د اذربایجان له ولسمشر سره د بي بي سي مرکه: خبریالان باید څه ترې زده کړي
لیکوال: حنان حبیبزی که کله د خبریال په توګه ستاسې مرکه له یو سیاستوال سره دا رقم شي چې ستاسې پوښتنه په پوښتنې ځواب کړي، تاسې باید څه وکړی؟ او څه باید شوي وای چې ستاسې مرکه په شخړه بدله نشي؟ دغه جنجالي برخه د ترکې تلویزون خپره کړې لومړی: تاسې باید هغه څه وکړی چې دلته دې خبریالې کړي دي. خو پام کوی کله چې ستاسې میلمه یا هغه کس چې تاسې ورسره مرکه کوی ستاسې د پوښتنې په مقابل کې سخت غبرګون وښيي، لکه دا بیلګه، په دغه وخت کې تاسې هغه ته اجازه ورکړی چې خپله پیل کړې خبره تریوځایه وکړي، بیا په همدې مساله مه ورسره کلکیږی بلکې موضوع بدله کړی چې ستاسې مایک د هغه د پروپاګند لپاره ونه کارول شي. د بیلګې په توګه دا خبریاله د اذربایجان له ولسمشر سره کلکه شوې ده همدا لامل وو چې په غالب ګومان د بي بي سي ایډیټرانو د مرکې دغه برخه ایسته کړې وه. په دې مرکه کې یوه بله ستونزه داده چې کیدای شي د بي بي سي سیمه ییز خبریالان په خطر کې واچوي کله چې ته د یو راپور په اړه خپل سیمه ییز خبریالانو باندې استناد کوې. دې په ځای چې خپل سیمه ییز خبریالان وښيي دې کولای شول ووايي د باوري رسنیو موندنې او له قربانیانو سره ي...