د ښځو د طبي خدماتو په اړه مهم روایتونه
لیکنه: حنان حبیبزی
د حضرت رُفیده بنت سعد الاسلمیه (رضی الله عنها) په اړه امام بخاري په ادب المفرد کې، په طبقات الکبرا کې ابن حجر عسقلاني او په الإصابة في تمييز الصحابة روایتونه راوړي چې دې به د زخمیانو درملنه کوله او په نننۍ اصطلاح خپل ګرځنده کلنیک يې درلوده چې رفیده د خیمې په نوم یادیده. ددغو روایتونو اصلي متن او سرچینې په لاندې ډول دي:
د لومړي روایت ژباړه:
کله چې سعد بن معاذ (رضی الله عنه) په خندق جګړه کې ټپي شو، نو رسول الله (صلی الله علیه وسلم) وفرمایل: "هغه د رُفیده په خیمه کې کېږدئ چې په مسجد کې وه، تر څو زه ورته نږدې عیادت وکړم." رُفیده به د زخمیانو او ناروغانو درملنه کوله او د مسلمانانو خدمت يې خپل د ژوند هدف ګڼلی و.
د دوم روایت ژباړه:
په دې روایت کې راځي چې حضرت سعد بن معاذ (رضی الله عنه) د خندق په جګړه کې ټپي شو. هغه د حضرت رُفیده بنت سعد (رضی الله عنها) خیمې ته انتقال شو چې د زخمیانو درملنه به يې کوله. هغه په مسجد کې یوه خیمه درلوده او د ټپیانو او ناروغانو علاج به يې کاوه. د روایت په پای کې راغلي چې حضرت رسول الله (صلی الله علیه وسلم) به کله کله د سعد د حالت پوښتنه کوله او فرمایل به یې: "څنګه یې؟"
دا روایت د حضرت رُفیده (رضی الله عنها) د روغتیايي چوپړ یادونه کوي چې نوموړې د صحابه وو او نورو ټپیانو لپاره د مرستې او علاج مهمه سرچینه وه. دا په تاریخي او عملي ډول په اسلامي ټولنه کې د ښځو ارزښت او د هغوی عملي ګډون څرګندوي، په ځانګړې توګه په هغو شرایطو کې چې مرستې ته اړتیا وه.
د دغه روایتونو له مخې څرګندیږي چې ښځې د ټولنې په پرمختګ کې د فعال ګډون حق لري، او د هغوی ونډه د اسلام په لومړنیو وختونو کې خورا مهمه وه، په ځانګړې توګه د روغتیا او انساني خدمتونو په برخه کې.
اصلي سرچینې:
العسقلاني، ابن حجر؛ تحقيق: عادل أحمد عبد الموجود، وعلي محمد عوض (2010). الإصابة في تمييز الصحابة. دار الكتب العلمية. ج. الثامن. ص. 135–136. ISBN:9782745135070. مؤرشف من الأصل في 2020-06-27.
البغدادي، محمد بن سعد؛ تحقيق: علي محمد عمر (2001). طبقات الكبرى(ط. الأولى). القاهرة: مكتبة الخانجي. ج. العاشر. ص. 276. ISBN:9775046874. مؤرشف من الأصل في 2020-06-27.
- دغه سرچینې په دې لینکونو کې پیدا کولای شی، دلته ۱۳۶ - ۱۳۷ مخ وګوری.
- او دومه سرچینه په دې لینک کې وګوری، په دې لینک کې ۲۷۶ مخ وګوری.
- همداراز بخاري، په الأدب المفرد: د روایت سندونه د بخاري لخوا تایید شوي.
د ښځو زده کړې او ارزښت:
ښځو ته د زده کړو دروازې پرانستل د ټولنې د پرمختګ لپاره یوه اړینه اړتیا ده. ښځه د یوې مور په توګه د ټولنې د لومړنۍ ښوونکې رول لري. د ښځو زده کړې ته په درنه سترګه کتل په رښتیا د ټولنې د ودې او پرمختګ ډاډمن کوي. په قرآنکریم کې داسې بد چلند غندل شوی چې په جاهلیت کې د ښځو په وړاندې ترسره کېدل، لکه د ښځینه اولاد زېږون د سپکاوي په توګه ګڼل کېده:
په قرآنکریم کې الله تعالی وایي:
وَإِذَا بُشِّرَ أَحَدُهُم بِالْأُنثَىٰ ظَلَّ وَجْهُهُ مُسْوَدًّا وَهُوَ كَظِيمٌ
ژباړه: "او کله چې يې یوه ته د لور د زېږون زیری ورکړل شي د هغه مخ تور شي او هغه د غوسې ډک وي".
يَتَوَارَىٰ مِنَ الْقَوْمِ مِن سُوءِ مَا بُشِّرَ بِهِ ۚ أَيُمْسِكُهُ عَلَىٰ هُونٍ أَمْ يَدُسُّهُ فِي التُّرَابِ ۗ أَلَا سَاءَ مَا يَحْكُمُونَ
ژباړه: "هغه له خلکو څخه پټېږي د هغه څه د بدۍ له کبله چې ده ته يې زیری ورکړل شوی دی، (او فکر کوي چې) ایا دی له سپکاوي سره سره دا (لور) وساتي یا هغه په خاورو کې خښه کړي، خبر اوسئ، ډير بد دي هغه څه چې دوی يې پریکړه کوي".
(سورة نحل، آیتونه 58-59)
د ښځو زده کړې ته د پام اړول، د دوی د امنیت ډاډمن کول، او د ښو شرایطو برابرول د اسلامي ټولنې لپاره ډیر مهم دي. د ښځو د پوهنې مخنیوی کول هغه جاهلانه کارونو یاد تازه کوي چې په قرآنکریم کې يې غندنه شوې ده. له الله وویریږئ او د ښځو پوهنې ته درناوی وکړئ او اجازه ورکړئ، د مسلمانو ښځو سپکاوی مکوئ.
Comments
Post a Comment