Skip to main content

د سیاسي اقتصاد تیورۍ ته د بې پامۍ ناوړه اغیزې

په پانګوالي سیستم کې دپالیټکل ایکانمي نظریه د ټولنیزو پوړونو د پوړیو یا طبقو د جوړولو لپاره یو اړینه اړتیا ده چې ټول واکمن مسول بلل کېږي چې د ټولنې د پرمختیا لپاره د سیاسي اقتصاد نظریه له پامه ونه غورځوي. دافغانستان تګلاره جوړونکي له سیاسي اقتصاد یا پالټیکل ایکانمي څخه کوم مالومات نلري. که دوی درلودای نو هیڅکله به يې د شپې په عملیاتو کې بې ګنا خلک نه قتل عام کول او هیڅکله به يې د افغانستان په کلیو کې بهرنیو ځواکونو ته داسې پرانیستی لاس نه ورکاوو.ان د ولسمشر اشرف غني چې یو ټولنپوه دی تراوسه يې نه ده ثابته کړې چې سیاسي اقتصاد یوه ټولنیزه مساله ده. سیاسي اقتصادي ناروښانتیا، ددې لامل شوی ده چې افغان وګړي د پالیسو په متن کې بې ارزښت او له قانوني انساني او ټولنیزو سیاسي او اقتصادي پرمختګونو څخه بې برخې او د جګړیزې اورلګیدنې د سوند د موادو په څیر وکارول شي (لکه بې محاکمې وژنې، یوه دسیسه چې پایته ورسیږي بله جوړیږي، د ټولنې د مهمو او مخورو کسانو له منځه وړل یا بندیانول، په هیواد کې نا امني او انارشي). ولې داسې ګډوډۍ ته اجازه ورکول کېږي؟ دا سیاستوال ولې اجازه ورکوي چې افغانستان د بهرنیو ځواکپالو د ځواک د نندارې ډګر وي.
ولې اجازه ورکول کېږي چې د افغانانو ژوند ویجاړ شي او هیواد دبې پوښتنې وژنو او ربړولو او ویجاړولو د ډګر په توګه وکارول شي؟لامل يې دادی چې هیواد یورښتینی او مخلص مشر نلري چې هغه ځان د هیواد خواخوږی وبولي او ددې هیواد او هیوادوالو د دفاع لپاره عملي مټې راونغاړي. دلته واکمن د خپل جیب اود نوم او نښان لپاره چې څو ورځې په ارګ کې تش په نامه ولسمشر وي دې هرډول معاملې ته غاړه ږدي. نو ددې لپاره د ټولنپوهنې د سیاسي اقتصاد نظریه په تګ لارو کې له پامه غورځول کېږي. ددې لپاره چې دغه نظریه د اکسیالوجي یا د ارزښت ورکولو او بښلو د تیورۍ او د اخلاقو د فلسفې د تیورۍ په ملتیا د ټولنیز کړکیچ حل لارې وړاندې کوي. په افغانستان کې دا څلویښت کاله کېږي چې د کلي او ښارترمنځ حالات ترینګلي او جګړیز دي او په ښارکې د دولتي ځواکونوزیاتره تمرینات او زده کړې د کلیوالو سیمو دجیوپالیټیکس یا مهم سیاسي ځای ځایګي له مخې درجه بندي کېږي او د کلي خلاف روزنه ورکول کېږي. دغه ډول په کلیوالو سیمو کې میشت دولت ضد ځواکونه د ښارونو د موقعیت ارزښت ته په پام سره جګړیز پلانونه جوړوي. په دې توګه د ارزښتونو بڼې بدلون مومي او هغه ارزښت چې ټولنې درلوده ترې اخیستل کېږي، هغو وسله والو بریدونو ته ورکول کېږي چې د یوبل د له منځه وړلو لپاره جګړه کوي. ددې اخوډب موخه هغه څه نه وي چې دوی يې په ویناوو کې وايي بلکې دا وي چې یوه جګړیزه ډله په بلې جګړیزې ډلې بریالۍ شي. ډیری مسولیت واکمنو ته ورګرځي چې دقانون د جوړولو او د هیواد د اداره کولو مسولیت په غاړه لري.ددې لپاره چې په تګلارو کې يې د ارزښتونو او حقونو مساله (اکسیالوجي) او د اخلاقو مساله چې د اخلاقو د فلسفې مهمه برخه ده د سیاسي اقتصاد د نظرې له پامه غورځولو سره رد کړي دي. خپل هیواد او د هیواد بیلابیلو څانګو او پوړونو ته يې د ارزښت او د هغوی په وړاندې د اخلاقي چلند مساله په بشپړ ډول له قوانینو څخه ویستلې ده چې ګډوډۍ، ټولنیزې بې ثباتۍ، وژنو او جګړو ته لاره اواره شي او په بیلابیلو بڼو ځان په واک کې ټینګ کړي او خپل اقتصادي پیاوړتیا مخته بوځي.

Comments

Popular posts from this blog

انس شریف: د غزې وروستی خبر

  لیکنه: حنان حبیبزی  ۱۱ اګست ۲۰۲۵  د ماښام وروستۍ رڼا ورو ورو د غزې له کوڅو ووتله، لکه ښار چې د یوې ستړې او ژړا ډکې مور په ټکري کې پټېږي. د باروتو بوی د سوځېدلو ودانیو له لوګي سره ګډ ده، او هره ساه د ژوند او مرګ تر منځ د نرۍ کرښې په اوږدو کې اخیستل کېږي. انس شریف د یوې نیمه ورانې ودانۍ مخې ته ودرېد. د خاورو له منځه یو سپین، نازک کوچنی لاس ورو ورو راښکاره شو، له خاورو او وینو ډک دی، د ژوند وروستۍ هڅې په کې ښکاري. د مایک له لارې یې غږ خپور شو: "دلته، د ودانۍ لاندې، یوه کورنۍ له منځه تللې ده… خو ددې تنکي ماشوم لاسونه ښورېږي، زه یې وینم، لا ژوندی دی." د کمرې له شا یې په شونډو کې هغه نرمه خو زړوره مسکا وځلېده – ددې لپاره نه چې زړه یې خوشاله دی، بلکې  ددې لپاره چې پوهېده، هره زړورتیا او هره مهرباني باید ددې جګړې د تیارو په وړاندې ودرېږي. د هغه ملګرو ورته ویل: – انسه، ته خو په دې لمبو کې هم خندا کولی شې! انس ورو ځواب ورکړ: – که موږ خندل بند کړو، دروغ به د رښتیا ځای ونیسي. له همدې سره یې په ژوندۍ خپرونه کې یې ددې ماشوم د ژغورنې هڅه پیل کړه. مخکې ولاړ، په یوې نرۍ کوڅه کې درې...

کرکتنه: هواجس، د طه درویش ادبي خاطرې

لیکنه حنان حبیبزی  ادب هغه هنداره ده چې د انسان د زړه پټې خبرې او د ذهن ناڅاپي اغیز په کې انځورېږي. کله چې لیکوال د خپلې ددننۍ نړۍ خبرې د کلیمو په لالهانده روان کې واچوي، لوستونکی د یوه بل انسان د زړه له کیسو او فکر د سیند د څپو شاهد ګرځي. د طه درویش کتاب  هواجس  همداسې یو اثر دی: ډاکتر درویش د اردون د عمان دې او هلته د ژورنالیزم په پوهنځي کې  د استادۍ ترڅنګ ښه ادیب هم دی. نوموړی  په دې وروستیو کې راغلی وو، د خپل کتاب یوه کاپي يې هم راکړه چې کله مې ولوسته نو ډيره مې په زړه پورې ومونده. نوموړی پخپل کتاب کې د ژوند هسکو او ټیټو، د فکر د غلي فریاد او د ناڅاپي علمي سفرونو یو ادبي انځور رادمخه کوي چې په هغې کې نورو انسانانو ته د زده کړو یوه لار پرانیزي. د کتاب نوم هواجس دی او په عربي ژبه دی، د کتاب نوم د اثر د منځپانګې دروازې پرانیزي. هواجس د زړه هغه ناڅاپي خيالات، وسوسې او اندېښنې دي چې انسان یې کله هم په ښکاره ژبه نه وایي خو د فکر په ژورو کې یې احساسوي. په ادبي بڼه، دا نوم د یو دننني ډیالوګ نښه ده چې لیکوال  پکې له خپل رب، له خپل ضمیر، او له خپل ځان سره خ...

د نښپوهنې د نظريو تاريخي بهير

لیکنه: حنان حبیبزی د نښپوهنې تاريخ ښيي چې د مانا، نښې او تعبیر د پوهېدو مفاهيم د وخت په تېرېدو سره پراخ شوي او ژور شوي دي. فرديناند دي ساسور (1857–1913) د دې علم بنسټ د «نښه» پر جوړښت کېښود. د ده په وینا نښه د «اشاري بڼه» او «اشاره شوي مفهوم» تر تړاو جوړه ده، او "دا تړاو د ژبې د ټولنیزو اصولو له مخې ثابت کېږي. په دې اساس مانا د ژبني نظام د ګډو توافقاتو له لارې رامنځته کېږي او نسبتاً ثابته پاتې کېږي" (Saussure, 1916). چارلس پېرس (1839–1914) بيا د مانا مفهوم نور هم خوځنده او فکري کړ. د هغه د درې‌ګونې نښې ماډل (Object, Sign, Interpretant) له مخې مانا په یوه روان ذهني بهیر کې رامنځته کېږي. دلته نښه یواځې لغوي ارزښت نه لري، بلکې ذهن یې د تفسیر، پرتله، اشارې او استدلال له لارې تل تعبیر ته بیايي. نو "مانا د فکري حرکت او سیاقي بدلون پایله ده، نه د یوه ثابت جوړښت پایله" (Peirce, 1955). رولان بارت (1915–1980) بیا نښپوهنه د ژبې له پولو څخه کلتور ته وغځوله. هغه وښوده چې نښې یوازې لغوي توکي نه دي، بلکې د ټولنیزو ارزښتونو، باورونو، قدرتي ایدیالوژیو او فرهنګي احساساتو د تولید وسیل...