Skip to main content

د جدي د شپږمې سیوری: د شوروي د یرغل اغېزې او پایښت



لیکنه: حنان حبیبزی 

د ۱۳۵۸ کال دجدي په  ۶ نېټې چې د۱۹۷۹ کال د دسمبر له ۲۷مې سره برابره وه په افغانستان بانې د پخواني شوروي اتحاد یرغل یو له خورا دردوونکو تاریخي پېښو څخه دی چې نه یوازې په افغانستان بلکې په سیمه کې یې اوږدمهاله اغېزې پرېښودې.

د شوروي د یرغل موخې او پایلې:

شوروي ځواکونو ادعا درلوده چې د کمونېستي رژیم د ملاتړ لپاره په افغانستان برید وکړ، خو د افغانانو له سخت مقاومت سره مخ شول. د افغانستان غرنۍ جغرافیه د شوروي ځواکونو لپاره په مرګونی میدان بدله شوه. یرغلګرو هڅه وکړه چې په اوږدمهالي ډول د افغانستان داخلي سیاست خپل کنټرول لاندې راولي، خو دا هڅه په اوږده جګړه بدله شوه.

د افغان ولس کړاوونه:

ددې جګړې په پایله کې شاوخوا دوه میلیونه افغانان ووژل شول، او میلیونونه نور بهرنیو هیوادونو ته کډول شول. دغه کډوال چې هرڅه یې د شورویانو په یرغل کې له لاسه ورکړي وو، له هغو مجاهدینو سره ملګري شول چې د شوروي یرغل پخلاف يې جګړې ته دوام ورکړ. افغانان د یوه نړیوال نیابتي جنګ اصلي قربانیان وو، ځکه چې دې جګړې د امریکا او شوروي د سړې جګړې یوه برخه جوړوله او د دغو دوه غټو هیوادونو د سیالۍ په پایله کې افغانستان د شوروي د یرغل لاندې راغی. دا هغه وخت وو چې شوروي په دې بریالی شوی وو چې  خپل اغیز د کیوبا او د جنوبي امریکا نورو هیوادونو ته ورسوي، په همدې مهال مسکو دا ویره درلوده چې د کیوبا په ځواب کې امریکايي ځواکونه په افغانستان کې ځای په ځای نشي. شوروي له بیړې کار واخیست او افغانستان باندې یې پوځي برید وکړ. شوروي د یرغل په ترڅ کې د جګړې د اوږدیدو له کبله د ټولنې بنسټونه لکه ښوونځي او روغتونونه ویجاړ شول. 

اوږدمهاله اغېزې:

د شوروي ځواکونو له وتلو وروسته، افغانستان د کورنیو جګړو په اوږدو کې پاتې شو او دا ګډوډي ددې لامل وګرځيده چې افغانستان د هغو جګړه مارو ډلو ترمنځ چې د شوروي پخلاف جنګیدلې وې او ځينې د شورویانو له خوا جوړې شوې وې، د روسانو له ماتې روسته دې ډلو یو بل په غیږ کې ونیولې،  مذهېي،  قومي او سمیه ییزو شخړو ته يې لاس وغځوه، ددې تاوتریخوالي په ټس کې د ملامحمد عمر په مشرۍ طالبان راپورته شول او دا ډلې يې له ډګره ایسته کړې. د ځینې کورنیو او نړیوالو تګلارې نشتون،  چې د افغانستان کورنی او نړیوال لرلید پکې انځور شوی وای، ددې لامل وګرځيد چې د نړیوالې ټولنې لپاره د طالبانو په مشرۍ د افغانستان حاکمه اداره د منلو وړ نه وه، ځکه تکلارې يې د کاغذ پرمخ روښانه نه وې، ددې تشې له کبله په کابل دا تور ولګیده چې د بن لادن په ګډون د یو شمیر هغو بهرنيو جنګیاليو لپاره تور په افغانستان کې پنا ځای جوړ کړی دی چې وروسته بیا دغه جنګیالی په ګاونډي هیواد پاکستان کې ووژل شو،  خو په افغانستان کې د مسلکي حکومتوالۍ او مسلکې ادارې نشتون ددې لاره برابره کړه چې له نړیوالې ټولنې په ځانګړي ډول له امریکا سره ډیپلوماټيکه ناسته ولاړه ونشي، دا کار ددې لامل وګرځيد  دا ځل هیواد د امریکا په مشرۍ  ناټو د یرغل لامل وګرځيده، 

د شوروي له یرغل څخه د پند درس:

د افغانستان جګړه نړۍ ته ښيي چې بهرني یرغلونه پرته له دې چې سیمه ییز واقعیتونه په پام کې ونیسي، په فاجعه بدلېږي. دا یرغلونه د افغانستان د خلکو د مبارزې او هیوادساتنې او زغم ښکاره بېلګه ده.

داد افغانستان د تاریخ یوه خونړۍ برخه ده چې لايې هم اغېزې دوام لري. ددې لپاره چې افغانان دداسې پېښو له تکرار څخه خوندي پاتې شي، د سولې او خپلواکۍ د دوام لپاره ګډې هڅې، مسلکي حکومتوالي او د اوږدومهالو کورنیو او بهرنیو تګلارو جوړول اړین دي.

Comments

Popular posts from this blog

انس شریف: د غزې وروستی خبر

  لیکنه: حنان حبیبزی  ۱۱ اګست ۲۰۲۵  د ماښام وروستۍ رڼا ورو ورو د غزې له کوڅو ووتله، لکه ښار چې د یوې ستړې او ژړا ډکې مور په ټکري کې پټېږي. د باروتو بوی د سوځېدلو ودانیو له لوګي سره ګډ ده، او هره ساه د ژوند او مرګ تر منځ د نرۍ کرښې په اوږدو کې اخیستل کېږي. انس شریف د یوې نیمه ورانې ودانۍ مخې ته ودرېد. د خاورو له منځه یو سپین، نازک کوچنی لاس ورو ورو راښکاره شو، له خاورو او وینو ډک دی، د ژوند وروستۍ هڅې په کې ښکاري. د مایک له لارې یې غږ خپور شو: "دلته، د ودانۍ لاندې، یوه کورنۍ له منځه تللې ده… خو ددې تنکي ماشوم لاسونه ښورېږي، زه یې وینم، لا ژوندی دی." د کمرې له شا یې په شونډو کې هغه نرمه خو زړوره مسکا وځلېده – ددې لپاره نه چې زړه یې خوشاله دی، بلکې  ددې لپاره چې پوهېده، هره زړورتیا او هره مهرباني باید ددې جګړې د تیارو په وړاندې ودرېږي. د هغه ملګرو ورته ویل: – انسه، ته خو په دې لمبو کې هم خندا کولی شې! انس ورو ځواب ورکړ: – که موږ خندل بند کړو، دروغ به د رښتیا ځای ونیسي. له همدې سره یې په ژوندۍ خپرونه کې یې ددې ماشوم د ژغورنې هڅه پیل کړه. مخکې ولاړ، په یوې نرۍ کوڅه کې درې...

کرکتنه: هواجس، د طه درویش ادبي خاطرې

لیکنه حنان حبیبزی  ادب هغه هنداره ده چې د انسان د زړه پټې خبرې او د ذهن ناڅاپي اغیز په کې انځورېږي. کله چې لیکوال د خپلې ددننۍ نړۍ خبرې د کلیمو په لالهانده روان کې واچوي، لوستونکی د یوه بل انسان د زړه له کیسو او فکر د سیند د څپو شاهد ګرځي. د طه درویش کتاب  هواجس  همداسې یو اثر دی: ډاکتر درویش د اردون د عمان دې او هلته د ژورنالیزم په پوهنځي کې  د استادۍ ترڅنګ ښه ادیب هم دی. نوموړی  په دې وروستیو کې راغلی وو، د خپل کتاب یوه کاپي يې هم راکړه چې کله مې ولوسته نو ډيره مې په زړه پورې ومونده. نوموړی پخپل کتاب کې د ژوند هسکو او ټیټو، د فکر د غلي فریاد او د ناڅاپي علمي سفرونو یو ادبي انځور رادمخه کوي چې په هغې کې نورو انسانانو ته د زده کړو یوه لار پرانیزي. د کتاب نوم هواجس دی او په عربي ژبه دی، د کتاب نوم د اثر د منځپانګې دروازې پرانیزي. هواجس د زړه هغه ناڅاپي خيالات، وسوسې او اندېښنې دي چې انسان یې کله هم په ښکاره ژبه نه وایي خو د فکر په ژورو کې یې احساسوي. په ادبي بڼه، دا نوم د یو دننني ډیالوګ نښه ده چې لیکوال  پکې له خپل رب، له خپل ضمیر، او له خپل ځان سره خ...

د نښپوهنې د نظريو تاريخي بهير

لیکنه: حنان حبیبزی د نښپوهنې تاريخ ښيي چې د مانا، نښې او تعبیر د پوهېدو مفاهيم د وخت په تېرېدو سره پراخ شوي او ژور شوي دي. فرديناند دي ساسور (1857–1913) د دې علم بنسټ د «نښه» پر جوړښت کېښود. د ده په وینا نښه د «اشاري بڼه» او «اشاره شوي مفهوم» تر تړاو جوړه ده، او "دا تړاو د ژبې د ټولنیزو اصولو له مخې ثابت کېږي. په دې اساس مانا د ژبني نظام د ګډو توافقاتو له لارې رامنځته کېږي او نسبتاً ثابته پاتې کېږي" (Saussure, 1916). چارلس پېرس (1839–1914) بيا د مانا مفهوم نور هم خوځنده او فکري کړ. د هغه د درې‌ګونې نښې ماډل (Object, Sign, Interpretant) له مخې مانا په یوه روان ذهني بهیر کې رامنځته کېږي. دلته نښه یواځې لغوي ارزښت نه لري، بلکې ذهن یې د تفسیر، پرتله، اشارې او استدلال له لارې تل تعبیر ته بیايي. نو "مانا د فکري حرکت او سیاقي بدلون پایله ده، نه د یوه ثابت جوړښت پایله" (Peirce, 1955). رولان بارت (1915–1980) بیا نښپوهنه د ژبې له پولو څخه کلتور ته وغځوله. هغه وښوده چې نښې یوازې لغوي توکي نه دي، بلکې د ټولنیزو ارزښتونو، باورونو، قدرتي ایدیالوژیو او فرهنګي احساساتو د تولید وسیل...