په پکتیکا کې د پاکستان هوايي برید: یو خطرناک چلند چې ښایي غچ وپاروي

 


پاکستاني پوځ په افغانستان کې د پکتیکا ولایت پر بې‌ګناه خلکو یو مرګونی هوايي برید ترسره کړی چې په پایله کې يې لږ تر لږه ۴۰ ملکیان، په ځانګړې توګه ښځې او ماشومان، وژل شوي دي. د ژغورل شویو کسانو په منځ کې یو ۱۲ کلن ماشوم دی چې خپله ټوله کورنۍ یې له لاسه ورکړې. دا خونړۍ پېښه نه یوازې د افغانانو غوسه راپارولې، بلکې د غچ اخېستلو ویره یې هم زیاته کړې ده، په ځانګړې توګه ددې سیمې د پېچلي او بې‌ثباته وضعیت په پام کې نیولو سره دې پيښې د پاکستاني پوځ خلاف غوسه ډیره کړې ده. د پاکستان د اقتصادي کړکیج په شتون کې دا برید ښایي ددغه هېواد دننه او بهر ډېرې ژورې اغېزې ولري او نازک امنیت لاپسې خراب کړي.

یو بشري او سیاسي کړکېچ

د پکتیکا د برمل له ولسوالۍ څخه چیرته چې دغه برید شوی دی عیني شاهدان د ویجاړۍ زړه بوږنوونکې صحنې بیانوي. ښځې، ماشومان او بشپړې کورنۍ په هغه سیمه کې له منځه تللې، چېرې چې کورنۍ، قومي او ژبنۍ  اړیکي او فرهنګي تړاوونه د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته غځېدلي دي. دغه برید، چې ملکیانو ته یې زیان اړولی، نه یوازې د ځایي خلکو بلکې د کابل د د حکومت د سیاسي څېرو له خوا هم له سخت غبرګون سره مخ شوی دی.

د پښتني ټولنو تاریخي دریځ چې د ډیورنډ کرښه د قانوني پولې په توګه هیڅکله نه ده منلې، ددې پېچلتیا بل اړخ دی. پاکستان د افغانستان په خاوره دومره بد پوځي برید کړی چې ښایي هغه خلک وپاروي چې د دوی هویت او اړیکي ددې مصنوعي کرښې له بندیزونو څخه پورته دي.

د غچ اخېستنې احتمال

دغه برید د افغانستان د احتمالي غبرګون په اړه اټکلونه پارولي دي. که څه هم افغان حکومت تر اوسه کوم رسمي اقدامات نه دي اعلان کړي خو د غچ اخېستلو احتمال ډېر دی، ځکه دا لومړی ځل نه دی چې پاکستان د افغانستان دننه بمباري یا توغندیز بریدونه کوي. افغانستان د پاکستان د لاسوهنې او سرحدي بریدونو په اړه پخوانۍ نیوکې هم لري، او په کابل کې ډېر کسان دا هوايي برید څرګند یرغل بولي او د نه منلو وړ زیاتی او له حده تیریدل يې ګڼي.

دا حالت حساسیتونه زیاتوي  او دا خبره څرګندوي چې که کابل وغواړي ددې وړتیا لري چې د پاکستان دننه بې‌ثباتي رامنځته کړي. افغانستان لرې ویشتونکي توغندي سکارټ لري چې یو يې د راولپنډۍ ښار له ستونزې سره مخ کولای شي، په دې ډول دا یو پټ راز نه دی چې افغان حکومت په پاکستان کې ملاتړ کوونکي او خواخوږي لري، په ځانګړې توګه په پښتون مېشتو سیمو کې او د هغه هیواد په دیني مذهبي پرګنو کې. دغه ملاتړ کونکي ښایي د پاکستان په حساسو سیمو کې د ټولنیزې او سیاسي ګډوډۍ د رامنځته کولو لپاره وکارول شي او دابه د پاکستان نازک سیاسي او اقتصادي بحران ته په کتو د اسلام اباد له کنټرول څخه حالات وباسي.

د پاکستان له‌ خوا یو خطرناک قمار

دا برید د پاکستان د نیت په اړه پوښتنې راپورته کوي په داسې حال کې چې اسلام اباد له اقتصادي بحران سره مخ دی، د انفلاسیون زیاتوالی، کمیدونکي زیرمې او بهرنۍ سرچینې، او زیاتېدونکي پورونه دا برید ښایي د نړیوالې پاملرنې او مرستې د ترلاسه کولو لپاره یوه هڅه وي.

خو دا ستراتېژي ښایي شاته ورته واوړي. که افغانستان غچ واخلي، دا به پاکستان لا ډېر بې‌ثبات کړي او د دې هېواد موجوده ستونزې به نورې هم زیاتې کړي.

د ډیورنډ کرښې کړکېچ

د ډیورنډ کرښه، چې په ۱۹مه پېړۍ کې د بریتانیا د استعماري واکمنۍ پر مهال رسم شوې وه، تل د شخړې ټکی پاتې شوی. افغانستان هېڅکله دغه کرښه د رسمي پولې په توګه نه ده منلې، او پښتانه دواړو غاړو ته قوي فرهنګي او کورني تړاوونه لري. دغه وروستی برید د دې تاریخي کړکېچ ژورې زخمونه نور هم تازه کړي دي.

ددې هوايي برید له بشري زیان  څخه انکار نشي کېدی، خو سیاسي پایلې یې ښایي لا ډېرې جدي وي. افغانستان هم ددې توان لري چې غبرګون وښيي. که داسې وشي، پاکستان به د داخلي ګډوډیو له سخت فشار سره مخ شي. په پکتیکا کې د پاکستان هوايي برید یو لړ نورې ستونزې راپورته کړې چې د کابو کولو لپاره به یې پاکستان ډېر زیات زیار ته اړتیا ولري. پرته له دې چې یوازې ددې برید سمدستي اغېزې په پام کې ونیسو، د افغانستان لخوا د غبرګون احتمال د پاکستان لپاره جدي ګواښ جوړوي. په داسې حال کې چې اسلام‌اباد د خپلو ستونزو د حل کولو په هڅه کې دی، دا پارونکی عمل د دواړو هېوادونو اړیکي لا پیچلې کولی شي. اوس پوښتنه داده چې ایا ددواړو هیوادونو مشران به د شخړې مخه ونیسي او که دا پېښه به د یو پراخ او بې‌ثباته بحران لامل شي. 

Comments

Popular posts from this blog

کوانټم فزیکي ډیوسونه به نړۍ بدله کړي

د انسان د پنځون او ژوند په اړه کره علمي څيړنه

د ټرمپ - مودي شېبې: یو ډیپلوماتیک سپکاوی که سنجول شوې لوبه؟