Posts

جنرال دوستم غواړي چې افغانان سورې ته د ترکې د دفاع لپاره ولیږي

حنان حبیبزی جنرال دوستم د ترکې له ولسمشر سره کتنه کې له هغه وغوښتل چې د افغانستان ازبک توکمي او ترکمنان د کوردانو پخلاف جګړه کې دده تر مشرۍ لاندې استخدام کړي.  دوستم دوه ورځې وړاندې په ترکیه کې له ولسمشر اردوغان سره په خبرو کې سلا وکړه چې د افغانستان له شمالي ولایتونو څخه دده ملاتړي سورې ته ولیږي. په شمالي ولایتونو کې دوستم په لسګونو وسله وال ملاتړي لري چې کله ناکله يې دلته او هلته د نمایش لپاره راباسي. دغه وسله وال يې ددې لپاره ساتلي دي چې چیرته جګړه پیل شي او دی پرې سوداګري وکړي.  په ټوله کې افغانستان د وسله والې جګړې د تجارت پر ډګر بدل شوی دی، که نړیواله ټولنه وغواړي په پنځه کلونو کې افغانستان د هانګ کانګ هومره ښایسته جوړیدای شي او دغه پیسې چې په دې اتلس کلونو کې په جګړه ولګیدې که د افغانستان په بیارغاونه لګیدلې وای نواوس به ډیر افغانان په کاربوخت وو او هیواد به د پرمختګ په لوړو پورته روان وو.  نن ورځ په افغانستان کې د حکومت جوړولو او لرې کولو موخې شخصي اود بهرنیوهیوادونو له ملي ګټو سره تړاوو لري او افغانان يې په جګړو کې بوخت ساتلي دي. ځان ځاني دومره پراخ ...

د هیګل دیالیکټیک څه دی

حنان حبیبزی  په افغانستان کې روانه جګړه د هیګل د ډیالیکټیک له مخې ترسره کيږي: ستونزه - غبرګون ~ د حل لاره هیګل په دې باور وو چې نړۍ دمخامختیا یا تضاد په بنسټ ولاړه ده. ده ویلذهر شی چې د مخلوقاتو په نړۍ کې ګورو یو ضد لري.   دده مفکوره په درې اصولو باندې ولاړه وه : ۱. قضیه thesis   ۲. د قضیې مخالفت anti thesis   ۳. تړاو یا synthesis  دده په نظر د ټولنې حالت دوه لوري لري،  یو روان حالت دی او بل یې په وړاندې غبرګون دی ، ددې دواړو له مخامختیا څخه  تړاو او پایله لاسته رازي.   دې  نظریې ته یې د دیالیکتیک نوم ورکړ.  ستونزه - غبرګون ~ د حل لاره.  دې درې چارو ته یوه سرچینه لاره برابروي.  ۱. د خلکو ترمنځ جنجال، کړکیچ یا شخړه زیږوي. ۲. بیا ددې جنجال په اړه د رسنیو له لارې بوختونکي د هیلې او نهیلۍ ترمنځ غبرګونونه راپورته کوي. ۳. بیا دې کړکیچ ته د حل لاره وړاندې کوي.  اصلي موخه په عامو خلکو باندې د ولکې ترلاسع کول دي،  چې خلک تر خپل احسان لاندې راولي او کنټرول یې ترلاسه کړي.  مارکس او انګلس روسته بیا لینین د ه...

د موسی کلا ‌‌‌‌‌‌ډله ییزه وژنه د ګیدړو {بریدګرو},په ماته دلالت کوي

ددغو کمکیو ګلانو څه ګنا وه؟ ایا دا وژنې چې مخالف دې کم جرته کړې؟‌ دا ماشومانې د ژوند په  هیله وې او د ژوند دښمنانو راورژولې. موږ نه پوهیږو چې دا ماشومانې یې ولې ووژلې. که ګنايي نشې ثابتولی بیایې قصدا ویشتلي او قومانده یې هم د اشرف غني په لاس کې ده، هغه بله ورځ یې ددې بریدونو مسولیت هم په غاړه واخیست، ددې وژنو موخه داده چې خلک په زوره مجبور کړي چې دا نیمکله ظالم حکومت ومني. خلک له خپلو اجتماعي حقونو څخه محروم کړي او نوی مغلي خونړی تاریخ تر شا پریږدي، او ولس چې ددې هیواد د ساتنې اصلي سرچینه ده په غمونو او وینو یې لولپه وساتي چې پخپل ځان وي او دی یې له بادارانو سره هیواد لوټ کړي، ځکه چې دی بل چاته صلاحیت نه ورکوي، که ورور یې هم وي صلاحیت ترې وغواړي نه یې ورکوي.   تاسې ووايي چې ددې هوای برید او د کابل په هوټل کې په واده د څو اونیو مخکیني برید ترمنځ څه توپیر دی  ؟  که چیرې فرق وي نو هغه به څه وي؟  او که نه وي بیا خو د برید په څیر بریدګر هم یو شان وګڼل شي. هغه ترهګر دي چې په ښارونو کې بریدونه کوي، ټول په دې موافق دي، خو دا بریدګر څه دي چې داسې ماشومانې یې قتل عام...

حامد کرزی د افغانانو وچت غږ

حنان حبیبزی دا مهال حامد کرزی د افغانانو په وچت غږ بدل شوی دی، افغانستان دغسې یو مشر ته اړتیا لري چې هیواد او خلکو ته یې لومړیتوب ورکړي، نه ګو‌‌‌‌‌‌ډاګیتوب ته. کله چې دی ولسمشر وو ما ورته رایه هم ورکړې وه او نیوکې مې هم پرې کړي دي، ځکه چې هغه وخت په هیواد کې حالات ورځ تربلې خرابیدل او ملکي خلک وژل کېدل، نو د یو ژورنالیست په توګه که موږ دغه ناورین ونه لیکو، څنګه به هغه خلک یو اواز پیدا کړي او څنګه به یې غږ  واوریدل شي او څنګه به دعدالت لاره ورته برابره شي. اخر هغه کسان باید اواز ولري چې په جګړې کې خپل او خپلوان او کورنۍ له لاسه ورکوي.  د ‌‌‌‌‌‌ډیورند کرښې مساله د کرزي په وخت کې هم وه، پرویز مشرف ‌‌‌‌‌‌ډیره هڅه وکړه چې دغه مساله په ده ومني خو ده ترپایه مقاومت وکړ او پاکستان یې پرېنښود چې اغزن تار ولګوي. داغزن تار مساله له دوه زره دوم کال څخه ده، هغه وخت چې امریکا پر افغانستان یرغل وکړ چې دادی اوس پاکستان په دې بریالی شوچې هم اغزن تار ولګوي او هم د طورخم دروازه د رسمي پولې په توګه یاده کړي.یوبل سرخوږی چې افغان به یې په وړاندې لالهانده وي.  د پاکستان دا ګام د اشرف...

دوسلو شرکتونه د سولې خلاف لیکنې خپروي

حنان حبیبزی د وسلو شرکتونه جګړه غواړي او په رسنیو کې د سولې ضد لیکنې کوي. ترمپ چې یو بیلیونر دی او ټول ژوند يې په سوداګرۍ کې تیر کړی دی او اقتصادي مشاوریتونه يې کړي دي، د افغانستان جګړه د امریکا د ملي ګټو او اقتصاد خلاف او احمقانه بولي، خو د وسلو او د پوځي تولیداتو شخصي شرکتونه غواړي چې جګړه دوام ولري. د افغانستان د سولې خلاف په نړیوالو رسنیو کې د وسلو د شرکتونو استازي د سولې خلاف د ذهنیتونو په جوړولو اخته دي. افغانان په ځانګړي ډول ارګ میشتي او هغه هیوادوال چې په دې اتلس کلونو کې رالوی شوي دي په بهرني پروپاګند خوشباوره شوي دي. تحقیق ډیر مهم دی، باید د هرې پیښې لکه د سولې د خبرو اترو پرمهال د امریکا د پوځی یرغلونو تاریخ ولولي چې په تیر وخت کې يې په نورو هیوادونو کې د جګړو د پایته رسولو پرمهال څه ډول تګلاره او چلند غوره کړی وو. موږ ته باید د هر افغان ژوند ارزښت ولري، که هغه د هر نژاد او مذهب وي، که موږ د بل افغان ژوند ته ارزښت ورنکړو نو زموږ ارزښت څه دی؟ که جګړه نه وي نو ددوی وسلې او نور پوځي او لوژیستکي وسایل چیرته وپلورل شي، دوی باید بازار ورته پیدا کړي چې مصرف شي. د وسلو شرک...

کابل ته د خلیلزاد روستی خبرداری

حنان حبیبزی داسې ګومان کېږي چې امریکا او طالبانو اوربند کړی وي، امریکايي ځواکونه پریږدي چې د شمال ‌‌‌‌‌‌ډیرې سیمې طالبان ونیسي چې په اشرف غني فشار واچوي،  که دا سم وي نو ولسمشر او دده ټيم تر سخت ګواښ لاندې دی او ماته ښکاري چې خلیلزاد روستی خبرداری ورکړي که د امریکا د سولې د تګلارې مخالفت کوې نوښه به نه وي درته. خلیلزاد د کرزي ملګری دی اوله اشرف غني سره دومره جوړ نه دی ځکه چې دی یوازې خپل ځان مني نور څوک هیڅ شی ورته نه ښکاري. نو د خلیلزاد داسې کس نه دی خوښ. له بلې خوا لویه ستونزه دامنیت د شورا مشاور پخپل هغه نادیپلوماتیک بیان سره جوړه کړه چې امریکاته یې پخپل روستي سفر کې د خلیلزاد په اړه درلوده او دا ددې لامل وګرځیده چې د ارګ  او سپینې ماڼۍ  ترمنځ واټن پراخ شي.  ددې ستونزې د حل لاره وه، که ده د ملي امنیت دشورا ریس استعفا ته هڅولی وای یایی له دندې لرې کړی وای او پرځای یې بل څوک ګومارلی وای، واټن تر دې حده نه ‌‌‌‌‌‌ډیریده.  اوس دې مسالې ته په پام سره چې امریکا او طالبان ‌‌‌‌‌‌ډیر سره نژدې دي او په دوحه کې هره ورځ سره ګوري نو طالبان له دې هرڅه خبریږي او...

خلک تر کومه بریده د جومات او ښوونځی ګټې پیژني

حنان حبیبزی   د تاریخ په اوږدو کې که تاسې افغان متنونه ولولی نو موږ له دوه ډوله متنونو سره مخامخ کېږو چې په یوه کې ملا غندل شوی دی او په بل یوه کې مکتبی. دا دوه اړخونه چې ښايي په ادبیاتو کې يې د کیڼ اړخو او ښيي اړخو نومونه ورکړو ډیر وخت يې په دې ضایعه کړی چې یوه ډله بله ډله په ټولنه کې د ستونزو برخه وګڼي او خپل ځان رښتیانی حقدار بولي. خو هروخت چې په هیواد کې یوه بهرنۍ پدیده د لاس غځولو هڅه کوي. په دې وخت کې غلیم زموږ دهیواد هغو متنونو ته مراجعه کوي چې زموږد خپلې ټولنې په اړه زموږ نظریات او شننې ولولي او زموږ پخلاف خپلې دسیسې جوړې کړي. دیني شخصیتونه او پوهنتوني شخصیتونه باید یوبل وزغمي او د پوهاوي هڅه وکړي او یوبل د درناوي وړ او د هیواد شتمني وګڼي. دین په سمه مانا تشریح شي او بیلابیل اختلافي مسایل په سمه توګه روښانه شي، لوی علمي کتابونه او اثار په سیمه ییزو ژبو خپاره شي. په دین کې مختلف نظریات لکه د الاظهر له لیدلوري هم تشریح شي او د مدینې له لیدلوري هم تشریح شي او د دیوبند له لیدلوري هم تشریح شي، د اختلاف لپاره نه بلکې ددې لپاره چې دا درې واړه اسلامي لیدلوري دي او پوهاوی رام...