اسحاق ننګیال په شاعرۍ کې د چاپیریال ساتنې مساله
په افغانستان کې شاعري ډيرځلې دودیزه بڼه لري، شاعران غزلې وايي او ډیری تش په نامه مینه باندې راڅرخي کومه چې هیڅ وجود نلري، (مخکې ما ورباندې په یوه لیکنه کې بحث کړی چې سرلیک دی 'مینه تاوتریخوالی دی' دلته بیا ورباندې بحث نکوو)، خو دې شاعرۍ دومره خلک بوخت ساتلي چې په هیڅ قیمت يې بدلولو ته چمتو نه دي. ننګیال د نوښتګر انسان پالي په توګه د شعر بڼې ته بدلون ورکړ او په ماډرن شعر یې د خپل چاپیریال په انځورولو کې خپل رښتیني احساسات راڅرګند کړل. ډیرځلې په قافیه وال شعر کې حقایق نشي چوکاټ کیدای نو تر ډيره پورې خیالي شي، ننګیال ددې لپاره سپین شعر ته وده ورکړه چې ازاد لاس ولري او کوم شاعرانه قالب ترې د حقایقو د بیانولو مخه ونه نیسي، لكه دا بیلګه: لښتي وچ شول ويالې ورانې سين د تورو كاڼو غر شو اوس حيران يم چې د كلي دا هيلۍ به چيرته لامبي که دايي په غزل کې راوستي وای نو ښايي ډير وخت پرې له لاسه تلی وای او دغه حقایق هغسې نه وای راغلي لکه څنګه چې ده غوښتل. د ننګیال په شعر کې د چاپیریال ساتنې مساله ته وګوره چې لسګونو کلونومخکې چې هلته نه چاسره د چاپیریال غم وو او نه همclimate change یوه نړیواله ...