Skip to main content

د موسی کلا ‌‌‌‌‌‌ډله ییزه وژنه د ګیدړو {بریدګرو},په ماته دلالت کوي


ددغو کمکیو ګلانو څه ګنا وه؟ ایا دا وژنې چې مخالف دې کم جرته کړې؟‌ دا ماشومانې د ژوند په  هیله وې او د ژوند دښمنانو راورژولې. موږ نه پوهیږو چې دا ماشومانې یې ولې ووژلې. که ګنايي نشې ثابتولی بیایې قصدا ویشتلي او قومانده یې هم د اشرف غني په لاس کې ده، هغه بله ورځ یې ددې بریدونو مسولیت هم په غاړه واخیست، ددې وژنو موخه داده چې خلک په زوره مجبور کړي چې دا نیمکله ظالم حکومت ومني. خلک له خپلو اجتماعي حقونو څخه محروم کړي او نوی مغلي خونړی تاریخ تر شا پریږدي، او ولس چې ددې هیواد د ساتنې اصلي سرچینه ده په غمونو او وینو یې لولپه وساتي چې پخپل ځان وي او دی یې له بادارانو سره هیواد لوټ کړي، ځکه چې دی بل چاته صلاحیت نه ورکوي، که ورور یې هم وي صلاحیت ترې وغواړي نه یې ورکوي.  تاسې ووايي چې ددې هوای برید او د کابل په هوټل کې په واده د څو اونیو مخکیني برید ترمنځ څه توپیر دی ؟ که چیرې فرق وي نو هغه به څه وي؟  او که نه وي بیا خو د برید په څیر بریدګر هم یو شان وګڼل شي. هغه ترهګر دي چې په ښارونو کې بریدونه کوي، ټول په دې موافق دي، خو دا بریدګر څه دي چې داسې ماشومانې یې قتل عام کړې په موسی کلا کې چې لاسونه او پښې په نیکریزو رنګ وې. ته هم ځانته ولسمشر وايي او لاسونه دې د کمکیو نجونو ماشومانو په وینو ککړ دي.  داخو یوه ورځ نه ده چې موږ ووايو دا تیروتنه وشوه. دوه ورځې نه دي. هابله ورځ په ننګرهار کې او نن په موسی کلا کې د عامو خلکو وژنه پرته له محاکمې جنګي جنایت دی.

زه له تا محترم لوستونکي پوښتنه کوم چې دا ولس په کوم جرم وژل کېږي؟ ایا څوک یې ثبابتولی شي چې کوم افغان کندهاري، یا هلمندي، یا ننګرهاري یا هراتي، یا فراهي له افغانستانه بهر په هغو هیوادونو برید کړی وي چې دا اتلس کاله د افغانستان په کلیو کې جګړه کوي او ماشومان او ښځې وژني.
افغانستان څلویښت کاله کېږي چې د جګړې په اور. کې سوزیږي، ایا کوم افغان وسله وال له هیواده بهر د کوم شخص یا کومې ‌‌‌‌‌‌ډلې په ضد عملیات کړي دي.
ایا دا ماشومانې د ژوند حق لري؟ ایا دا ماشومانې ښځینه نه دي او دوی ښځبنه حقونه لري کنه؟ ایا افغانانو په کوم پردي هیواد برید کړی؟ د یولسم سپتمبر برید ظاهرا چا کړی وو هغه خو په پاکستان کې ووژل شو؟ دننه د پاکستان په زړه کې ووژل شو او هر بهرنی ترهګر چې نیول شوی دی هغه یا په پنجاب ایالت کې نیول شوی دی یا هم هماغلته وژل شوی دی.

اوس دا جګړه تاسې څنګه تعریفوی؟ دا لیکوال، خبریالان او روڼ اندي باید راغون‌‌‌‌‌‌ډ شي او په دې بحث وکړي او دا ملګرو ملتونو څخه وغواړي چې افغان وژنه ودروي. دا پخپله خاوره کې د افغانانو وژنې او حقونو څخه یې بې برخې کولو مثال یې د جنوبي افریقا د تورپوټکو برخلیک په څير دي چې په نولسمه پيړی کې روان وو. دا په هر افغان باندې ده چې ددې خونړي حالت په ضد نظر ورکړي.

د موسی کلا مثال یې وروستی دی چې په افغانانو باندې رقم رقم بمونه وري او دوی د افغان انسان لپاره پخپل هیواد کې د ژوند کولو حقونه ترې اخلي. نه یې ماشوم پریږدي، نه یې ناوې او نه یې سپين ږیری او نه مور او خور ورته ژوندۍ پریږدي، یو مخ یې له منځه وړي. همدا خبره ده چې د ښځو حقونه، بشري حقونه او د ماشومانو حقونه تش درواغ دي او د جیبونو د ‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌ډکولو وسیله ده، هغه جیبونه چې د افغانانو په وینو رنګ دي. هو وي به، د واکمنو د اولادونو او د کورنۍ غړو لپاره، خو د زما عادي افغان ته نشته دی. زه د یو افغان په توګه په ټولو افغانانو او نړیوالو غږ کوم  چې افغانانو ته یې انساني حقونه ‌‌‌ورکړی او جګړه ودروی.

Comments

Popular posts from this blog

انس شریف: د غزې وروستی خبر

  لیکنه: حنان حبیبزی  ۱۱ اګست ۲۰۲۵  د ماښام وروستۍ رڼا ورو ورو د غزې له کوڅو ووتله، لکه ښار چې د یوې ستړې او ژړا ډکې مور په ټکري کې پټېږي. د باروتو بوی د سوځېدلو ودانیو له لوګي سره ګډ ده، او هره ساه د ژوند او مرګ تر منځ د نرۍ کرښې په اوږدو کې اخیستل کېږي. انس شریف د یوې نیمه ورانې ودانۍ مخې ته ودرېد. د خاورو له منځه یو سپین، نازک کوچنی لاس ورو ورو راښکاره شو، له خاورو او وینو ډک دی، د ژوند وروستۍ هڅې په کې ښکاري. د مایک له لارې یې غږ خپور شو: "دلته، د ودانۍ لاندې، یوه کورنۍ له منځه تللې ده… خو ددې تنکي ماشوم لاسونه ښورېږي، زه یې وینم، لا ژوندی دی." د کمرې له شا یې په شونډو کې هغه نرمه خو زړوره مسکا وځلېده – ددې لپاره نه چې زړه یې خوشاله دی، بلکې  ددې لپاره چې پوهېده، هره زړورتیا او هره مهرباني باید ددې جګړې د تیارو په وړاندې ودرېږي. د هغه ملګرو ورته ویل: – انسه، ته خو په دې لمبو کې هم خندا کولی شې! انس ورو ځواب ورکړ: – که موږ خندل بند کړو، دروغ به د رښتیا ځای ونیسي. له همدې سره یې په ژوندۍ خپرونه کې یې ددې ماشوم د ژغورنې هڅه پیل کړه. مخکې ولاړ، په یوې نرۍ کوڅه کې درې...

کرکتنه: هواجس، د طه درویش ادبي خاطرې

لیکنه حنان حبیبزی  ادب هغه هنداره ده چې د انسان د زړه پټې خبرې او د ذهن ناڅاپي اغیز په کې انځورېږي. کله چې لیکوال د خپلې ددننۍ نړۍ خبرې د کلیمو په لالهانده روان کې واچوي، لوستونکی د یوه بل انسان د زړه له کیسو او فکر د سیند د څپو شاهد ګرځي. د طه درویش کتاب  هواجس  همداسې یو اثر دی: ډاکتر درویش د اردون د عمان دې او هلته د ژورنالیزم په پوهنځي کې  د استادۍ ترڅنګ ښه ادیب هم دی. نوموړی  په دې وروستیو کې راغلی وو، د خپل کتاب یوه کاپي يې هم راکړه چې کله مې ولوسته نو ډيره مې په زړه پورې ومونده. نوموړی پخپل کتاب کې د ژوند هسکو او ټیټو، د فکر د غلي فریاد او د ناڅاپي علمي سفرونو یو ادبي انځور رادمخه کوي چې په هغې کې نورو انسانانو ته د زده کړو یوه لار پرانیزي. د کتاب نوم هواجس دی او په عربي ژبه دی، د کتاب نوم د اثر د منځپانګې دروازې پرانیزي. هواجس د زړه هغه ناڅاپي خيالات، وسوسې او اندېښنې دي چې انسان یې کله هم په ښکاره ژبه نه وایي خو د فکر په ژورو کې یې احساسوي. په ادبي بڼه، دا نوم د یو دننني ډیالوګ نښه ده چې لیکوال  پکې له خپل رب، له خپل ضمیر، او له خپل ځان سره خ...

د نښپوهنې د نظريو تاريخي بهير

لیکنه: حنان حبیبزی د نښپوهنې تاريخ ښيي چې د مانا، نښې او تعبیر د پوهېدو مفاهيم د وخت په تېرېدو سره پراخ شوي او ژور شوي دي. فرديناند دي ساسور (1857–1913) د دې علم بنسټ د «نښه» پر جوړښت کېښود. د ده په وینا نښه د «اشاري بڼه» او «اشاره شوي مفهوم» تر تړاو جوړه ده، او "دا تړاو د ژبې د ټولنیزو اصولو له مخې ثابت کېږي. په دې اساس مانا د ژبني نظام د ګډو توافقاتو له لارې رامنځته کېږي او نسبتاً ثابته پاتې کېږي" (Saussure, 1916). چارلس پېرس (1839–1914) بيا د مانا مفهوم نور هم خوځنده او فکري کړ. د هغه د درې‌ګونې نښې ماډل (Object, Sign, Interpretant) له مخې مانا په یوه روان ذهني بهیر کې رامنځته کېږي. دلته نښه یواځې لغوي ارزښت نه لري، بلکې ذهن یې د تفسیر، پرتله، اشارې او استدلال له لارې تل تعبیر ته بیايي. نو "مانا د فکري حرکت او سیاقي بدلون پایله ده، نه د یوه ثابت جوړښت پایله" (Peirce, 1955). رولان بارت (1915–1980) بیا نښپوهنه د ژبې له پولو څخه کلتور ته وغځوله. هغه وښوده چې نښې یوازې لغوي توکي نه دي، بلکې د ټولنیزو ارزښتونو، باورونو، قدرتي ایدیالوژیو او فرهنګي احساساتو د تولید وسیل...