Skip to main content

د سعودي د سفارت پرانیسته؛ فرصتونه او ننګونې

 

د سعودي سفیر 
لیکنه: حنان حبیبزی

په کابل کې د سعودي د سفارت بیا پرانیسته، د یوه داسې څپرکي په څېر ښکاري چې پکې ګڼ رازونه او فرصتونه نغښتي دي. دا ګام نه یوازې د نړیوالو اړیکو په ډګر کې د نوي پیل زېری ورکوي بلکې د افغانستان پر سیاسي، اقتصادي او کولتوري فضا هم ژوره اغېزه لرلای شي.

 سعودي چې د مکې او مدینې په څېر سپېڅلې سیمې لري نو د نړۍ د مسلمانانو زړه ته لاره لري. د دې سفارت بیا پرانیسته د یوې داسې دروازې پرانیستل دي چې له هغې څخه د نړیوالو اړیکو تودې هیلې راټوکیدای شي.

یو فرصت؛ د نوي پیل ژمنه

دا منظره د افغانستان لپاره دومره مهمه ده لکه سهار چې د لمر وړانګې د غرونو له څوکو څخه راښکاره شي او ددښتو پر پراخوالي خپله تودوخه وغوړوي.  پوښتنه داده چې څنګه ددې سفارت پرانیسته د افغانستان لپاره د اقتصادي پرمختګ دروازې پرانیزي. سعودي چې د تېلو د زېرمو له پلوه بډای دی، کولای شي چې د پانګونې او زیربنایي پروژو لپاره یو لوی فرصت رامنځته کړي. د کابل بازارونه ښایي د سعودي د سوداګرو له خوا د نوې نخشې ترلاسه کړي، او د افغانستان کلي او ښارونه د پرمختګ په لور حرکت وکړي. ځکه سعوديوال د شتمن هیواد په لرلو سره لیواله دي چې په افغانستان کې اقتصادي فعالیتونه ولري. 

د ننګونو غر؛ د احتیاط اړتیا

خو بل اړخ ته، دا منظره د څپاندو سیندونو په څېر هم ده چې که په پام سره ورسره چلند و نه شي، د خطرونو څپې يې شاوخوا سیمې په اوبو ډوبولای شي. سعودي چې د امریکا یو سیاسي همکار دی  په سیمه کې دامریکا د ګټو لپاره ښايي ونډه واخلي.   دا وضعیت ښایي د افغانستان ناپيیلی سیاست زیانمن کړي، او د سیمه‌ ییزو هېوادونو لکه ایران او روسیې حساسیتونه را وپاروي.

په داسې حال کې چې د سعودي سفارت پرانیسته د افغانستان لپاره یو زرین فرصت ښکاري، خو دا هم مهمه ده چې د دې اړیکو په اداره کولو کې له تدبیر او ژورو تګلارو کار واخیستل شي. افغانستان، چې اوس د خپل برخلیک یوه حساسه څپه وهي، باید د هرې دروازې پرانیستلو سره د خپلو ملي ګټو او خپلواکۍ بېرغ لوړ وساتي. دې منظرې ته له ورایه کتل اړین دي، ترڅو د فرصتونو غوټۍ د وږو خلکو په لاس کې ګل شي، نه چې د نوو ننګونو لپاره پلمه شي.

Comments

Popular posts from this blog

انس شریف: د غزې وروستی خبر

  لیکنه: حنان حبیبزی  ۱۱ اګست ۲۰۲۵  د ماښام وروستۍ رڼا ورو ورو د غزې له کوڅو ووتله، لکه ښار چې د یوې ستړې او ژړا ډکې مور په ټکري کې پټېږي. د باروتو بوی د سوځېدلو ودانیو له لوګي سره ګډ ده، او هره ساه د ژوند او مرګ تر منځ د نرۍ کرښې په اوږدو کې اخیستل کېږي. انس شریف د یوې نیمه ورانې ودانۍ مخې ته ودرېد. د خاورو له منځه یو سپین، نازک کوچنی لاس ورو ورو راښکاره شو، له خاورو او وینو ډک دی، د ژوند وروستۍ هڅې په کې ښکاري. د مایک له لارې یې غږ خپور شو: "دلته، د ودانۍ لاندې، یوه کورنۍ له منځه تللې ده… خو ددې تنکي ماشوم لاسونه ښورېږي، زه یې وینم، لا ژوندی دی." د کمرې له شا یې په شونډو کې هغه نرمه خو زړوره مسکا وځلېده – ددې لپاره نه چې زړه یې خوشاله دی، بلکې  ددې لپاره چې پوهېده، هره زړورتیا او هره مهرباني باید ددې جګړې د تیارو په وړاندې ودرېږي. د هغه ملګرو ورته ویل: – انسه، ته خو په دې لمبو کې هم خندا کولی شې! انس ورو ځواب ورکړ: – که موږ خندل بند کړو، دروغ به د رښتیا ځای ونیسي. له همدې سره یې په ژوندۍ خپرونه کې یې ددې ماشوم د ژغورنې هڅه پیل کړه. مخکې ولاړ، په یوې نرۍ کوڅه کې درې...

کرکتنه: هواجس، د طه درویش ادبي خاطرې

لیکنه حنان حبیبزی  ادب هغه هنداره ده چې د انسان د زړه پټې خبرې او د ذهن ناڅاپي اغیز په کې انځورېږي. کله چې لیکوال د خپلې ددننۍ نړۍ خبرې د کلیمو په لالهانده روان کې واچوي، لوستونکی د یوه بل انسان د زړه له کیسو او فکر د سیند د څپو شاهد ګرځي. د طه درویش کتاب  هواجس  همداسې یو اثر دی: ډاکتر درویش د اردون د عمان دې او هلته د ژورنالیزم په پوهنځي کې  د استادۍ ترڅنګ ښه ادیب هم دی. نوموړی  په دې وروستیو کې راغلی وو، د خپل کتاب یوه کاپي يې هم راکړه چې کله مې ولوسته نو ډيره مې په زړه پورې ومونده. نوموړی پخپل کتاب کې د ژوند هسکو او ټیټو، د فکر د غلي فریاد او د ناڅاپي علمي سفرونو یو ادبي انځور رادمخه کوي چې په هغې کې نورو انسانانو ته د زده کړو یوه لار پرانیزي. د کتاب نوم هواجس دی او په عربي ژبه دی، د کتاب نوم د اثر د منځپانګې دروازې پرانیزي. هواجس د زړه هغه ناڅاپي خيالات، وسوسې او اندېښنې دي چې انسان یې کله هم په ښکاره ژبه نه وایي خو د فکر په ژورو کې یې احساسوي. په ادبي بڼه، دا نوم د یو دننني ډیالوګ نښه ده چې لیکوال  پکې له خپل رب، له خپل ضمیر، او له خپل ځان سره خ...

د نښپوهنې د نظريو تاريخي بهير

لیکنه: حنان حبیبزی د نښپوهنې تاريخ ښيي چې د مانا، نښې او تعبیر د پوهېدو مفاهيم د وخت په تېرېدو سره پراخ شوي او ژور شوي دي. فرديناند دي ساسور (1857–1913) د دې علم بنسټ د «نښه» پر جوړښت کېښود. د ده په وینا نښه د «اشاري بڼه» او «اشاره شوي مفهوم» تر تړاو جوړه ده، او "دا تړاو د ژبې د ټولنیزو اصولو له مخې ثابت کېږي. په دې اساس مانا د ژبني نظام د ګډو توافقاتو له لارې رامنځته کېږي او نسبتاً ثابته پاتې کېږي" (Saussure, 1916). چارلس پېرس (1839–1914) بيا د مانا مفهوم نور هم خوځنده او فکري کړ. د هغه د درې‌ګونې نښې ماډل (Object, Sign, Interpretant) له مخې مانا په یوه روان ذهني بهیر کې رامنځته کېږي. دلته نښه یواځې لغوي ارزښت نه لري، بلکې ذهن یې د تفسیر، پرتله، اشارې او استدلال له لارې تل تعبیر ته بیايي. نو "مانا د فکري حرکت او سیاقي بدلون پایله ده، نه د یوه ثابت جوړښت پایله" (Peirce, 1955). رولان بارت (1915–1980) بیا نښپوهنه د ژبې له پولو څخه کلتور ته وغځوله. هغه وښوده چې نښې یوازې لغوي توکي نه دي، بلکې د ټولنیزو ارزښتونو، باورونو، قدرتي ایدیالوژیو او فرهنګي احساساتو د تولید وسیل...