Posts

د رسمي خبرو اترو ټاکټیکونه: امریکايي بڼه

د رسمي خبرو اترو ټاکټیکونه: امریکايي بڼه لیکنه: حنان حبیبزی خبرې اترې درې برخې لري. ۱. متن یا محتوا ده، ۲. یو د وینا ټون غږیزه بڼه ۳. باډي لنګویج یا اشاروي ژبه ده چې هغه ویاند يې د وینا ترڅنګ په مخ او لاسونو سره هغه څه وايي چې په غږ کې يې نښتې دي. خپله خبرې اترې بیا دوه بڼې لري ۱. یوه هغه ده چې د همکارانو ترمنځ پر یو سلاشوي پلان کېږي چې څه ډول يې پراخ کړي. ۲. بل هغه ده چې د مخالفو ګروپونو ترمنځ د سولې یاد پخلاینې لپاره مخامخ کېږي. دلته په دویمه بڼه خبرې کوو. هر هیواد د خبرو اترو د کنټرول لپاره مختلف اصول لري چې هغه محرم وي او یوازې پالیسي جوړونکي او خبرلوڅ یا نیګوشیټر ورته لاسرسی لري. دغه اصول بیا دوه برخې لري. ۱. یوه هغه برخه ده چې دولت پکې سل په سلو کې د جوړجاړی کوډونه جوړوي ۲. بله برخه يې هغه بڼه ده چې دولت غواړي ځانګړو خبرو اترو ته په ټاکټیکي توګه ورشي او موخه يې دا نه وي چې دغه خبرې اترې دې بریالۍ شي یا داسې چې غواړي خبرې اترې ددوی په خوښه پایته ورسیږي. مهم کوډونه Essential Codes خبرې اترې یو لړ کوډونه لري چې هر هیواد يې د خپل سیاست او جغرافي سره سم جوړوي. په دې کوډونو کې داسې مس...

داد امریکایانو مسولیت دی چې ډيپلوماټیک اداب مراعت کړي

داد امریکایانو مسولیت جوړیږي چې ډیپلوماټیک اداب مراعت کړي خو په داسې حال کې چې له باګرامه راوتلی نشي نو په افغانستان کې يې نولس کلنه لاسته راوړنه څه ده؟ په بګرام کې د ولسمشر اشرف غني او ترمپ ترمنځ د لیدنې په پلمه، تاسې ټول يې لوستلو ته رابولم.    حنان حبیبزی  زه که څه هم د ولسمشر اشرف غني په کارونو او تګلارو باندې نیوکې لرم خو زه فکر کوم چې دلته ترمپ د افغانستان تر ولسمشرۍ ماڼۍ نشي راتلی، داد افغانانو غلطي نه ده، دغه حالت خپله بهرنیو سرتیرو جوړ کړی دی، دا امریکايان او خارجیان دي چې د امریکا په مشرۍ يې افغانستان اشغال کړی دی. په دې کې پاتې راغلي دي چې خپل ولسمشر تر ارګه پورې بوځي او وښيي چې افغانستان ته درناوی لري، دی د افغانستان له حکومت سره له همغږۍ پرته راغلی دی او ډيپلوماټیک اداب يې په نظر کې نه دي نیولي چې دا کار د امریکایانو اخلاق ښيي. اشغالي اعمال امریکایان په دې عمل سره ښيي چې رښتیا افغانستان ازاد نه دی او ددوی له خوا اشغال شوی دی چې دا په یو ډول د افغان دولت دریځ ته زیان رسوي. ددې سره سره چې هیواد يې یرغمل کړی دی، نه يې امنیت نیولی شي او نه کوم م...

رسنۍ د افغانستان د فاسدې ادارې په خدمت کې

مخکښې نړیوالې رسنۍ د افغانستان حقایق رسنۍ د افغانستان د فاسدې ادارې په خدمت کې پټوي او فاسد او د کلابند حکومت د مسلکي انتقادونو لاندې نه راولي چې کومې نیمګړتیاوې وې او په دې توګه فساد ملاتړ کوي،  د کلیوالو افغانانو استازولي په رسنیو کې ډيره کمه ده یا په نشت حساب ده، هغه کلیوال چې په جګړې کې قرباني ورکوي. د بیلګې په توګه کله چې په هوای بریدونو کې ملکي خلک په نښه شي نو حکومت او نړیوال د کره مالوماتو د نه ورکولو له کبله رسنۍ په دې مجبوروي چې نیمګړي مالومات خپاره کړي او حقایق پټ پاتې شي.  هغه افغاني خبریالان یا ژباړونکي چې هر یو یې له یو سیاسي اقتصادي کولتوري ډلې سره تړلی او رسنیو ته مطالب ناسم ژباړي او ځینې له قصده ناسم مالومات ورکوي چې د دولتي فساد باندې پردې اچوي. یو شمیر نورې رسنۍ ښه ګوري چې هره ورځ ملکي خلک په چاودنو، بمباریو او شپینیو عملیاتو کې وژل کېږي، ماشومان او ښځې خو دوی یوازې د یو طرف زیانونه رپورټوي او د بل طرف زیانونه یا نه راپورټوي او یايی د ترهګرو په نامه تیروي. په تیرو اتلس کلونو کې د خبرونو یوه اړخیزو (د یوطرف په ویناوو استناد کول) رسنیزو راپورونو د ناسمو...

جنرال دوستم غواړي چې افغانان سورې ته د ترکې د دفاع لپاره ولیږي

حنان حبیبزی جنرال دوستم د ترکې له ولسمشر سره کتنه کې له هغه وغوښتل چې د افغانستان ازبک توکمي او ترکمنان د کوردانو پخلاف جګړه کې دده تر مشرۍ لاندې استخدام کړي.  دوستم دوه ورځې وړاندې په ترکیه کې له ولسمشر اردوغان سره په خبرو کې سلا وکړه چې د افغانستان له شمالي ولایتونو څخه دده ملاتړي سورې ته ولیږي. په شمالي ولایتونو کې دوستم په لسګونو وسله وال ملاتړي لري چې کله ناکله يې دلته او هلته د نمایش لپاره راباسي. دغه وسله وال يې ددې لپاره ساتلي دي چې چیرته جګړه پیل شي او دی پرې سوداګري وکړي.  په ټوله کې افغانستان د وسله والې جګړې د تجارت پر ډګر بدل شوی دی، که نړیواله ټولنه وغواړي په پنځه کلونو کې افغانستان د هانګ کانګ هومره ښایسته جوړیدای شي او دغه پیسې چې په دې اتلس کلونو کې په جګړه ولګیدې که د افغانستان په بیارغاونه لګیدلې وای نواوس به ډیر افغانان په کاربوخت وو او هیواد به د پرمختګ په لوړو پورته روان وو.  نن ورځ په افغانستان کې د حکومت جوړولو او لرې کولو موخې شخصي اود بهرنیوهیوادونو له ملي ګټو سره تړاوو لري او افغانان يې په جګړو کې بوخت ساتلي دي. ځان ځاني دومره پراخ ...

د هیګل دیالیکټیک څه دی

حنان حبیبزی  په افغانستان کې روانه جګړه د هیګل د ډیالیکټیک له مخې ترسره کيږي: ستونزه - غبرګون ~ د حل لاره هیګل په دې باور وو چې نړۍ دمخامختیا یا تضاد په بنسټ ولاړه ده. ده ویلذهر شی چې د مخلوقاتو په نړۍ کې ګورو یو ضد لري.   دده مفکوره په درې اصولو باندې ولاړه وه : ۱. قضیه thesis   ۲. د قضیې مخالفت anti thesis   ۳. تړاو یا synthesis  دده په نظر د ټولنې حالت دوه لوري لري،  یو روان حالت دی او بل یې په وړاندې غبرګون دی ، ددې دواړو له مخامختیا څخه  تړاو او پایله لاسته رازي.   دې  نظریې ته یې د دیالیکتیک نوم ورکړ.  ستونزه - غبرګون ~ د حل لاره.  دې درې چارو ته یوه سرچینه لاره برابروي.  ۱. د خلکو ترمنځ جنجال، کړکیچ یا شخړه زیږوي. ۲. بیا ددې جنجال په اړه د رسنیو له لارې بوختونکي د هیلې او نهیلۍ ترمنځ غبرګونونه راپورته کوي. ۳. بیا دې کړکیچ ته د حل لاره وړاندې کوي.  اصلي موخه په عامو خلکو باندې د ولکې ترلاسع کول دي،  چې خلک تر خپل احسان لاندې راولي او کنټرول یې ترلاسه کړي.  مارکس او انګلس روسته بیا لینین د ه...

د موسی کلا ‌‌‌‌‌‌ډله ییزه وژنه د ګیدړو {بریدګرو},په ماته دلالت کوي

ددغو کمکیو ګلانو څه ګنا وه؟ ایا دا وژنې چې مخالف دې کم جرته کړې؟‌ دا ماشومانې د ژوند په  هیله وې او د ژوند دښمنانو راورژولې. موږ نه پوهیږو چې دا ماشومانې یې ولې ووژلې. که ګنايي نشې ثابتولی بیایې قصدا ویشتلي او قومانده یې هم د اشرف غني په لاس کې ده، هغه بله ورځ یې ددې بریدونو مسولیت هم په غاړه واخیست، ددې وژنو موخه داده چې خلک په زوره مجبور کړي چې دا نیمکله ظالم حکومت ومني. خلک له خپلو اجتماعي حقونو څخه محروم کړي او نوی مغلي خونړی تاریخ تر شا پریږدي، او ولس چې ددې هیواد د ساتنې اصلي سرچینه ده په غمونو او وینو یې لولپه وساتي چې پخپل ځان وي او دی یې له بادارانو سره هیواد لوټ کړي، ځکه چې دی بل چاته صلاحیت نه ورکوي، که ورور یې هم وي صلاحیت ترې وغواړي نه یې ورکوي.   تاسې ووايي چې ددې هوای برید او د کابل په هوټل کې په واده د څو اونیو مخکیني برید ترمنځ څه توپیر دی  ؟  که چیرې فرق وي نو هغه به څه وي؟  او که نه وي بیا خو د برید په څیر بریدګر هم یو شان وګڼل شي. هغه ترهګر دي چې په ښارونو کې بریدونه کوي، ټول په دې موافق دي، خو دا بریدګر څه دي چې داسې ماشومانې یې قتل عام...

حامد کرزی د افغانانو وچت غږ

حنان حبیبزی دا مهال حامد کرزی د افغانانو په وچت غږ بدل شوی دی، افغانستان دغسې یو مشر ته اړتیا لري چې هیواد او خلکو ته یې لومړیتوب ورکړي، نه ګو‌‌‌‌‌‌ډاګیتوب ته. کله چې دی ولسمشر وو ما ورته رایه هم ورکړې وه او نیوکې مې هم پرې کړي دي، ځکه چې هغه وخت په هیواد کې حالات ورځ تربلې خرابیدل او ملکي خلک وژل کېدل، نو د یو ژورنالیست په توګه که موږ دغه ناورین ونه لیکو، څنګه به هغه خلک یو اواز پیدا کړي او څنګه به یې غږ  واوریدل شي او څنګه به دعدالت لاره ورته برابره شي. اخر هغه کسان باید اواز ولري چې په جګړې کې خپل او خپلوان او کورنۍ له لاسه ورکوي.  د ‌‌‌‌‌‌ډیورند کرښې مساله د کرزي په وخت کې هم وه، پرویز مشرف ‌‌‌‌‌‌ډیره هڅه وکړه چې دغه مساله په ده ومني خو ده ترپایه مقاومت وکړ او پاکستان یې پرېنښود چې اغزن تار ولګوي. داغزن تار مساله له دوه زره دوم کال څخه ده، هغه وخت چې امریکا پر افغانستان یرغل وکړ چې دادی اوس پاکستان په دې بریالی شوچې هم اغزن تار ولګوي او هم د طورخم دروازه د رسمي پولې په توګه یاده کړي.یوبل سرخوږی چې افغان به یې په وړاندې لالهانده وي.  د پاکستان دا ګام د اشرف...