په قران کریم او صحیح حدیثو کې د ژورنالیزم پنځه اصول

 لیکنه: حنان حبیبزی

په قران کې د ژورنالیزم پنځه اصول ټاکل شوي دي، دوه اصوله يې په دې ایت کې دي، چې هغه خبر له لیکلو څخه وړاندې د مالوماتو د ترلاسه کولو په اړه دي. لومړی د خبر ناڅرګند اړخونه، دوم د خبر هغه اړخونه چې لیدل کېږي او اوریدل کېږي. الله تعالی فرمايي: 

ارْجِعُوا إِلَىٰ أَبِيكُمْ فَقُولُوا يَا أَبَانَا إِنَّ ابْنَكَ سَرَقَ وَمَا شَهِدْنَا إِلَّا بِمَا عَلِمْنَا وَمَا كُنَّا لِلْغَيْبِ حَافِظِينَ، (سورةیوسف 81 ایت)

ژباړه: "مشر یې وویل، ورشی خپل پلار ته او ورته ووايي ای پلاره ستا زوی غلا وکړه او موږ هیڅ ونه لیدل مګر هغه څه چې موږ پرې پوهه لرو، او موږ په غیبو نه پوهیږو. 

په دې ایت کې موږ ته د خبر د بیانولو یا جوړولو لاره چاره ښوول شوې ده چې له مهم او د مهمې برخې څخه باید پيل شي او بل هغه څه وویل شي چې په سترګو يې لیدلي او په غوږو يې اوریدلي دي". 

لومړی اصل: 

.د پیښې د پټو اړخونو په اړه یو ژورنالیست یا یو محقیق کومه پوهه نلری، نو هغه څه نه وايي چې ده ته مالومات نشته دي، یا د غیب په اړه نه غږیږي. د غیب پوهه یوازې الله سره ده. ددې لپاره خبریال باید د خبر د ناڅرګندو اړخونو په اړه څیړنه او مالومات ترلاسه کړي. 

دوم اصل: 

د هغه څه په اړه دې وغږیږي چې په سترګو يې لیدلي دي او غوږو يې اوریدلي دي. 

ددې دلیل همدا پورتنی ایت دی. 

دا لاندینۍ دوه برخې يې د سورة یوسف په راتلونکي ایت کې ښوول شوي دی چې په راپور کې  د عیني شاهدانو په اړه ده. دلته موږ ته لارښوونه شوې ده چې د یوې پیښې په اړه د خبر د کره کولو لپاره له کومو سرچینو څخه مالومات ترلاسه کړو. دلیل یې دا ایت دی: 

وَاسْأَلِ الْقَرْيَةَ الَّتِي كُنَّا فِيهَا وَالْعِيرَ الَّتِي أَقْبَلْنَا فِيهَا ۖ وَإِنَّا لَصَادِقُونَ (سوره یوسف، 82 ایت).

ژباړه: "او ته له هغه کلي پوښتنه وکړه چې موږ پکې اړولی وو او له هغه کاروانه پوښتنه وکړه چې موږ پکې وو، او موږ رښتیني یو".

دریم اصل: 

په دې ایت کې لارښوونه داده چې له هغه چا د پیښې حال وپوښتی چې پیښه يې لیدلي وي یا دپیښې په ځای کې اوسیده.

څلورم اصل: 

له هغه چا وپوښتی چې د پیښې له شکمنو عاملینو سره پیژني یايي ورسره ملګرتیا کړي وي. 

پنځم اصل: 

دا ایت هم شته دی چې موږ ته لارښوونه کوي چې تاسې له ګومان ډډه وکړی چې دقت او ځیرتیا رامنځته شي، ځکه ډیری ګومانونه دروغ وي او د دقت او رښتیا برعکس دی. الله تعالی فرمايي:

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اجْتَنِبُوا كَثِيرًا مِّنَ الظَّنِّ إِنَّ بَعْضَ الظَّنِّ إِثْمٌ ۖ وَلَا تَجَسَّسُوا وَلَا يَغْتَب بَّعْضُكُم بَعْضًا ۚ أَيُحِبُّ أَحَدُكُمْ أَن يَأْكُلَ لَحْمَ أَخِيهِ مَيْتًا فَكَرِهْتُمُوهُ ۚ وَاتَّقُوا اللَّهَ ۚ إِنَّ اللَّهَ تَوَّابٌ رَّحِيمٌ (12)

ژباړه: "ای ایمانوالو، له ډیرو ګومانونو ډډه وکړی، یقینا ځينې ګومانونه ګنا ده، او پټ عیبونه مه لټوی، او ستاسې ځينې دې د ځینې نورو غیبت نکوي، ایا په تاسې کې یو کس دا خوښوي چې د خپل ورور غوښه وخوري په داسې حال کې چې هغه مړ وي نو بد يې ګڼی،  له الله وویریږی، یقینا الله توبه قبلونکی او ډير مهربانه دی". 

نو په خبر کې باید له اضافي تحلیلونو څخه چې په اړه يې خبریال نه څه لیدلي وي، او نه يې اوریدلي وي،  ډډه وشي،  او پریښوول شي اوریدونکي ته چې د پیْښې په اړه خپله نتیجه ولري. 

په صحیح احدیثو کې راغلي دي چې "مالک رضي الله عنه د ابو الزيناد، د الاعراج، له ابو هريره رضي الله عنه څخه روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: له شک څخه ځان وساتئ. ځکه شک کول تر ټولو بده خبره ده او د خدای بنده ګان اوسئ وروڼه". 

 نو د شک له مخې د خبرونو خپرول منع دي، ځکه شک له اصلي حقایقو څخه ناخبري ده، نو د شک پربنسټ د یوې پیښې په اړه غږیدل د فتنې لامل ګرځي. 

 الله تعالی فرمايي: يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِن جَاءَكُمْ فَاسِقٌ بِنَبَإٍ فَتَبَيَّنُوا أَن تُصِيبُوا قَوْمًا بِجَهَالَةٍ فَتُصْبِحُوا عَلَىٰ مَا فَعَلْتُمْ نَادِمِينَ (حجرات، 6 ایت). 

ژباړه: "اى هغو كسانو چې ايمان مو راوړى دى، كه تاسې ته كوم فاسق کس له کوم خبر  سره راشي، نو تاسو يې پلټنه (ثبوت) كړئ، داسې نه چې په ناپوهۍ سره خلك په مصیبت کې واچوی، بيا به پخپلو كړنو پښيمانه یاست. " 


Comments

Popular posts from this blog

کوانټم فزیکي ډیوسونه به نړۍ بدله کړي

د انسان د پنځون او ژوند په اړه کره علمي څيړنه

د ټرمپ - مودي شېبې: یو ډیپلوماتیک سپکاوی که سنجول شوې لوبه؟