Posts

حدیث

له عمر بن الخطاب رضي الله عنه څخه روایت دی چې ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اوریدلي چې فرمایل یې: د عمل اجر په نیت پورې اړه لري او هر انسان ته به د هغه څه په اندازه اجر ورکول کیږي چې نیت یې کړی وي، نو چا چې هجرت وکړ د دنیا د ګټې یا د ښځې لپاره. د واده کولو لپاره، د هغه هجرت د هغه څه لپاره و چې هغه هجرت کړی و."

د خطرناکه سیاست له کبله پاکستان ټوټه کیدای شي

Image
حنان حبیبزی  د هیوادونو بد مرغي داده چې مافیايي ډلې په قدرت کې د پاتې کېدو لپاره نوي راڅرګند شوي ګوندونه چې سمون راولي، له منځه وړي، او نه يې پریږدي چې په واک کې پاتې شي، ځکه چې هغوی نه غواړي قدرت له لاسه ورکړي، ځکه قدرت کې پاتې کېدل ددوی کاروبار دی،  او د هیواد د اقتصاد او پوځ کنټرول د خپل شخصي اهدافو لپار ه کاروي چې یوازې ددوی شخصي فابریکې او پانګونې ډيریږي، خو د هیوادوالو په ژوند کې کوم بدلون نه راځي. دغو سیاستوالو د هیواد په اقتصادي، سیاسي او پوځي جرړو کې ریښې غځولي دي او هره نوې پدیده نه پریږدي چې ددوی په وړاندې خنډ شي. لکه د شریف کورنۍ، د زرداري کورنۍ، مولانا فضل الرحمن او داسې نور سیاستوال چې د قدرت د ترلاسه کولو لپاره هرې معاملې ته چمتو دي.  د عمران خان چې د پاکستان د نوم په روښانه کولو کې يې ډيره لویه ونډه اخیستې ده،  د پاکستان لپاره يې هغه خدمتونه کړي دي چې بل هیڅ پاکستاني نه دي کړي،  د کرکټ له اتلولۍ نیولې،  بیا تر خیریه خدمتونو پورې، دده د خدمتونو له کبله نن پاکستان په سیمه کې د سرطاني ناروغیو او نورو وژونکو ناروغیو د درملنې لپاره بهترینه روغتون...

کوم یو دروند دی، 1 کیلو اوسپنه یا 1 کیلو پنبه؟

Image
لیکنه: حنان حبیبزی  کوم یو دروند دی، 1 کیلو اوسپنه یا 1 کیلو پنبه؟ دواړه 1 کیلو اوسپنه او 1 کیلو ګرامه پنبه ورته وزن لري چې هغه 1 کیلو ګرام دی. د یو څیز وزن د هغې د mass له مخې ټاکل کیږي، دلته اوسپنه او پنبه دواړه برابر یانې هر یويې  1 کیلو ګرام وزن لري، نو دواړه یو ډول وزن لري. داد یادولو وړ ده چې اوسپنه د پنبې په پرتله سخته ده او د ډير کثافت لرونکې ده، نو د اوسپنې 1 کیلو بلاک به د پنبې د 1 کیلو وزن په پرتله لږ ځای ونیسي. راځئ چې مفصلو ساینسي توضیحاتو ته لاړ شو: هغه بنسټیز مفهوم چې موږ یې پوهیدو ته اړتیا لرو mass  دی چې په پښتوکې به غونډ  ژباړل کېږي او ځينې وخت ډله ییز، خو دلته يې د غونډ ژباړه ښه ده چې د ډلې له مفهوم سره سمون لري، ځکه دلته د mass  مانا د ورته شیانو د راټولیدو په پایله کې د یوې ټوټې جوړیدل دي. په بله وینا mass په یوه شي کې د مادې د مقدار اندازه ده، او په دودیزه توګه په کیلوګرام اندازه کیږي. د یو شي حجم د هغه وزن ټاکي، کوم چې د جاذبې له امله پیدا کیږي. دلته موږ دوه توکی لرو: 1 کیلو اوسپنه او 1 کیلو ګرامه پنبه چې هریو يې یو یوکیلو ګرام وزن لري. مو...

په قران کریم او صحیح حدیثو کې د ژورنالیزم پنځه اصول

 لیکنه: حنان حبیبزی په قران کې د ژورنالیزم پنځه اصول ټاکل شوي دي، دوه اصوله يې په دې ایت کې دي، چې هغه خبر له لیکلو څخه وړاندې د مالوماتو د ترلاسه کولو په اړه دي. لومړی د خبر ناڅرګند اړخونه، دوم د خبر هغه اړخونه چې لیدل کېږي او اوریدل کېږي. الله تعالی فرمايي:  ا رْجِعُوا إِلَىٰ أَبِيكُمْ فَقُولُوا يَا أَبَانَا إِنَّ ابْنَكَ سَرَقَ وَمَا شَهِدْنَا إِلَّا بِمَا عَلِمْنَا وَمَا كُنَّا لِلْغَيْبِ حَافِظِينَ، (سورةیوسف 81 ایت) ژباړه: "مشر یې وویل، ورشی خپل پلار ته او ورته ووايي ای پلاره ستا زوی غلا وکړه او موږ هیڅ ونه لیدل مګر هغه څه چې موږ پرې پوهه لرو، او موږ په غیبو نه پوهیږو.  په دې ایت کې موږ ته د خبر د بیانولو یا جوړولو لاره چاره ښوول شوې ده چې له مهم او د مهمې برخې څخه باید پيل شي او بل هغه څه وویل شي چې په سترګو يې لیدلي او په غوږو يې اوریدلي دي".  لومړی اصل:  .د پیښې د پټو اړخونو په اړه یو ژورنالیست یا یو محقیق کومه پوهه نلری، نو هغه څه نه وايي چې ده ته مالومات نشته دي، یا د غیب په اړه نه غږیږي. د غیب پوهه یوازې الله سره ده. ددې لپاره خبریال باید د خبر د ناڅ...

افغانستان ولسي جرګې ته عاجله اړتیا لري

لیکنه: حنان حبیبزی که افغانستان په تېرو دوو کلونو کې د خلکو د استازو جرګه درلودای، نو اوسنی حکومت به یې ډېر ژر په رسمیت پېژندل شوی وای او هیواد به له هیڅ ډول ستونزې سره نه وو، مخامخ. خو له بده مرغه هیڅوک نه ښکاري چې تاسو ته ووایي چې دا د ټولنیزو او اقتصادي پالیسیو د جوړولو او پلي کولو ځواک درکوي چې ستاسې قوانین، ارزښتونه او شرایط غبرګوي. مقننه قوه کولای شي چې د سکتوري کمیسیونونو د جوړولو امر وکړي، او د اړوندو وزارتونو سره د سلاکارانو په توګه پرمختګ ته لاره هواره کړي. د بیلګې په توګه د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټه د بهرنیو چارو له وزارت سره د بهرني سیاست په اړه مشورې کوي. مقننه قوه کوالی شي چې اجرایوي څانګه د سکتوري وزارتونو او همدارنګه د ولسي جرګې سره د همغږۍ لپاره د سکټور ځانګړي کمیسیونونه رامینځته کړي. دغه قانوني څانګې حکومت ته د کورني مشروعیت او پراخ بنسټیزه بڼه وربښي، او د بهرنیو هیوادونو د ګواښونو په وړاندې هیواد ته پیاوړي لاسوندونه، فزیکي او فکري ځواک ورکوي. ځکه په پارلمان کې د هرفکر او مسلک پورې اړوند مخور کسان شته دي چې د هیواد مشرتابه مټې ځواکمنې کوي، ځکه کله چې مشرتابه یو...

د ایران په پوځ کې روانه ستونزه د حقارت او د ویره ژور احساس

لیکنه: حنان حبیبزی  تهران پخپل حقیر او ویریدلي پوځ باندې لافې وهي او ګواښنه کوي، دوی له کلونو راهیسې نړۍ له دې ویروي چې ګویا پرمختللي پوځي وسایل تولیدوي، دا یوازې داسې پوفې او تبلیغات دي چې ځانته ورباندې تسلي ورکوي.  نړیوال په ځانګړي ډول د ایران هر ګاونډی پوهیږي چې ددغه هیواد پوځ د مورال د ټیټیدو او په خپلو لیکو کې د زیاتیدونکې ناخوښۍ سره لاس او ګریوان دی،  لکه د روڼتیا نشتوالی، فساد، او غیر موثر مشرتابه د سرتیرو په منځ کې د نهیلۍ له احساس سره مرسته کړې ده. د روښانه ستراتیژیک لارښود نشتوالی،  او د پوځي مسلک د پرمختګ لپاره د محدود امکاناتو شتون يې روحیه يې نوره هم له منځه وړې ده، په پوځ کې دننه ډیری کسان د ایران د اخوندانو حکومت یو بېثباته حاکمیت بولي چې ژر به بدلیدونکی دی، د همدې لپاره پوځ مورال نلري او  د ټیټې انګیزې او د کمو تاثیراتو احساس پکې دی،  او ډیر ځلې د یرغلونو په وړاندې د تیښتې هڅه کوي چې دا اړخ يې کولی شي، د افغان پوځ لپاره د مخامختیا پرمهال په زړه پورې وي.  ډیر ځلې چې ایران د ټیکنالوجۍ او پوځي ځواک خبرې کوې، دا یوازې لافې دي، موخه يې پروپا...

د وړ کسانو د ګومارلو په اړه په قران کې د الله تعالی فرمانونه:

لیکنه: حنان حبیبزی یو باچا یا ټولواک ته يې یو مسلکي یا په کار پوه کس هیڅکله مخامخ نشي ویلی چې ماسره ددې ځانګړې څانګې په اړه پوهه شته، او تاسره نشته دی. که دا ورته ووايي نو یابه يې ځای زندان وي، یا به سخترینه سزا ورکوي، خو په قران کې داسې مثال شته دی، او دا ددې دلیل دی چې د اسلام سینه ډیره پراخه ده. یو لاس لاندې ژوي په ځمکه باندې د وخت ټولواک او پیغمبر سلیمان علیه السلام ته ویلي دي، الله تعالی وايي: "نو ملاچرګک له لږ ځنډ روسته راغی او وېویل ما هغه څه پخپله پوهه کې ګیر کړي دي چې هغه تا نه دي ګیر کړي او زه تاته له سبا څخه په یقیني خبر سره راغلی یم"،( نمل، 22 ایت). له دې ایت مالومیږي چې پیغمبرانو د غیب علم نه درلوده، دوی ته به یا وحیه راتله، یايې لکه نور انسانان یوڅه پخپلو سترګو لیدلي وای. او سلیمان علیه السلام داسې باچا وو چې ژوي او پیریان يې هم په رعیت کې راتلل، او د هغوی په ژبه پوهیده. نمل، میږي، ته وايي، یانې په دغه سورة کې د میږي هغه خبرې رازي چې خپل قوم ته يې وویل پخپلو سمڅو کې ننوځی چې د سلیمان پوځ مو ترپښو لاندې نکړي، په داسې حال کې چې دوی به نه پوهیږي، سلیمان علیه الس...