Posts

وروستی نابغه (لنډه کیسه)

Image
د تور د کار خونه  لیکنه: حنان حبیبزی په نیمه تیاره خونه کې، د ماشینونو کرار، خو پرله‌پسې غږ یو نرۍ شور جوړ کړی و. د کړکۍ د پردو تیته رڼا چې د تور په ځلانده هندارو (سکرینونو) باندې سیوري جوړول، د دیوالونو پر مخ یې هم د څپې په څیر روانې نښې انځورولې. د فلز او پلاستیک ګرم وزمه بوی چې د ماشینونو د حرکت له کبله یوځای شوی وو، په هوا کې خپریده چې د خونې په فضا کې خپور وو.  تور، د خونې په منځ کې ناست و، لکه بې حرکته مجسمه، که یې ګوته نه خوځیدلی،  نو د مجسمې ګومان به پرې شوی وو، د ګوتو چټکه خوځیدایې ښکاریده. د هغه ګوتې د کیبورډ پر مخ چټکې، خو پرځای او دقیقي راښکته کېدې، هره کیکاږنه سنجول شوې او له مانا ډکه وه. سترګې یې د پردې پر مخ د مالوماتو پر روان سیلاو خښې وې، داسې لکه چې هغه یې د یوې داسې ژبې په توګه لولي چې یوازې ده ته مالومه ده، دلته. هغه یوازې کوډ نه لیکه، هغه واقعیت یې بدلولو چې ده يې له کلونو  ننداره کوله چې څرنګه نړۍ ورو ورو د ډیجیټلي غلامۍ پر لور ښویېږي، ټولنیزې رسنۍ، چې یو مهال د تفریح وسیله وه، د انساني ذهنونو د کنټرول په پټ ځواک بدلې شوې وې، الګوریتمونو د خلکو ...

د ټرمپ - مودي شېبې: یو ډیپلوماتیک سپکاوی که سنجول شوې لوبه؟

Image
  ترمپ په غیري امریکايي لهجې پوښتنې ردوي لیکنه: حنان حبیبزی  کله چې د هند لومړی وزیر نریندرا مودي د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر څنګ په یوه خبري ناسته کې ودرېد، یوه داسې شېبه رامنځته شوه چې د سیاست په پرتله تر ډېره د انګېرنو مساله وګرځیده.  یو هندي خبریال په روانه خو له لهجې ډکې انګلیسي پوښتنه وکړه، خو ټرمپ د ځواب پر ځای وويل:  "زه یوه ټکی هم نشم پوهېدلای چې دی څه وايي. دا لهجه، یو څه ګرانه ده ما ته."  د ډېرو لپاره داد ټرمپ د بربنډ او له سنجشه وتلي سیاست یوه بله بېلګه ده خو که  دده غبرګون ته په ژوره توګه  وګورو دا یوه ناڅاپي تبصره نه وه بلکې د هند - امریکا په اړیکو کې د لویو بدلونونو ښکارندویي کوي. له ۲۰۱۵ څخه تر ۲۰۲۵: څه بدل شول؟ د ټرمپ ددې غبرګون د ژورې مانا د درک لپاره ښه ده چې داد مودي له تېرو سفرونو سره پرتله کړو. په ۲۰۱۷ کې کله چې مودي له ټرمپ سره ولیدل، د دواړو اړیکي ښه او تاوده برېښېدل—دوی غاړه غړۍ کېدل او د ستراتیژیکې ملګرتیا ژمنې یې کولې. له دې وړاندې، د اوباما او بایډن د واکمنۍ پر مهال هم مودي ته درناوی کېده او د امریکايي مشرانو له خوايې ه...

کوانټم فزیکي ډیوسونه به نړۍ بدله کړي

Image
د کوانټم فزیک تري ډي پرنټر  لیکوال: حنان حبیبزی ډیپ سیک دومره مهم نه دی لکه څومره چې کوانټم فزیک ویرونکی دی.  ✅ د کوانټم فزیک اصول ښيي چې د مالوماتو انتقال په صفر وخت کې شوني دي، خو د فزیکي توکو لیږد ته لا هم بشري ساینس نه‌دی رسېدلی. ✅ که موږ داسې یو پرمختللی وسیله (ډیویس) جوړ کړو، چې فزیکي مواد پرته له حرکت څخه بل ځای ته ولیږدوي، نو پکار ده چې د کوانټم ټيليپورټېشن (Quantum Teleportation) ارونه (اصول) پکې عملي شي. ۱ . د کوانټم ټيليپورټېشن لپاره اړینه ټکنالوژي: ✅ د فزیکي موادو د بې‌واسطې لېږد لپاره باید دا درې بنسټیزې ټکنالوژۍ ولرو: الف: د کوانټمي مالوماتو سکنر (Quantum Scanner) دا وسیله باید د فزیکي موادو ټول کوانټمي جزیات تحلیل کړي. په دې مرحله کې، باید د موادو لاندې ځانګړتیاوې ثبت شي: د ذرې موقعیت (Position) د ذرې چټکوالی (Velocity) د ذرې کوانټمي حالت (Quantum State) د ذرې د انرژۍ کچه (Energy Levels) ب: د کوانټمي مالوماتو لېدونکې وسیله (Quantum Entanglement Transfer Device)نومیږي. دا وسیله باید د کوانټمي انتانګلمینټ (Quantum Entanglement) اصول وکاروي چې مواد له A...

د ملي شورا د نشتوالي زیانونه

Image
  افغانستان د ملي شورا ډیره لرغونې مخینه لري لیکوال: حنان حبیبزی پیلامه ملي شورا د حکومت لپاره یو بنسټیز قانوني چوکاټ دی چې د خلکو د استازیتوب، د قانونوالې ډاډمنتیا، او د حکومت د مشروعیت لپاره اړین دی. که ملي شورا شتون ونه لري، حکومت د خلکو له ملاتړ، قانوني بنسټونو، او د نړیوال رسمیت له ترلاسه کولو بې برخې کېږي. د ملي شورا نشتوالی د قومي شخړو، فساد، داخلي بې‌ثباتۍ، او د نړیوالې انزوا لامل ګرځي. په دې څپرکي کې به هغه جدي زیانونه وڅېړو چې د ملي شورا د نشتوالي له امله راولاړېږي. ۱. د کورنۍ ناخوښۍ پراخیدل د ستونزې تشریح ملي شورا د کورنۍ ناخوښۍ د هواري  او باور د ترلاسه کولو لپاره یوه رسمي او قانوني لار برابروي. ددې نشتوالی ددې لامل کېږي چې قومي ډلې د خپلو غوښتنو د اورېدو لپاره رسمي چوکاټ ونه لري او نهیلي شي او د نورو حل لارو په لټه کې شي، چې پایله یې شخړې او کورنۍ بېثباتي ده. بېلګه: په هغو هېوادونو کې چې ملي شورا شتون نه لري، قومي اقلیتونه د بې‌عدالتۍ احساس کوي، او د حکومت څانګې د یوې ډلې فکر پورې اړوند بولي او په حکومت کې ځانونه شامل نه ګڼي،  او دا تشه حالات دېته رسوي چې د ح...

خبریالي: د حقایقو لپاره زړورتیا او قرباني

Image
د الله په نوم چې ډېر مهربانه او ډېر رحم والا دی.  د الجزیرې خبریالانو د اوربند روسته خپلې خولۍ ایسته کړې لیکنه: حنان حبیبزی  خبریالي یو سپېڅلی او له ژمنتیا ډک چوپړ دی چې د ټولنې غږ پورته کوي او د حقایقو ښکارندویي کوي، داد مسلکي ارزښتونو او اصولو په رڼا کې یو سخت او ننګونکی مزل دی. په ځانګړي ډول هغه خبریالان چې د جګړې، کړکېچ او اشغال لاندې سیمو کې کار کوي، د خپل ژوند په قربانۍ سره له ظلمونو او تیریو څخه پرده پورته کوي او د بیوزلو کسانو غږ د نړیوالو د غوږونو او سترګو رسوي. د الجزیرې خبریالانو د غزې په جګړه کې د ژمنتیا او زړورتیا بېلګه وښوده چې د بمونو او وحشت تر سیوري لاندې یې د خلکو غږ خپراوه، او نړۍ ته یې رساوه. ددې سره سره چې د نیواکګرو ځواکونو له خوا تر بریدونو راغلل او ځینو یې خپل ژوند او د کورنیو د غړو د له لاسه ورکولو سره سره بیایې هم په زوړرتیا د رښتیاو خپرول پرېنښوول او یوازې پخپلو راپورونو کې د رښتیاو ښکاره کولو ته ژمن وو بلکې د جګړې د قربانیانو د دردونو او کړاوونو ریښتینې انځورګري وکړه چې دا کار له سختو بدني او ذهني ربړونو څخه خالي نه وو. دوی د جګړې پر مهال له مرګوني ...

مشروعیت څه ته وايي؟

Image
لیکوال: حنان حبیبزی مقدمه مشروعیت د هرې حکومتي پرېکړې او اقدام لپاره هغه قانوني او اخلاقي بنسټ دی چې حکومت ته کورنی او نړیوال اعتبار ورکوي. مشروعیت دا نه دی چې په حکومت کې ځانګړي افراد یا ګوندونه شامل شي بلکې دېته وايي چې ټولې چارې او پرېکړې د یو قانوني چوکاټ له مخې ترسره شي. مشروعیت د ملي شورا په شتون، د هغې د پرېکړو تصویب، او د امیرالمؤمنین له توشیح سره رامنځته کېږي. په دې څپرکي کې به د مشروعیت اساسي مفهوم، اړتیا، او څرنګوالی روښانه کړو. مشروعیت څه ته نه وايي؟ د ځانګړو کسانو یا ګوندونو شمولیت : مشروعیت دېته نه وايي چې په حکومت کې دې ځانګړي افراد، ګوندونه، یا د پخوانیو سیاسي نظامونو خلک شامل شي. توضیح :  که د جمهوریت سیاستوال یا د بهرنیو هېوادونو په غوښتنه ځانګړي افراد په ملي شورا یا حکومت کې شامل شي، دا د مشروعیت لپاره کافي نه دي او نه د مشروعیت مانا لري. د بهرني فشار منل : مشروعیت دېته نه وايي چې د بهرنیو هېوادونو د خوښۍ لپاره دې حکومتي تغیرات راوستل شي. د شفاهي یا غیر رسمي اقداماتو اعتبار : مشروعیت د یو واضح قانوني او رسمي چوکاټ له لارې ترلاسه کېږي، نه د شفاهي یا شخصي امرونو له...

په پکتیکا کې د پاکستان هوايي برید: یو خطرناک چلند چې ښایي غچ وپاروي

Image
  پاکستاني پوځ په افغانستان کې د پکتیکا ولایت پر بې‌ګناه خلکو یو مرګونی هوايي برید ترسره کړی چې په پایله کې يې لږ تر لږه ۴۰ ملکیان، په ځانګړې توګه ښځې او ماشومان، وژل شوي دي. د ژغورل شویو کسانو په منځ کې یو ۱۲ کلن ماشوم دی چې خپله ټوله کورنۍ یې له لاسه ورکړې. دا خونړۍ پېښه نه یوازې د افغانانو غوسه راپارولې، بلکې د غچ اخېستلو ویره یې هم زیاته کړې ده، په ځانګړې توګه ددې سیمې د پېچلي او بې‌ثباته وضعیت په پام کې نیولو سره دې پيښې د پاکستاني پوځ خلاف غوسه ډیره کړې ده. د پاکستان د اقتصادي کړکیج په شتون کې دا برید ښایي ددغه هېواد دننه او بهر ډېرې ژورې اغېزې ولري او نازک امنیت لاپسې خراب کړي. یو بشري او سیاسي کړکېچ د پکتیکا د برمل له ولسوالۍ څخه چیرته چې دغه برید شوی دی عیني شاهدان د ویجاړۍ زړه بوږنوونکې صحنې بیانوي. ښځې، ماشومان او بشپړې کورنۍ په هغه سیمه کې له منځه تللې، چېرې چې کورنۍ، قومي او ژبنۍ  اړیکي او فرهنګي تړاوونه د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته غځېدلي دي. دغه برید، چې ملکیانو ته یې زیان اړولی، نه یوازې د ځایي خلکو بلکې د کابل د د حکومت د سیاسي څېرو له خوا هم له سخت غبرګون سره ...