نښه یواځې لغوي ارزښت نه لري، بلکې ذهن یې د تفسیر، پرتله، اشارې او استدلال له لارې تل تعبیر ته بیايي. نو "مانا د فکري حرکت او سیاقي بدلون پایله ده، نه د یوه ثابت جوړښت پایله" (Peirce, 1955). رولان بارت (1915–1980) بیا نښپوهنه د ژبې له پولو څخه کلتور ته وغځوله. هغه وښوده چې نښې یوازې لغوي توکي نه دي، بلکې د ټولنیزو ارزښتونو، باورونو، قدرتي ایدیالوژیو او فرهنګي احساساتو د تولید وسیل...