Skip to main content

Posts

د موسی کلا ‌‌‌‌‌‌ډله ییزه وژنه د ګیدړو {بریدګرو},په ماته دلالت کوي

ددغو کمکیو ګلانو څه ګنا وه؟ ایا دا وژنې چې مخالف دې کم جرته کړې؟‌ دا ماشومانې د ژوند په  هیله وې او د ژوند دښمنانو راورژولې. موږ نه پوهیږو چې دا ماشومانې یې ولې ووژلې. که ګنايي نشې ثابتولی بیایې قصدا ویشتلي او قومانده یې هم د اشرف غني په لاس کې ده، هغه بله ورځ یې ددې بریدونو مسولیت هم په غاړه واخیست، ددې وژنو موخه داده چې خلک په زوره مجبور کړي چې دا نیمکله ظالم حکومت ومني. خلک له خپلو اجتماعي حقونو څخه محروم کړي او نوی مغلي خونړی تاریخ تر شا پریږدي، او ولس چې ددې هیواد د ساتنې اصلي سرچینه ده په غمونو او وینو یې لولپه وساتي چې پخپل ځان وي او دی یې له بادارانو سره هیواد لوټ کړي، ځکه چې دی بل چاته صلاحیت نه ورکوي، که ورور یې هم وي صلاحیت ترې وغواړي نه یې ورکوي.   تاسې ووايي چې ددې هوای برید او د کابل په هوټل کې په واده د څو اونیو مخکیني برید ترمنځ څه توپیر دی  ؟  که چیرې فرق وي نو هغه به څه وي؟  او که نه وي بیا خو د برید په څیر بریدګر هم یو شان وګڼل شي. هغه ترهګر دي چې په ښارونو کې بریدونه کوي، ټول په دې موافق دي، خو دا بریدګر څه دي چې داسې ماشومانې یې قتل عام...

حامد کرزی د افغانانو وچت غږ

حنان حبیبزی دا مهال حامد کرزی د افغانانو په وچت غږ بدل شوی دی، افغانستان دغسې یو مشر ته اړتیا لري چې هیواد او خلکو ته یې لومړیتوب ورکړي، نه ګو‌‌‌‌‌‌ډاګیتوب ته. کله چې دی ولسمشر وو ما ورته رایه هم ورکړې وه او نیوکې مې هم پرې کړي دي، ځکه چې هغه وخت په هیواد کې حالات ورځ تربلې خرابیدل او ملکي خلک وژل کېدل، نو د یو ژورنالیست په توګه که موږ دغه ناورین ونه لیکو، څنګه به هغه خلک یو اواز پیدا کړي او څنګه به یې غږ  واوریدل شي او څنګه به دعدالت لاره ورته برابره شي. اخر هغه کسان باید اواز ولري چې په جګړې کې خپل او خپلوان او کورنۍ له لاسه ورکوي.  د ‌‌‌‌‌‌ډیورند کرښې مساله د کرزي په وخت کې هم وه، پرویز مشرف ‌‌‌‌‌‌ډیره هڅه وکړه چې دغه مساله په ده ومني خو ده ترپایه مقاومت وکړ او پاکستان یې پرېنښود چې اغزن تار ولګوي. داغزن تار مساله له دوه زره دوم کال څخه ده، هغه وخت چې امریکا پر افغانستان یرغل وکړ چې دادی اوس پاکستان په دې بریالی شوچې هم اغزن تار ولګوي او هم د طورخم دروازه د رسمي پولې په توګه یاده کړي.یوبل سرخوږی چې افغان به یې په وړاندې لالهانده وي.  د پاکستان دا ګام د اشرف...

دوسلو شرکتونه د سولې خلاف لیکنې خپروي

حنان حبیبزی د وسلو شرکتونه جګړه غواړي او په رسنیو کې د سولې ضد لیکنې کوي. ترمپ چې یو بیلیونر دی او ټول ژوند يې په سوداګرۍ کې تیر کړی دی او اقتصادي مشاوریتونه يې کړي دي، د افغانستان جګړه د امریکا د ملي ګټو او اقتصاد خلاف او احمقانه بولي، خو د وسلو او د پوځي تولیداتو شخصي شرکتونه غواړي چې جګړه دوام ولري. د افغانستان د سولې خلاف په نړیوالو رسنیو کې د وسلو د شرکتونو استازي د سولې خلاف د ذهنیتونو په جوړولو اخته دي. افغانان په ځانګړي ډول ارګ میشتي او هغه هیوادوال چې په دې اتلس کلونو کې رالوی شوي دي په بهرني پروپاګند خوشباوره شوي دي. تحقیق ډیر مهم دی، باید د هرې پیښې لکه د سولې د خبرو اترو پرمهال د امریکا د پوځی یرغلونو تاریخ ولولي چې په تیر وخت کې يې په نورو هیوادونو کې د جګړو د پایته رسولو پرمهال څه ډول تګلاره او چلند غوره کړی وو. موږ ته باید د هر افغان ژوند ارزښت ولري، که هغه د هر نژاد او مذهب وي، که موږ د بل افغان ژوند ته ارزښت ورنکړو نو زموږ ارزښت څه دی؟ که جګړه نه وي نو ددوی وسلې او نور پوځي او لوژیستکي وسایل چیرته وپلورل شي، دوی باید بازار ورته پیدا کړي چې مصرف شي. د وسلو شرک...

کابل ته د خلیلزاد روستی خبرداری

حنان حبیبزی داسې ګومان کېږي چې امریکا او طالبانو اوربند کړی وي، امریکايي ځواکونه پریږدي چې د شمال ‌‌‌‌‌‌ډیرې سیمې طالبان ونیسي چې په اشرف غني فشار واچوي،  که دا سم وي نو ولسمشر او دده ټيم تر سخت ګواښ لاندې دی او ماته ښکاري چې خلیلزاد روستی خبرداری ورکړي که د امریکا د سولې د تګلارې مخالفت کوې نوښه به نه وي درته. خلیلزاد د کرزي ملګری دی اوله اشرف غني سره دومره جوړ نه دی ځکه چې دی یوازې خپل ځان مني نور څوک هیڅ شی ورته نه ښکاري. نو د خلیلزاد داسې کس نه دی خوښ. له بلې خوا لویه ستونزه دامنیت د شورا مشاور پخپل هغه نادیپلوماتیک بیان سره جوړه کړه چې امریکاته یې پخپل روستي سفر کې د خلیلزاد په اړه درلوده او دا ددې لامل وګرځیده چې د ارګ  او سپینې ماڼۍ  ترمنځ واټن پراخ شي.  ددې ستونزې د حل لاره وه، که ده د ملي امنیت دشورا ریس استعفا ته هڅولی وای یایی له دندې لرې کړی وای او پرځای یې بل څوک ګومارلی وای، واټن تر دې حده نه ‌‌‌‌‌‌ډیریده.  اوس دې مسالې ته په پام سره چې امریکا او طالبان ‌‌‌‌‌‌ډیر سره نژدې دي او په دوحه کې هره ورځ سره ګوري نو طالبان له دې هرڅه خبریږي او...

خلک تر کومه بریده د جومات او ښوونځی ګټې پیژني

حنان حبیبزی   د تاریخ په اوږدو کې که تاسې افغان متنونه ولولی نو موږ له دوه ډوله متنونو سره مخامخ کېږو چې په یوه کې ملا غندل شوی دی او په بل یوه کې مکتبی. دا دوه اړخونه چې ښايي په ادبیاتو کې يې د کیڼ اړخو او ښيي اړخو نومونه ورکړو ډیر وخت يې په دې ضایعه کړی چې یوه ډله بله ډله په ټولنه کې د ستونزو برخه وګڼي او خپل ځان رښتیانی حقدار بولي. خو هروخت چې په هیواد کې یوه بهرنۍ پدیده د لاس غځولو هڅه کوي. په دې وخت کې غلیم زموږ دهیواد هغو متنونو ته مراجعه کوي چې زموږد خپلې ټولنې په اړه زموږ نظریات او شننې ولولي او زموږ پخلاف خپلې دسیسې جوړې کړي. دیني شخصیتونه او پوهنتوني شخصیتونه باید یوبل وزغمي او د پوهاوي هڅه وکړي او یوبل د درناوي وړ او د هیواد شتمني وګڼي. دین په سمه مانا تشریح شي او بیلابیل اختلافي مسایل په سمه توګه روښانه شي، لوی علمي کتابونه او اثار په سیمه ییزو ژبو خپاره شي. په دین کې مختلف نظریات لکه د الاظهر له لیدلوري هم تشریح شي او د مدینې له لیدلوري هم تشریح شي او د دیوبند له لیدلوري هم تشریح شي، د اختلاف لپاره نه بلکې ددې لپاره چې دا درې واړه اسلامي لیدلوري دي او پوهاوی رام...

د سیاسي اقتصاد تیورۍ ته د بې پامۍ ناوړه اغیزې

په پانګوالي سیستم کې دپالیټکل ایکانمي نظریه د ټولنیزو پوړونو د پوړیو یا طبقو د جوړولو لپاره یو اړینه اړتیا ده چې ټول واکمن مسول بلل کېږي چې د ټولنې د پرمختیا لپاره د سیاسي اقتصاد نظریه له پامه ونه غورځوي. دافغانستان تګلاره جوړونکي له سیاسي اقتصاد یا پالټیکل ایکانمي څخه کوم مالومات نلري. که دوی درلودای نو هیڅکله به يې د شپې په عملیاتو کې بې ګنا خلک نه قتل عام کول او هیڅکله به يې د افغانستان په کلیو کې بهرنیو ځواکونو ته داسې پرانیستی لاس نه ورکاوو.ان د ولسمشر اشرف غني چې یو ټولنپوه دی تراوسه يې نه ده ثابته کړې چې سیاسي اقتصاد یوه ټولنیزه مساله ده. سیاسي اقتصادي ناروښانتیا، ددې لامل شوی ده چې افغان وګړي د پالیسو په متن کې بې ارزښت او له قانوني انساني او ټولنیزو سیاسي او اقتصادي پرمختګونو څخه بې برخې او د جګړیزې اورلګیدنې د سوند د موادو په څیر وکارول شي (لکه بې محاکمې وژنې، یوه دسیسه چې پایته ورسیږي بله جوړیږي، د ټولنې د مهمو او مخورو کسانو له منځه وړل یا بندیانول، په هیواد کې نا امني او انارشي). ولې داسې ګډوډۍ ته اجازه ورکول کېږي؟ دا سیاستوال ولې اجازه ورکوي چې افغانستان د بهرنیو ځواک...

د جګړې بوږنونکې بڼه: افغانستان د قتل عام د سیالۍ ډګر دی

--> یادونه: په دې لیکنه کې شته څيړنه د نړیوال ژورنالیزم او د جګړې او سولې د کانسپټونو پربنسټ شوي دي چې د مسالو بل اړخ څيړي، هغه اړخ چې لږ خلک پرې باور کوي.  حنان حبیبزی   بوږنونکي جنایتونه چې زموږ په ښکلي او یتیم هیواد کې کېږي سړی ناکراره کوي او بیوسي لکه خړ سیلاب د هر افغان په ذهن کې څپې وه ي او دده په رنګینو هیلو خړ تصویر جوړوي. هغه تصویر چې هیڅ د سړي ذهن ته نه راځي چې یو وخت به په دې هیواد کې یو کس راپیدا شي او هغه به هرافغان ته او د هر افغان کور ته امن او ډاډ وروړي. یوازې الله ددې قدرت لري چې که د کوم بیوسي افغان دغه دعا قبوله شوه بیابه زموږ هیواد نور د بدمرغیو له ځال ې د نیک مرغیو پر ځای بدل شي. بدرنګه جګړه اوس خو حالت داسې دی چې د جګړې دواړه غاړې د ورځې په پای کې خپله پیاوړتیا په دې توګه نندارې ته وړاندې کوي چې څومره بې ګنا افغانان، ښځې ماشومان او کورنۍ يې له منځه وېوړې. د کابل پر واده روستی بوږنونکی خونړی برید ښيي چې افغانستان ترکومې پولې یو نا امنه او بې وسه او بې سرپوښه هیواد دی؟ هر ډول بهرنی ورننوزي او هرهغه څه کوي چې زړه يې غواړي. ...