د جګړې بوږنونکې بڼه: افغانستان د قتل عام د سیالۍ ډګر دی
یادونه: په دې لیکنه کې شته څيړنه د نړیوال ژورنالیزم او د جګړې او سولې د کانسپټونو پربنسټ شوي دي چې د مسالو بل اړخ څيړي، هغه اړخ چې لږ خلک پرې باور کوي.
حنان حبیبزی
بوږنونکي
جنایتونه چې زموږ په ښکلي او یتیم هیواد کې کېږي سړی ناکراره کوي او بیوسي لکه خړ
سیلاب د هر افغان په ذهن کې څپې وهي او
دده په رنګینو هیلو خړ تصویر جوړوي. هغه تصویر چې هیڅ د سړي ذهن ته نه راځي چې یو
وخت به په دې هیواد کې یو کس راپیدا شي او هغه به هرافغان ته او د هر افغان کور ته
امن او ډاډ وروړي. یوازې الله ددې قدرت لري چې که د کوم بیوسي افغان دغه دعا قبوله
شوه بیابه زموږ هیواد نور د بدمرغیو له ځالې د
نیک مرغیو پر ځای بدل شي.
بدرنګه
جګړه
اوس
خو حالت داسې دی چې د جګړې دواړه غاړې د ورځې په پای کې خپله پیاوړتیا په دې توګه
نندارې ته وړاندې کوي چې څومره بې ګنا افغانان، ښځې ماشومان او کورنۍ يې له منځه
وېوړې. د کابل پر واده روستی بوږنونکی خونړی برید ښيي چې افغانستان ترکومې پولې یو
نا امنه او بې وسه او بې سرپوښه هیواد دی؟ هر ډول بهرنی ورننوزي او هرهغه څه کوي
چې زړه يې غواړي. د افغان انسان ژوند پرته له پوښتنې او بې پرې محاکمې د څو بې
ارزښته مرمیو نښه ګرځي. د هیواد او ددې میړنۍ خاورې دا شهید بچی هیڅ اواز نلري او
بیايي نوم او نښان هم ورک شي، که داسې نه وي نو جنرال اکرم خاکریزوال دریاد کړی،
جنرال عبدالرزاق دریاد کړی، حاجي صاحب عبدالقدیر دریاد کړی چې دا نوموتي دولتي خلک
وو، د عام سړي خو هډو نوم هم څوک نه اخلي. په دې توګه هره ورځ درې سوه تنه افغانان
وژل کېږي، د اقتصادي او سیاسي نوم او نښان د ډيرولو لپاره په جګړه ټینګار کېږي. بې
پرې ملکي افغانان په نښه کېږي یو لوری د طالبانو ټاپه پرې لګوي او بل لوری د دولتي
ټاپه پرې لګوي. د انساني عاطفې په نوم هغه احساس چې د هر انسان په سینه کې دی په
افغانستان کې بالکل نه لیدل کېږي. دې ناویلې جګړې د عاطفې هغه احساس هم له منځه
وړی دی چې ان د بشري حقونو دفاع کونکي هم ورته چوپه خوله دي یايي روا بولي. او د افغانانو په وینو ککړ واک او ځواک ته ډیموکراسي وايي.
بدې پدیدې
تر
ګردو بدې پدیدې چې د څلویښت کلونو راهیسې د افغانستان په سیاسي کړیوکې ریښې غځولي
دي، هغه د افغانانو په قتل عام سره د بهرنیو قدرتونو خوش خدمتي ده، او افغان انسان
چې په اصل کې يې وینه د ټولې نړۍ هومره یا له هغې زیات ارزښت لري، اوس دومره بې
ارزښته کړی شوې ده چې د لږو افغانانو په قتل عام ددې سړي خورو وینو څښونکو تنده نه
ماتیږي. باید ډیر افغانان ووژني چې دبهرنی بادار پام يې ځانته راواړوي او په شايې وټپوي. په داسې حال کې چې ددې سړي خوړو سرونه دومره خالي دي، په دې نه پوهیږي چې د
افغان د وینې بیه دده د وینه بیه ده. په رمه کې ټولې میږې یوه بیه لري او وري بله
بیه لري. کله چې د یو افغان وینه دومره ارزانه شي بیاستاڅه ارزښت پاتې شو. دخپل
هیواد وال وینه دومره ارزانه پلورې نو ایا تاکله فکر نه دی کړی چې د بهرني په
وړاندې به ته څومره ارزښت ولرې؟
د
همدې لپاره هوښیارانو داسې قوانین جوړ کړي دي چې د هیواد د مشر په غاړه يې دادنده
ورسپارلې ده چې ته به د هر وګړي ساتنه داسې کوې لکه د خپلو بچو ساتنه چې کوې.
له
حده تیر ورانی
ترهګرې
ډلې هم ورانی کوي او دولت هم ورانی کوي، اداري فساد، غلاغدۍ، قتلونه او جنایتونه،
تښتونې او تیري د افغانستان په تاریخ کې له حده تیر شوي دي. دا ددې غبرګون دی.
1. ددې لوی زیانونه دادي چې په لوی لاس
افغانان او هیواديې وحشتناک معرفي کېږي:
2. د قتلونو او د ورځينیو ډله ییزو وژنو
له لارې، او بیا ددې وژنو ښودل د تلویزونونو له لارې چې دې ته سکرین وایلینس یا
ټلویزوني تاوتریخوالی وايي، لاپسې یې د خلکو په ذهنونو کې ننباسي.
3. په ویناګانو او متنونو کې افغانستان
نړۍ ته یو وحشتناک هیواد په توګه معرفي او ټولې نړۍ ته خطر ګڼل کېږي.
4. جګړې د پلویانو
په لاس کې رسنۍ دي چې خپلو موخو ته ذهنونه جوړوي.
جګړه
یوه خونړۍ دسیسه ده
په
داسې حال کې چې هرڅوک په دې پوهیږي دا یوه سیاسي دسیسه ده چې امریکا د طالبانو د
دولت د پرزولو لپاره وکاروله او په افغانستان يې یرغل وکړ چې چین او منځنۍ اسیا او
روسیه نا امنه او له پښو وغورځوي خو په دې کې پاتې راغلل.
دا
خبره ما ان په 2012
کال کې امریکا غږ ته ویلې وه چې د افغانستان جګړه ددې لپاره نه ده چې افغانانو ته
امن راولي بلکې د چین او منځنۍ اسیا د کنټرول لپاره ده. ما ددې لپاره علمي دلایل
درلودل. خو هغه وخت خلکو له ما سره نه منله او زما خبرې ورته د خندا وړ ښکاریدې.
خو په دې روستیو کې تاسې ولیدل چې د رسنیو پام يې ځانته واړاوو او دغه مساله يې ښه
وشاربله.
اوس د
افغانستان دولت یا بل اړخ د طالبانو غورځنګ ته پکار نه ده چې د امریکا د جګړې
لپاره افغانان قتل عام او وحشت خپور کړي. میړني خلک خپل هیوادوال نه وژني.
څو
مهمې پوښتنې
د
هرشي یو حد وي، کله چې له حده تیرشي بیا نړیږي. له دې وحشت څخه څرګندیږي چې دخلکو
ترمنځ دویرې او ډار تګلاره خپل روستي پړاوو ته رسیدلې ده چې ولس تابع کړي، لکه د
لوګر، وردک او زرمت روستۍ پیښې او بیا د کابل په زړه کې په واده برید. پوښتنه راولاړیږي چې ایا تاسې مطمین یاست چې دا برید داعش کړی؟ که نوې
لوبه په لاره اچول شوې ده؟ ایا تاسې ډاډه یاست چې دداعش ترهګره ډله دومره پیاوړې
ده چې د هیواد په پایتخت کې په داسې یو لوی جنایت لاس پورې کړي؟ بیا تاسې د څه لپاره یاست؟ ایا تاسې مطمین یاست چې دا له مخکې ځای په
ځای شوي چاودیدونکي توکي، ډران، توغندی یاد هوټل د سوند د موادو یا غازو سیسټم نه
وو؟ یا د واده میلمنو د بلنې له کارت پرته په واده کې ګډون کړی وو؟ کابل کې چې د بلنې کارت ونلرې، ته څنګه واده ته
ننوزې؟ ایا کوم ترهګر ته د واده بلنه ورکړل شوې وه؟ او داسې نور.
د ملي
اردو مورال مه خرابوی
هیڅوک
په دې نه پوهیږي او ځواب نشي ورکولای نو اسانه لاره يې داده چې په طالب یا داعش يې
ورحواله کړه چې دا ډول حواله د ملي اردو پرمورال ډیر بد اغیز کوي او دا هغه وخت ښه څرګنده
شوه چې ولسمشر اشرف غني دداعش د ترهګرې ډلې په پراخوالي اندیښنه وښوده خو د اردو یو جنرال سم لاسي روسته
وویل ‘’موږ په سیمه کې وګرځیدو هیڅ کوم داعش مو ونه لیده او
سیمې ټولې زموږ په کنټرول کې دي’’.
دې
پوځی ددې لپاره دا خبره وکړه چې خپل مورال وچت وښيي، خو د پوځ اعلی قومندان يې ټیټ
ښيي یانې ملي اردو دومره ضعیفه ده چې داعش ټول هیواد نیولی دی هغه
هم د امریکايي ځواکونو په فعال شتون کې، ایادا ډيره بدنامونکې تګلاره نه ده؟
داسې
ګومان کېږي چې دا یوه دسیسه وي چې افغانستان په جګړه کې لاپسې ډوب او له خاورو سره
خاورې وساتل شي او د ځمکې لاندې خزانې يې د موډرنې ټیکنالوجۍ په کومک وویستل شي او
بهر ته قاچاق شي.
د
کابل د خونړي برید سیاست
د کابل پر واده شوی برید په داسې یو حساس وخت کې
وشو چې د امریکا او د طالبانو د سولې هوکړه لیک نژدې وو چې لاسلیک شي، خو له دې
برید وروسته سم لاسي وځنډول شو. ددې لپاره چې پوښتنه راولاړه شي چې ایا طالبان
رښتیا هم دومره پراخ واک لري؟ په
دې توګه د سولې هوکړه وځنډیږي او شرایط انتخاباتو ته برابر شي. د انتخاباتو پایله چې ددولت په لاس کې ده او خپله ولسمشر یو له کاندیدانو څخه دی نه
غواړي چې تر پنځه کلونو پورې په افغانستان کې سوله راشي، ځکه چې کابل ته د طالبانو
راګرځیدل دده د شړیدلي دولت شړۍ ورټولوي. نو
باید یو څه وشي چې حالاتو ته داشرف غني په
ګټه بدلون ورکړي. د افغانستان
حالاتو ته په کتو، دانه سیاسي پوهه ده او نه سیاسي ټاکټیک چې د خپلې واکمنۍ لپاره له
څلویښت کلونو جګړو روسته د سولې چیغه ډب کړې او هیواد په وینو کې لړلی پریږدې.
څو
نور ټکي هم شته دي، لکه دا :
1. د شپې عملیات، چې د ملکي خلکو،
ماشومانو او ښځو، ښونکو او زده کونکو قتل عام په کې په مستند ډول ځایي رسنیو
ریکارډ کړی دی. (... لکه ... زرمت پیښه او داسې نور) ددې لپاره کېږي چې د خلکو پام
پرې بوخت وساتي یا د سولې خبرې پرې زیانمنې کړي.
2. د مخورو علماوو او پوهانو، د مخورو
قومي څيرو او منتقدینو نیول او کړول او بیا د ترهګرو ډلو تور پرې پورې کول.
3. د نړیوالو او دولتي ځواکونو په
جنایتونو او ګډوډۍ چپه خوله پاتې کېدل.
د
روانو جنګي جنایتونو موخه
ددې
قتلونو او عملیاتو موخه یوه ده، که هغه په ښار کې کېږي او که په کلي کې د شپي د
عملیاتو په نامه کېږي:
1. د سیمه ییزو خلکو ترمنځ ویره او وحشت
خپرول او خپله واکمني پرې منل چې مقابل لوری کمزوری وښيي او عام خلک مجبور کړي چې
مقابل لوری وغندي.
2. په دې وژنو سره خپلو بهرنیو بادارانو
ته ښوول چې په یو مخالف هم رحم نلري او دا چې دده شر ایط باید ومنل شي.
د
جګړې دلرغونی تاکتیک کارونه
د
افغانستان د جګړې روان انځور هغه څه ته ورته دی چې په څوارلسمه پیړۍ کې د اروپا
صلیبي واکمنو جوړ کړی وو، هغه څه چې میکیاویلي پخپلو لیکنو کې نورو ته د عبرت
لپاره راخیستي دي. واکمن د واکمنۍ د ماڼۍ له هراړخیزې ښکلا څخه خوند اخلي او له
ماڼۍ بهر دانسان لوو روان دی او دوینو په لښتیو ځمکې خړوبیږي.
Comments
Post a Comment