Posts

په پکتیکا کې د پاکستان هوايي برید: یو خطرناک چلند چې ښایي غچ وپاروي

Image
  پاکستاني پوځ په افغانستان کې د پکتیکا ولایت پر بې‌ګناه خلکو یو مرګونی هوايي برید ترسره کړی چې په پایله کې يې لږ تر لږه ۴۰ ملکیان، په ځانګړې توګه ښځې او ماشومان، وژل شوي دي. د ژغورل شویو کسانو په منځ کې یو ۱۲ کلن ماشوم دی چې خپله ټوله کورنۍ یې له لاسه ورکړې. دا خونړۍ پېښه نه یوازې د افغانانو غوسه راپارولې، بلکې د غچ اخېستلو ویره یې هم زیاته کړې ده، په ځانګړې توګه ددې سیمې د پېچلي او بې‌ثباته وضعیت په پام کې نیولو سره دې پيښې د پاکستاني پوځ خلاف غوسه ډیره کړې ده. د پاکستان د اقتصادي کړکیج په شتون کې دا برید ښایي ددغه هېواد دننه او بهر ډېرې ژورې اغېزې ولري او نازک امنیت لاپسې خراب کړي. یو بشري او سیاسي کړکېچ د پکتیکا د برمل له ولسوالۍ څخه چیرته چې دغه برید شوی دی عیني شاهدان د ویجاړۍ زړه بوږنوونکې صحنې بیانوي. ښځې، ماشومان او بشپړې کورنۍ په هغه سیمه کې له منځه تللې، چېرې چې کورنۍ، قومي او ژبنۍ  اړیکي او فرهنګي تړاوونه د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته غځېدلي دي. دغه برید، چې ملکیانو ته یې زیان اړولی، نه یوازې د ځایي خلکو بلکې د کابل د د حکومت د سیاسي څېرو له خوا هم له سخت غبرګون سره ...

د جدي د شپږمې سیوری: د شوروي د یرغل اغېزې او پایښت

Image
لیکنه: حنان حبیبزی  د ۱۳۵۸ کال دجدي په  ۶ نېټې چې د۱۹۷۹ کال د دسمبر له ۲۷مې سره برابره وه په افغانستان بانې د پخواني شوروي اتحاد یرغل یو له خورا دردوونکو تاریخي پېښو څخه دی چې نه یوازې په افغانستان بلکې په سیمه کې یې اوږدمهاله اغېزې پرېښودې. د شوروي د یرغل موخې او پایلې: شوروي ځواکونو ادعا درلوده چې د کمونېستي رژیم د ملاتړ لپاره په افغانستان برید وکړ، خو د افغانانو له سخت مقاومت سره مخ شول. د افغانستان غرنۍ جغرافیه د شوروي ځواکونو لپاره په مرګونی میدان بدله شوه. یرغلګرو هڅه وکړه چې په اوږدمهالي ډول د افغانستان داخلي سیاست خپل کنټرول لاندې راولي، خو دا هڅه په اوږده جګړه بدله شوه. د افغان ولس کړاوونه: ددې جګړې په پایله کې شاوخوا دوه میلیونه افغانان ووژل شول، او میلیونونه نور بهرنیو هیوادونو ته کډول شول. دغه کډوال چې هرڅه یې د شورویانو په یرغل کې له لاسه ورکړي وو، له هغو مجاهدینو سره ملګري شول چې د شوروي یرغل پخلاف يې جګړې ته دوام ورکړ. افغانان د یوه نړیوال نیابتي جنګ اصلي قربانیان وو، ځکه چې دې جګړې د امریکا او شوروي د سړې جګړې یوه برخه جوړوله او د دغو دوه غټو هیوادونو د سیالۍ پ...

د سعودي د سفارت پرانیسته؛ فرصتونه او ننګونې

Image
  د سعودي سفیر  لیکنه: حنان حبیبزی په کابل کې د سعودي د سفارت بیا پرانیسته، د یوه داسې څپرکي په څېر ښکاري چې پکې ګڼ رازونه او فرصتونه نغښتي دي. دا ګام نه یوازې د نړیوالو اړیکو په ډګر کې د نوي پیل زېری ورکوي بلکې د افغانستان پر سیاسي، اقتصادي او کولتوري فضا هم ژوره اغېزه لرلای شي.  سعودي چې د مکې او مدینې په څېر سپېڅلې سیمې لري نو د نړۍ د مسلمانانو زړه ته لاره لري. د دې سفارت بیا پرانیسته د یوې داسې دروازې پرانیستل دي چې له هغې څخه د نړیوالو اړیکو تودې هیلې راټوکیدای شي. یو فرصت؛ د نوي پیل ژمنه دا منظره د افغانستان لپاره دومره مهمه ده لکه سهار چې د لمر وړانګې د غرونو له څوکو څخه راښکاره شي او ددښتو پر پراخوالي خپله تودوخه وغوړوي.   پوښتنه داده چې څنګه ددې سفارت پرانیسته د افغانستان لپاره د اقتصادي پرمختګ دروازې پرانیزي. سعودي چې د تېلو د زېرمو له پلوه بډای دی، کولای شي چې د پانګونې او زیربنایي پروژو لپاره یو لوی فرصت رامنځته کړي. د کابل بازارونه ښایي د سعودي د سوداګرو له خوا د نوې نخشې ترلاسه کړي، او د افغانستان کلي او ښارونه د پرمختګ په لور حرکت وکړي. ځکه سعوديوال د ...

ددې کتاب له لارې د اړیکو د ژورې پوهېدنې لپاره ځان چمتو کړئ!

Image
نوی په زړه پورې کتاب هرومرو يې ولولی کتاب: حبیبزی، ح. (۲۰۲۴). د خوځنده نېښانپوهنیز چارچلند (تعامل) دوام: په ډیجیټلي نړۍ کې د مانا جوړونې پوهنه. لینک:   کتاب په امازون کې ترلاسه کړئ په ډیجیټلي عصر کې په مانا باندې د پوهېدو نوې تیوري په ننني ډیجیټلي پېرکې زموږ د اړیکو بڼه په ژوره توګه بدله شوې ده. نښې، سمبولونه، اشارې، او ان ساده ایموجیان نورې ثابتې ماناوې نلري بلکې دا په ریښتیني وخت کې په دوامداره توګه وده کوي او بدلېږي. ددې بدلون لامل هغه دریځونه (پلیټفارمونه) دي چې کارول کېږي، هغه چاپېریالونه چې ورسره مخامخ کېږي، او هغه خلک چې دا نښې درک کوي. دا پیچلتیا ددې اړتیا زېږوي چې د اړیکو ژوره پوهه ترلاسه شي. د همدې لپاره د حنان حبیبزي وروستی کتاب  "د متحرکې یا خوځنده نېښانپوهنیز چارچلند یا تعامل دوام (CDSI)"  د زده کوونکو او ښوونکو لپاره یوه بې‌سارې سرچینه ده. دا کتاب د CDSI چوکاټ معرفي کوي - یوه داسې تیوري چې د کلاسیکي نېښانپوهنیزو موډلونو تش ځایونه ډکوي. پداسې حال کې چې د ساوسور او پیئرس په څېر پخوانیو پوهانو د نښو د پوهېدنې لپاره بنسټ کېښود، د هغوی چو...

مېرمن مېړه ته: زه غواړم خپل انځور فیسبوک ته پورته کړم

Image
له عربي څخه پښتو ته ژباړل شوی متن  لیکوال يې ناڅرګند دی مېرمن:  ګرانه، زه غواړم خپل انځور په فیسبوک کې پورته کړم. او حجاب مې هم وي. خو ستا له اجازې وروسته. ستا نظر څه دی؟ مېړه:  هیڅ امکان نلري! زه به هېڅکله دا ونه منم. مېرمن:  نه!!! ولې نه؟ ته ډېر سخت دریځه یې! او بښنه غواړم، خو ته ډېر محدود فکر لرې! په واټونو کې خلک ما د حجاب سره ویني، او زما انځور چې پورته کوم، هغه هم د حجاب سره دی. خلک به ما په سړک کې یا فیسبوک کې ویني. توپیر یې څه دی؟ مېړه:  زه به درته توپیر واضح کړم، ګرانې. خو لومړی باید زما پوښتنو ته ځواب ورکړې. مېرمن:  سمه ده، حاضره یم، ګرانه. مېړه:  که ته سوپرمارکېټ ته لاړه شې، او د هټۍ څښتن دې هر حرکت وڅاري. ستا احساس به څه وي؟ مېرمن:  بېشکه، ډېره به خوابدې شم، او وایم به چې هغه بې ادبه او بې تربيه دی. مېړه:  ښه. که فرض کړو زه هم درسره یم، او دا هر څه مې ولیدل، خو هېڅ غبرګون مې ونه ښود، هېڅ پروا مې پرې ونکړه؟  مېرمن:  خامخا به حیرانه شم او ډېره به خوابدې شم. مېړه:  که فرض کړو د سوپرمارکېټ څښتن يې سترګې ښکته کړې، ا...

بشار اسد هغه دیکتاتور چې په زور ایسته شو

Image
لیکنه: حنان حبیبزی د ۱۳ کلونو جګړې وروسته چې په ترڅ کې یې سلګونه زره انسانان ووژل شول او میلیونونه کډوال شول د سوریې د دیکتاتور بشار اسد ۲۴ کلنه واکمني پای ته ورسېده. د دمشق په کوڅو کې د زرګونو خلکو خوښۍ ددې خبر پخلی وکړ چې مخالفو ځواکونو پلازمېنه او څو نور ستر ښارونه په څو ورځو کې ونیول. راپورونه وايي چې اسد له هېواد څخه په یوه الوتکه کې وتښتېد، د راپورونو له مخې روسیې ته تښتیدلی دی، او په دې سره د هغه د کورنۍ ۵۳ کلنه واکمني پای ته ورسېده. بشار په ۲۰۰۰ کال کې د خپل پلار حافظ اسد، له مړینې وروسته واک ته ورسېد. هغه د سترګو ډاکټر و چې په لندن کې یې زده کړې کولې او هیله نه کېده چې واک ته ورسېږي. د هغه مشر ورور باسل له مړینې وروسته بشار سوریې ته راستون شو او پارلمان د عمر حد له ۴۰ څخه ۳۴ کلونو ته راکم کړ ترڅو هغه ولسمشر شي. د هغه واکمني د سمون لپاره د لږو هیلو سره پیل شوه خو د پلار په څېر یې ډېری اقدامات استبدادي پاتې شول. په ۲۰۱۱ کال کې د بشار اسد په وړاندې د خلکو لومړنی پاڅون د دیموکراسۍ، مدني ازادۍ، او سیاسي زندانیانو د خوشې کولو غوښتنو سره پیل شو. د هغه ځواب یو سخت پوځي و او د پاڅونو...

د ښځو د طبي خدماتو په اړه مهم روایتونه

Image
  لیکنه: حنان حبیبزی د حضرت رُفیده بنت سعد الاسلمیه (رضی الله عنها) په اړه امام بخاري په ادب المفرد کې، په طبقات الکبرا کې ابن حجر عسقلاني او په الإصابة في تمييز الصحابة روایتونه راوړي چې دې به د زخمیانو درملنه کوله او په نننۍ اصطلاح خپل ګرځنده کلنیک يې درلوده چې رفیده د خیمې په نوم یادیده. ددغو روایتونو اصلي متن او سرچینې په لاندې ډول دي: د لومړي روایت ژباړه: کله چې سعد بن معاذ (رضی الله عنه) په خندق جګړه کې ټپي شو، نو رسول الله (صلی الله علیه وسلم) وفرمایل: "هغه د رُفیده په خیمه کې کېږدئ چې په مسجد کې وه، تر څو زه ورته نږدې عیادت وکړم." رُفیده به د زخمیانو او ناروغانو درملنه کوله او د مسلمانانو خدمت يې خپل د ژوند هدف ګڼلی و. د دوم روایت ژباړه: په دې روایت کې راځي چې حضرت سعد بن معاذ (رضی الله عنه) د خندق په جګړه کې ټپي شو. هغه د حضرت رُفیده بنت سعد (رضی الله عنها) خیمې ته انتقال شو چې د زخمیانو درملنه به يې کوله. هغه په مسجد کې یوه خیمه درلوده او د ټپیانو او ناروغانو علاج به يې کاوه. د روایت په پای کې راغلي چې حضرت رسول الله (صلی الله علیه وسلم) به کله کله د سعد د حالت پ...