Skip to main content

د ایران په پوځ کې روانه ستونزه د حقارت او د ویره ژور احساس


لیکنه: حنان حبیبزی 

تهران پخپل حقیر او ویریدلي پوځ باندې لافې وهي او ګواښنه کوي، دوی له کلونو راهیسې نړۍ له دې ویروي چې ګویا پرمختللي پوځي وسایل تولیدوي، دا یوازې داسې پوفې او تبلیغات دي چې ځانته ورباندې تسلي ورکوي. 

نړیوال په ځانګړي ډول د ایران هر ګاونډی پوهیږي چې ددغه هیواد پوځ د مورال د ټیټیدو او په خپلو لیکو کې د زیاتیدونکې ناخوښۍ سره لاس او ګریوان دی،  لکه د روڼتیا نشتوالی، فساد، او غیر موثر مشرتابه د سرتیرو په منځ کې د نهیلۍ له احساس سره مرسته کړې ده. د روښانه ستراتیژیک لارښود نشتوالی،  او د پوځي مسلک د پرمختګ لپاره د محدود امکاناتو شتون يې روحیه يې نوره هم له منځه وړې ده، په پوځ کې دننه ډیری کسان د ایران د اخوندانو حکومت یو بېثباته حاکمیت بولي چې ژر به بدلیدونکی دی، د همدې لپاره پوځ مورال نلري او  د ټیټې انګیزې او د کمو تاثیراتو احساس پکې دی،  او ډیر ځلې د یرغلونو په وړاندې د تیښتې هڅه کوي چې دا اړخ يې کولی شي، د افغان پوځ لپاره د مخامختیا پرمهال په زړه پورې وي. 

ډیر ځلې چې ایران د ټیکنالوجۍ او پوځي ځواک خبرې کوې، دا یوازې لافې دي، موخه يې پروپاګند دی، او ځانته دروغجن باور ورکول دي، د ایران دپوفو او پټاقو سره سره يې پوځ ډیری په پخوانیو تجهیزاتو ډډه لګولې او پرمختللو ټیکنالوژیو ته لاسرسی نلري. ځکه په ایران کې د ټیکنالوجۍ د تولید وړتیا نشته دی، که تاسې وګوری، د ایران مساپر وړونکو الوتکو ته، تر اوسه پورې هغه زړې الوتکې کاروي چې تاریخ يې په نولس سوه اتیایمو کلونو کې پایته رسیدلی دی، د همدې لپاره الوتنې له پرځيدو سره مخ کېږي،  نه نوې الوتکې جوړولی شي او نه هم زړو الوتکو ته اړین پرزجات جوړولی شي، له بهرنیو هیوادونو څخه د الوتکو پرزې پېري او دې تشې د پوځ د عصري کولو هڅې له خنډ سره مخ کړي دي. 

د پوځ د ساتنې او تدارکاتو لپاره ناکافي بودیجه ددې لامل شوې ده چې د سیمه ییزو سیالانو ترمنځ بې کیفیته پاتې شوی پوځ به يې هیڅکله له افغان زړور پوځ سره مخامختیا ونشي کړی. د ایران په پوځ کې دې توپیر د امنیتي ننګونو په وړاندې د اغیزمن ځواب ورکولو وړتیا له منځه وړې ده، او داد افغانستان لپاره ښه خبر دی. 

د ایران وروستیو څرګندونو او د افغانستان په وړاندې د بېځایه ګواښونو پایلې به  ورته ډیرې ویجاړونکې وي. په داسې حال کې چې ځینې ښايي دغو کړنو ته د سیاسي دریځ او فشار په سترګه وګوري، خو دا مهمه ده چې د ایران  بې روحیه پوځ ته پام وشي چې هیڅ ډول وړتیا نلري، او د جګړې له میدان څخه تیښته کوي.  یومعیوب او فلج شوی ځواک کولی شي د ایران لپاره د پراخې بې ثباتۍ لامل شي.

د مورال نشتوالی، زاړه تجهیزات، او محدودې سرچینې ټول د ایران د پوځي وړتیاو په اړه مالوماتو کې مرسته کوي چې د کابل په وړاندې به د تهران هرډول پوځي اقدام بیرته د ایران سر وخوري.


Comments

Popular posts from this blog

انس شریف: د غزې وروستی خبر

  لیکنه: حنان حبیبزی  ۱۱ اګست ۲۰۲۵  د ماښام وروستۍ رڼا ورو ورو د غزې له کوڅو ووتله، لکه ښار چې د یوې ستړې او ژړا ډکې مور په ټکري کې پټېږي. د باروتو بوی د سوځېدلو ودانیو له لوګي سره ګډ ده، او هره ساه د ژوند او مرګ تر منځ د نرۍ کرښې په اوږدو کې اخیستل کېږي. انس شریف د یوې نیمه ورانې ودانۍ مخې ته ودرېد. د خاورو له منځه یو سپین، نازک کوچنی لاس ورو ورو راښکاره شو، له خاورو او وینو ډک دی، د ژوند وروستۍ هڅې په کې ښکاري. د مایک له لارې یې غږ خپور شو: "دلته، د ودانۍ لاندې، یوه کورنۍ له منځه تللې ده… خو ددې تنکي ماشوم لاسونه ښورېږي، زه یې وینم، لا ژوندی دی." د کمرې له شا یې په شونډو کې هغه نرمه خو زړوره مسکا وځلېده – ددې لپاره نه چې زړه یې خوشاله دی، بلکې  ددې لپاره چې پوهېده، هره زړورتیا او هره مهرباني باید ددې جګړې د تیارو په وړاندې ودرېږي. د هغه ملګرو ورته ویل: – انسه، ته خو په دې لمبو کې هم خندا کولی شې! انس ورو ځواب ورکړ: – که موږ خندل بند کړو، دروغ به د رښتیا ځای ونیسي. له همدې سره یې په ژوندۍ خپرونه کې یې ددې ماشوم د ژغورنې هڅه پیل کړه. مخکې ولاړ، په یوې نرۍ کوڅه کې درې...

کرکتنه: هواجس، د طه درویش ادبي خاطرې

لیکنه حنان حبیبزی  ادب هغه هنداره ده چې د انسان د زړه پټې خبرې او د ذهن ناڅاپي اغیز په کې انځورېږي. کله چې لیکوال د خپلې ددننۍ نړۍ خبرې د کلیمو په لالهانده روان کې واچوي، لوستونکی د یوه بل انسان د زړه له کیسو او فکر د سیند د څپو شاهد ګرځي. د طه درویش کتاب  هواجس  همداسې یو اثر دی: ډاکتر درویش د اردون د عمان دې او هلته د ژورنالیزم په پوهنځي کې  د استادۍ ترڅنګ ښه ادیب هم دی. نوموړی  په دې وروستیو کې راغلی وو، د خپل کتاب یوه کاپي يې هم راکړه چې کله مې ولوسته نو ډيره مې په زړه پورې ومونده. نوموړی پخپل کتاب کې د ژوند هسکو او ټیټو، د فکر د غلي فریاد او د ناڅاپي علمي سفرونو یو ادبي انځور رادمخه کوي چې په هغې کې نورو انسانانو ته د زده کړو یوه لار پرانیزي. د کتاب نوم هواجس دی او په عربي ژبه دی، د کتاب نوم د اثر د منځپانګې دروازې پرانیزي. هواجس د زړه هغه ناڅاپي خيالات، وسوسې او اندېښنې دي چې انسان یې کله هم په ښکاره ژبه نه وایي خو د فکر په ژورو کې یې احساسوي. په ادبي بڼه، دا نوم د یو دننني ډیالوګ نښه ده چې لیکوال  پکې له خپل رب، له خپل ضمیر، او له خپل ځان سره خ...

د نښپوهنې د نظريو تاريخي بهير

لیکنه: حنان حبیبزی د نښپوهنې تاريخ ښيي چې د مانا، نښې او تعبیر د پوهېدو مفاهيم د وخت په تېرېدو سره پراخ شوي او ژور شوي دي. فرديناند دي ساسور (1857–1913) د دې علم بنسټ د «نښه» پر جوړښت کېښود. د ده په وینا نښه د «اشاري بڼه» او «اشاره شوي مفهوم» تر تړاو جوړه ده، او "دا تړاو د ژبې د ټولنیزو اصولو له مخې ثابت کېږي. په دې اساس مانا د ژبني نظام د ګډو توافقاتو له لارې رامنځته کېږي او نسبتاً ثابته پاتې کېږي" (Saussure, 1916). چارلس پېرس (1839–1914) بيا د مانا مفهوم نور هم خوځنده او فکري کړ. د هغه د درې‌ګونې نښې ماډل (Object, Sign, Interpretant) له مخې مانا په یوه روان ذهني بهیر کې رامنځته کېږي. دلته نښه یواځې لغوي ارزښت نه لري، بلکې ذهن یې د تفسیر، پرتله، اشارې او استدلال له لارې تل تعبیر ته بیايي. نو "مانا د فکري حرکت او سیاقي بدلون پایله ده، نه د یوه ثابت جوړښت پایله" (Peirce, 1955). رولان بارت (1915–1980) بیا نښپوهنه د ژبې له پولو څخه کلتور ته وغځوله. هغه وښوده چې نښې یوازې لغوي توکي نه دي، بلکې د ټولنیزو ارزښتونو، باورونو، قدرتي ایدیالوژیو او فرهنګي احساساتو د تولید وسیل...