Skip to main content

Posts

د وړ کسانو د ګومارلو په اړه په قران کې د الله تعالی فرمانونه:

لیکنه: حنان حبیبزی یو باچا یا ټولواک ته يې یو مسلکي یا په کار پوه کس هیڅکله مخامخ نشي ویلی چې ماسره ددې ځانګړې څانګې په اړه پوهه شته، او تاسره نشته دی. که دا ورته ووايي نو یابه يې ځای زندان وي، یا به سخترینه سزا ورکوي، خو په قران کې داسې مثال شته دی، او دا ددې دلیل دی چې د اسلام سینه ډیره پراخه ده. یو لاس لاندې ژوي په ځمکه باندې د وخت ټولواک او پیغمبر سلیمان علیه السلام ته ویلي دي، الله تعالی وايي: "نو ملاچرګک له لږ ځنډ روسته راغی او وېویل ما هغه څه پخپله پوهه کې ګیر کړي دي چې هغه تا نه دي ګیر کړي او زه تاته له سبا څخه په یقیني خبر سره راغلی یم"،( نمل، 22 ایت). له دې ایت مالومیږي چې پیغمبرانو د غیب علم نه درلوده، دوی ته به یا وحیه راتله، یايې لکه نور انسانان یوڅه پخپلو سترګو لیدلي وای. او سلیمان علیه السلام داسې باچا وو چې ژوي او پیریان يې هم په رعیت کې راتلل، او د هغوی په ژبه پوهیده. نمل، میږي، ته وايي، یانې په دغه سورة کې د میږي هغه خبرې رازي چې خپل قوم ته يې وویل پخپلو سمڅو کې ننوځی چې د سلیمان پوځ مو ترپښو لاندې نکړي، په داسې حال کې چې دوی به نه پوهیږي، سلیمان علیه الس...

د قران درې ارواپوهنیزې بیلګې چې ساینسپوهانو په شلمه پیړۍ کې وموندلی

لیکنه: حنان حبیبزی د انسان د ذهن او رواني شخصیت هغه څانګې چې ساینس پوهانو په شلمه پیړۍکې وموندلې، ظاهرا د انسان په مغزونو کې درې سیسټمونه دي چې رواني حالت او کړه وړه کنټرولوي. دا په فزیکي توګه نه لیدل کېږي خو د ذهن او زړه ترمنځ پریکړې کنټرولوي او د انسان ذهني او رواني شخصیت جوړوي. په قران کې وار له مخه پکې یادونه شوې ده. لکه څرنګه الله تعالی فرمايي د هغه سبحانه و تعالی نښې زموږ په وجود کې دي، الله تعالی پوښتنه کوي: وَفِي أَنفُسِكُمْ ۚ أَفَلَا تُبْصِرُونَ (ذاریات، 21 ایت). ژباړه: او ستاسې په ځانونو کې ایا نه يې ګوری؟ د انسان په بدن کې له دې نښو څخه یوه نښه روح دی چې موږ يې نه په سترګو ګورو او نه يې په اړه ډیر مالومات لرو، خو روح د الله تعالی مخلوق دی چې د انسان ژوند ټینګښت او پایښت ورکوي. د همدې روح له کبله هغه کسان چې سترګې يې روغې دي لیدل کولای شي. دا د الله تعالی په امر ژوند ورکونکی نالیدلی ځواک دی چې انسان يې له کبله ژوند کوي او خوزیږي، کړه وړه او ورځینۍ چارې یې مخته وړي، زړه يې پرې ګرځي، او لکه ماشین د بدن ټولو برخو ته وینه لیږدوي. د روح او بدن تړاو همدا دی چې کله انسان په فزیک...

د ګاونډیو هیوادونو په اقتصادي ودې باندې دافغانستان د جګړې سیده ناسیده اغیزې

لیکنه: حنان حبیبزی پیژند: ډیرځلې جګړې له خپل ډګره اخوا په لرې واټن کې ویجاړی رامنځته کوي. په بله وینا که ته ګاونډی یې ترڅنګ دې په پراته هیواد کې جګړه کولای شي ستا اقتصاد په ټپه ودروي، یا مو لږ ترلږه په لګښتونو کې ډیروالی راولي او د ګټې وټې بهیر مووځنډوي. د وسله والو شخړو راپورونه چې له دولتونو څخه ترلاسه شوي دي ښيي چې په بېوزلو هیوادونو کې د جګړو دوام د ګاونډیو هیوادونو اقتصادي پرمختګ سره بده معامله کوي. د جګړې ترسترګو کیدونکې یا زبات شوې اغیزې او ناڅاپي اغیزې ښيي چې سیمه ییزه شخړه نه یوازې په ګاونډیو هیوادونو کې پرمختګ ورو کوي بلکې د ودې په نورو برخو باندې هم بد اغیز لري. په دې روستیو کې داسې ښکاري چې د افغانستان ځینې ګاونډیان هڅه کوي چې د هیواد له روانو حالاتو څخه د ځان په ګټه کار واخلي او په افغانستان کې ددوی په ګومان د یوې بلې جګړې د پیلولو لپاره شرایط برابر کړي چې ددوی په فکر ګټو ته یې ګټې رسوي. په دې لیکنه دې پوښتنې ته د ځواب هڅه کوو چې په اصل کې، ګاونډیانو او دسیمې هیوادونه ته څه ډول افغانستان په ګټه دی؟ هغه چې په جګړه او تاوتریخوالي او وینه تویدنه کې ډوب دی، که هغه چې یو ...

اهل سنت والجماعت په دې عقیده دي چې د حاکمانو خلاف بغاوت حرام دی

اهل سنت والجماعت په دې عقیده دي چې د حاکمانو خلاف بغاوت حرام دی لیکنه: ابو خدیجة عبدالواحید ژباړه او لنډیز: حنان حبیبزی د اهل سنت والجماعت اجماع د اهل الحدیث یا سلفي عقیدې او منهج له کتابونو څخه دا ده چې د مسلمانانو د حاکمانو په وړاندې بغاوت یا پاڅون حرام دی. دوو امامانو ابو حاتم الرازي (م 277 هـ) او ابو زرع الرازي (م 264 هـ ق) د نورو بې شمېره کسانو له منځه دا اجماع په مشهور کتاب عقیدة الرازین کې ثبت کړې ده: "موږ په دې باور یو چې د واکمنانو پر وړاندې بغاوت روا نه دی . دغه امامان او هغه کسان چې له دوی څخه مخکې راغلي دي (لکه بخاري، احمد، سفیان، فضیل او داسې نور) دا اجماع په کتابونو کې له رڼو لاسوندونو او شواهدو، صحیح حدیثو او د کبارو د بیانونو په بنسټ، د ټولمنلې همغږۍ له مخې ثبت کړې ده. صحابه او د هغوی له وخت راهیسې ترننه پورې په عقیده کې له یوه جاهل او بېلارې بدعتي پرته بل چا ددې دریځ مخالفت نه دی کړی. پاڅون (خروج) د واکمن څخه د واک د اخیستلو هڅه ده، په عامه توګه له هغه سره مخالفت کول، له دندې څخه د هغه د ایسته کولو هڅه کول، د هغه په ​​وړاندې د خلکو هڅول لکه د لاریونو، پرلتونو او ن...

د اذربایجان له ولسمشر سره د بي بي سي مرکه: خبریالان باید څه ترې زده کړي

لیکوال: حنان حبیبزی که کله د خبریال په توګه ستاسې مرکه له یو سیاستوال سره دا رقم شي چې ستاسې پوښتنه په پوښتنې ځواب کړي، تاسې باید څه وکړی؟ او څه باید شوي وای چې ستاسې مرکه په شخړه بدله نشي؟  دغه جنجالي برخه د ترکې تلویزون خپره کړې لومړی: تاسې باید هغه څه وکړی چې دلته دې خبریالې کړي دي. خو پام کوی کله چې ستاسې میلمه یا هغه کس چې تاسې ورسره مرکه کوی ستاسې د پوښتنې په مقابل کې سخت غبرګون وښيي، لکه دا بیلګه، په دغه وخت کې تاسې هغه ته اجازه ورکړی چې خپله پیل کړې خبره تریوځایه وکړي، بیا په همدې مساله مه ورسره کلکیږی بلکې موضوع بدله کړی چې ستاسې مایک د هغه د پروپاګند لپاره ونه کارول شي. د بیلګې په توګه دا خبریاله د اذربایجان له ولسمشر سره کلکه شوې ده همدا لامل وو چې په غالب ګومان د بي بي سي ایډیټرانو د مرکې دغه برخه ایسته کړې وه. په دې مرکه کې یوه بله ستونزه داده چې کیدای شي د بي بي سي سیمه ییز خبریالان په خطر کې واچوي کله چې ته د یو راپور په اړه خپل سیمه ییز خبریالانو باندې استناد کوې. دې په ځای چې خپل سیمه ییز خبریالان وښيي دې کولای شول ووايي د باوري رسنیو موندنې او له قربانیانو سره ي...

په ډله ییزه توګه د وژل شویو بندیانو یادونه

لیکوال: حنان حبیبزی رسنۍ: ویټرانز ټودې 17/04/2011   په افغانستان کې جګړه خپل لسم کال ته داخلیږي ، د جګړې د دوام (ګډوډۍ) او د کړاو کال، هرڅوک پخپل چاپیریال کې د امن او سولې تنده لري خو دلته ان د سولې نظر درلودل لوی خطر لري.  درویشت کلن جیلاني وايي: "که جنګي جنایتکاران د بې ګناه کورنیو د له مینځه وړلو هڅه  وکړي چې له طالبانو سره یې کار کاوه، نو  سولې ته راستنیدل به ناشوني وي. " د هغه پلار د هغو طالب بندیانو په ډله کې وو چې د 2001 په اکتوبر کې یې په کندز ولایت کې ونیول خو بیا هیڅکله ونه لیدل شو. جيلاني 13 کلن و کله چې د هغه پلار شاغاسي هغه د خپلې مور او بوډۍ نيا سره  یوازې پرېښود. 'هغه د ولایت د پولیسو په مرکزي دفتر کې کار کاؤ کله چې طالبانو پریکړه وکړه چې کندوز د متحده ایالاتو په ملاتړ د شمالي ټلوالې ځواکونو ته وسپاري . د امریکا هوایی ځواک د دې سیمې کنټرول د طالبانو لپاره په سور اور بدل کړی وو. هغه وویل: "وروسته موږ ته وویل شول چې پلار مې شبرغان ته وړل شوی دی، خو هغه هیڅکله بیرته  راستون نه شو." هغه وايي: "زما پلار د طالبانو له رژیم سره کار کاوه چې موږ ته ...

اسحاق ننګیال په شاعرۍ کې د چاپیریال ساتنې مساله

په افغانستان کې شاعري ډيرځلې دودیزه بڼه لري، شاعران غزلې وايي او ډیری تش په نامه مینه باندې راڅرخي کومه چې هیڅ وجود نلري، (مخکې ما ورباندې په یوه لیکنه کې بحث کړی چې سرلیک دی 'مینه تاوتریخوالی دی' دلته بیا ورباندې بحث نکوو)، خو دې شاعرۍ دومره خلک بوخت ساتلي چې په هیڅ قیمت يې بدلولو ته چمتو نه دي. ننګیال د نوښتګر انسان پالي په توګه د شعر بڼې ته بدلون ورکړ او په ماډرن شعر یې د خپل چاپیریال په انځورولو کې خپل رښتیني احساسات راڅرګند کړل. ډیرځلې په قافیه وال شعر کې حقایق نشي چوکاټ کیدای نو تر ډيره پورې خیالي شي، ننګیال ددې لپاره سپین شعر ته وده ورکړه چې ازاد لاس ولري او کوم شاعرانه قالب ترې د حقایقو د بیانولو مخه ونه نیسي، لكه دا بیلګه: لښتي وچ شول ويالې ورانې سين د تورو كاڼو غر شو اوس حيران يم چې د كلي دا هيلۍ به چيرته لامبي که دايي په غزل کې راوستي وای نو ښايي ډير وخت پرې له لاسه تلی وای او دغه حقایق هغسې نه وای راغلي لکه څنګه چې ده غوښتل. د ننګیال په شعر کې د چاپیریال ساتنې مساله   ته وګوره چې لسګونو کلونومخکې چې هلته نه چاسره د چاپیریال غم وو او نه همclimate change یوه نړیواله ...