کوم یو دروند دی، 1 کیلو اوسپنه یا 1 کیلو پنبه؟
لیکنه: حنان حبیبزی کوم یو دروند دی، 1 کیلو اوسپنه یا 1 کیلو پنبه؟ دواړه 1 کیلو اوسپنه او 1 کیلو ګرامه پنبه ورته وزن لري چې هغه 1 کیلو ګرام دی. د یو څیز وزن د هغې د mass له مخې ټاکل کیږي، دلته اوسپنه او پنبه دواړه برابر یانې هر یويې 1 کیلو ګرام وزن لري، نو دواړه یو ډول وزن لري. داد یادولو وړ ده چې اوسپنه د پنبې په پرتله سخته ده او د ډير کثافت لرونکې ده، نو د اوسپنې 1 کیلو بلاک به د پنبې د 1 کیلو وزن په پرتله لږ ځای ونیسي. راځئ چې مفصلو ساینسي توضیحاتو ته لاړ شو: هغه بنسټیز مفهوم چې موږ یې پوهیدو ته اړتیا لرو mass دی چې په پښتوکې به غونډ ژباړل کېږي او ځينې وخت ډله ییز، خو دلته يې د غونډ ژباړه ښه ده چې د ډلې له مفهوم سره سمون لري، ځکه دلته د mass مانا د ورته شیانو د راټولیدو په پایله کې د یوې ټوټې جوړیدل دي. په بله وینا mass په یوه شي کې د مادې د مقدار اندازه ده، او په دودیزه توګه په کیلوګرام اندازه کیږي. د یو شي حجم د هغه وزن ټاکي، کوم چې د جاذبې له امله پیدا کیږي. دلته موږ دوه توکی لرو: 1 کیلو اوسپنه او 1 کیلو ګرامه پنبه چې هریو يې یو یوکیلو ګرام وزن لري. مو...